د لاسرسي ځای

تازه خبر

سيند کې د سکرو کان نړېدو پېښه کې درې کانکېندونکي مړه شوي


په پاکستان کې د ماین د نړېدو یوه پېښه، انځور له ارشیفه
په پاکستان کې د ماین د نړېدو یوه پېښه، انځور له ارشیفه

د پاکستان د سيند صوبې په ټټه ضلع کې د سکرو کان نړېدو په پېښه کې درې پښتانه کارکوونکي مړه شوي دي.

د ټټې ضلعې ډېپټي کمېشنر غضنفر علي قادري د جنورۍ پر ۲۵مه شپې مهال مشال راډيو ته وويل چې په جمپير سيمه کې د اوبو بند ناڅاپه مات شو او اوبه يې زرنواز نومې سکرو کان ته ننوتې چې له کبله يې کان ونړېد.

نوموړي وویل چې په پېښه کې د سوات اوسېدونکي درې کانکېدونکي مړه شوي دي. په پېښه کې د خيبر پښتونخوا د سوات ۲۷ کلن سيد قيوم ، ۱۸ کلن محمد اياز او ۱۷ کلن رحمان علي مړه شوي دي.

ډېپټي کمېشنر زياته کړې چې مړي يې را ايستلي او سوات ته يې لېږلي دي. د هغه په وینا دسکرو کان يې ټرلی او دپېښې پلټنې روانې دي.

بلخوا کانکېدونکي وايي چې مړي يې پخپله را ايستلي دي. د هغوی په خبره تر پېښې وروسته حکومت يا بلې ادارې ورسره هيڅ مرسته نه ده کړې.

د سيند په ټټه ضلع کې د سکرو په يو کان کې کارکونکي فضل غفار خان د جنورۍ پر ۲۵مه مشال راډيو ته وويل چې پر کان ناڅاپه اوبه ورماتې شوې چې درې مزدوران پکې مړه شول. هغه وویل نورو مزدورانو په خپله د مړو شویو کانکېدونکو مړي را وایستل. د غفار خان په خبره دوه مړي د سوات د چارباغ او يو د خوازه خېلې دی.

په پاکستان کې زياتره وخت د کان نړېدو يا په کان د ګېس جمع کېدو له وجې د چاودنو په نتيجه کې کانکېدونکي خپل ژوند له لاسه ورکوي.
په پاکستان کې زياتره وخت د کان نړېدو يا په کان د ګېس جمع کېدو له وجې د چاودنو په نتيجه کې کانکېدونکي خپل ژوند له لاسه ورکوي.

دا په پاکستان کې د کان نړېدو لومړۍ پېښه نه ده. تر دې وړاندې په سيند، بلوچستان او خيبر پښتونخوا کې وخت پر وخت د کانونو نړېدو په پېښه کې کانکېدونکي وژل کېږي چې زیاتره يې د شانګلې او سوات اوسېدونکي دي.

د کانکېدونکو د يوه سازمان مشر عابد یار مشال راډيو ته ويلي چې په ۲۰۲۲ز کال کې په پاکستان کې د کانونو په پېښو کې ۲۰۴ کسان وژل شوي ول.


نوموړي مشال راډيو ته وويل چې په پاکستان کې زياتره ماينونه په غيرقانوني توګه چلېږي او وجه یې د سکرو په زیاترو کانونو کې د حفاظتي انتظاماتو نشتوالی دی. هغه وویل حکومت یې پرضد عملي ګامونه نه اخلي چې په وجه یې دا ډول پېښې تکرارېږي.

په سيند کې د ماينونو د معاينې چارواکو او د سيند حکومت تر اوسه دپيښې په اړه څه نه دي ويلي.

د سيند صوبې په جامشورو او ټټه کې د سکرو په ماينونو کې وخت په وخت دا ډول پېښې کيږي.

د ۲۰۲۲ز کال د جولای پر پينځمه هم په ټټه ضلع کې د باران اوبو د سکرو کان نړولی وو. په هغه پېښه کې د سوات، دير او شانګلې اته مزدوران او يو ۱۲ کلن ماشوم مړ شوی وو. په ۲۰۲۱ز کال کې په سيند کې په څلورو ورته پېښو کې شپږ کسان مړه شوي او اته نور ژوبل شوي ول.

XS
SM
MD
LG