د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان کې د اربونو روپیو زڼغوځي خرابېږي


د شوال او دته خېل تحصیلونو کابلخېل، جانيخېل، بکاخېل، مداخېل، منظر خېل او خوا او شا سیمو خلک وايي، که په راتلونکیو څو ورځو کې سرکار شوکولو ته پرېنښودل نو د اربونو روپيو زڼغوځي به يې پر ځمکه توی شي.

د شمالي وزیرستان د شوال او دته خېل تحصیل اوسېدونکي وايي د اربونو روپيو زڼغوځي (چلغوزي) يې په خرابېدو دي خو له پاکستان سرکار (دولت) سره په بیا بیا تر جرګو او غوښتنو پس هم اجازه نه ورکول کېږي چې خپل زڼغوځي وشوکوي.

د شوال او دته خېل تحصیلونو کابلخېل، جانيخېل، بکاخېل، مداخېل، منظر خېل او خوا او شا سیمو خلک وايي، که په راتلونکیو څو ورځو کې سرکار شوکولو ته پرېنښودل نو د اربونو روپيو زڼغوځي به يې پر ځمکه توی شي.

د یادو قبیلو مشرانو ملک شمت الله، ملک عباس علي، ملک غلام او نورو وویل چې له دولت سره يي په بیا بیا جرګې کړي او تش د خپلو زڼغوځیو راوړلو غوښتنه کوي، خو هغوی یې بیاهم نه پرېږدي، او د کال ټوله ګټه وټه یې په سین لاهو کېږي.

دغه مشران وايي چې په سیمه کې یې د کروړونو نه بلکې د اربونو روپیو زڼغوځي دي، چي ټول کال يې هم دغه فصل ته سترګې وي، خو نه پوهېږي چې له خپلو سیمو د خپلو زڼغوځیو راشوکولو اجازه ولې نه ورکول کېږي.

دوی له پاکستان سرکاره او په تېره له پوځي چارواکو غوښتنه کوي چې زر دې دوی خپلو سیمو ته بوځي ګنې ټول زڼغوځي به يې وراسته شي.

له شمالي وزیرستانه دقامي اسمبلۍ غړي محمد نذیر چې خپله هم د کابلخېل قبیلې دی او د زڼغوځیو غرونه لري، و مشال راډیو ته وویل، پهموجوده حالاتو کې ممکنه نه ده چې هر یو کس دې په خپله هلته ولاړ شي.

نوموړي وویل، د کابلخېلو، جانيخېلو، بکاخېلو، مداخېلو، منظرخېلو قبیلو مشران دې یوه استازې کمېټه جوړه کړي، او دوی به يې له پولیټیکل ایجنټ او په مېرانشاه کې د پوځ له مشر سره ملاقات وکړي، چې د زڼغوځیو شوکولو لپاره یوڅه لاره هواره کړي، ګنې د ده په وینا وخت کم دی او دغه ټول زڼغوځي به ضایع شي.

یاده دې وي چې په شمالي وزیرستان، ږوب او خوست کې په لویه پیمانه زڼغوځي کېږي.

XS
SM
MD
LG