عمر وزیر د مشال راډیو خبریال دی چې د شمالي وزیرستان، بنو او لکي مروت پر امنیت، اقتصاد، سیاسي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.
د لکي مروت په کلیوالو سیمو کې اوسېدونکي وايي، د ژوند له بنیادي یا اساسي اسانتیاو بې برخې دي. دوی وايي، له لرې، لرې سیمو په اوښانو کور ته اوبه وروړي. دوی وايي، په سیمه کې یو روغتون دی خو دوا پکې نشته. موږ دې کلیوالو سیمو ته تللي ولو او هلته مو له خلکو سره خبرې کړې دي.
په شمالي وزیرستان کې د اتمانزیو مشرانو له پولیټیکل انتظامیې او امنیتي چارواکو سره جرګه کړې چې پکې دوی د وزیرستان پر یو شمېر ستونزو ، امن او پرمختیايي کارونو خبرې کړې دي. په دې اړه دا ویډیويي رپورټ وګورئ.
د بنو په نیمه قبایلي سیمه بکه خېلو کې د ګوزڼ ناروغۍ مخنیوي نړیوالې ورځې په مناسبت غونډه شوې ده چې پکې پوهانو او فعالانو ټینګار وکړ چې تر پینځو کلونو پورې عمر لرونکو ټولو ماشومانو ته باید د پولیو واکسیني څاڅکي ورکړل شي. دوی د سیمې پر مشرانو غږ وکړ چې د ګوزڼ مخنیوي کیمپېنونو ملاتړ دې وکړي. رپورټ وګورئ
د یادې قبیلې یو بل مشر طاهرالله وویل چې دوی ته په دې اړه هم ډاډ ورکړل شوی دی چې د میر علي بازار به د پخوا غوندې نه وي بلکې په نوي انداز به یې جوړوي.
د میرانشاه بازار ته څېرمه دته خېل قبیلې مشرانو وویل، چې دوی د مشال راډيو ستاینه کوي چې د دوی غږ یې تر واکمنو ورسولو.
په بنو کې د مترقي لیکوالانو ټولنې د استاد صدیق پسرلي او رحمت الله درد په ویاړ د ((غزل شپه)) جوړه کړې وه. دې غونډې ته ګڼ لیکوالان، شاعران او د ادب مینه وال ورغلي ول. ادیبانو په خپلو خبرو کې د پښتنو او افغانانو پر خاورې د ناامنیو ذکر وکړ. تفصیل په رپورټ کې.
د شمالي وزیرستان د میرانشا دته خېل قبیلې مشرانو په بنو کې د یوې مظاهرې پر وخت له حکومته د دوی پر ویجاړ شويو ځمکو او کورونو د دوانیو نه جوړولو غوښتنه کړې. مظاهرچیان وايي حکومت د دوی پر ځمکې قبضه کړې او په خپلې خوښه يې پرې تعميراتي کار روان کړی دی. په دې اړه د عمر دراز وزیر ویډیو وګورئ.
غازي سیال د پښتو نومیالی ادیب دی. دی وايي، خلک ګڼي چې ګواکې ده به ټول عمر د لیک، لوست کار کړی وي، خو حقیقتاً ده کروندګري هم کړې، لوونه یې هم کړي، غوبلونه یې هم کړي او ډېر شاقه کارونه یې کړي دي. له نوموړي سره مو په بنو کې ولیدل او ورسره مو د ده ژوند او هنر په اړه ویډیويي مرکه کړې چې دلته یې لیدلای شئ
یو ځايي کس خان وزیر مشال ته وویل چې تر عملیاتو وروسته په هره ونه او بوټي امنیتي سرتېري ولاړ په نظر راځي، نو بیا ولې دغه شان پېښې کیږي.
د شمالي وزیرستان انتظامي مشر وايي، سوداګري د سیمې د اقتصاد د ملا تیر حیثیت لري، خو د وزیرستان او ډېورنډ کرښې هغې خوا ته د کاروباریانو تر منځ سوداګریز اړیکي باید له قوانینو سره سم جوړ او پر مخ ولاړې شي. له کامران اپریدي سره په مرکه کې د شمالي وزیرستان بې کوره کړل شویو په اړه هم خبرې شوې دي.
کاروباریان وايي، نه پوهېږي چې کومه ګناه يې کړې ده، خو د دوی پر ماشومانو دې رحم وکړل شي او چې کوم تاوانونه يې شوي دي، زغم یې نه لري.
د شوال او دته خېل تحصیلونو کابلخېل، جانيخېل، بکاخېل، مداخېل، منظر خېل او خوا او شا سیمو خلک وايي، که په راتلونکیو څو ورځو کې سرکار شوکولو ته پرېنښودل نو د اربونو روپيو زڼغوځي به يې پر ځمکه توی شي.
د شمالي وزیرستان په پلنګزۍ سيمه کې د خناق ناروغي خوره شوې چې تر دې دمه يې څلور ماشومان وژلي او لسګونه نور يې اغېزمن کړي دي. ډاکټران وايي، په سیمه کې د دې ناروغۍ د مخنيوي واکسین نشته او که حکومت د واکسین کمپاين پېل نه کړ ونه شو نو شاوخوا سیمې به هم اغېزمنې شي.
په بنو کې د شمالي وزیرستان ځوانانو ټولنې او د عوامي نیشنل ګوند د زده کوونکو سازمان (پښتون سټوډنټس فیډرېشن) غړو د قبایلي سیمو په پښتونخوا د ورګډولو سپارښتنې په ملاتړ لاریون کړی دی. یوه سپارښتنه دا شوې چې قانوني او عدلي نظام دې تر قبایلو وغځول شي. نور په ویډیو کې.
د بنو اوسېدونکي وايي، د ښار په مذبح خانه کې کثافت یا ګندګي پرته وي او د حلالو شویو څارویو په پاتې شونو کې چینجي شوي دي. دوی تور پورې کوي چې په مذبح خانه کې ان ناروغه څاروي هم حلالول کېږي او دا ټول کار د ډاکترانو په غیر موجودګۍ کې کېږي. د بنو انتظامیې په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې. ویډیويي رپورټ وګورئ
ځايي خبریال نور بحرام وايي ، ملک عطا محمد له لومړۍ ورځې د بې کوره کړل شوو خلکو د ستونزو هواري لپاره هلې ځلې کولې.
کډوال وايي باران او سیلۍ یې خېمې ړنګې کړې دي او دوی ته يې ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.
د بنو اوسېدونکي وايي، په ښار کې اوس یخ یا واوره هم نشي ترلاسه کولای. دوی وايي، د بجلۍ نشتوالي له کبله په ډیپوګانو کې هم یخ نه وي. دوی وايي، په پیشلمي (پیشمني) او روژه ماتي کې تودو اوبو څښلو ته اړ دي. دوی له چارواکو غوښتنه کوي چې د واورې بندوبست دې ورته وکړي. ویډیو وګورئ.
د شمالي وزیرستان ګڼو سیاسي ګوندونو اتحاد او ځوانانو د اېف سي ار ضد غونډه کړې او ویلي یې دي چې حکومت دې دا قانون ختم کړي ځکه چې دا یې د ژوند ((تباهۍ)) لامل دی. دا غونډه د یکشنبې یا اتوار پر ورځ په بنو کې شوې، په اړه یې ویډیو وګورئ.
شمالي وزیرستان، خوست، پکتیا، ژوب او پکتیکا د زڼغوځیو سیمې ګڼل کېږي
نور وښیئ