د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو کې درې ورځنی پولیو ضد کمپاین پیل شوی


د پولیو ضد کمپاین عکس
د پولیو ضد کمپاین عکس

د کمپاین چارواکي وايي ، په دې درو ورځو کې به دوی د خیبر پښتوخوا او قبایلي سیمو تر پنځو کالو کم عمره ماشومانو ته د پولیو ناروغۍ ضد څاڅکي ورکوي.

بنو: په قبایلي سیمو او خیبر پښتونخوا کې له نن څخه د پولیو ضد درې ورځنۍ کمپاین پیل شوی دی.

د کمپاین چارواکي وايي ، په دې درو ورځو کې به دوی د خیبر پښتوخوا او قبایلي سیمو تر پنځو کالو کم عمره ماشومانو ته د پولیو ناروغۍ ضد څاڅکي ورکوي.

دوی وايي ، په خیبر پښتونخوا کې به تر شپږ پنځوس لکه او په قبایلي سیمو کې به تر لس لکه زیاتو ماشومانو ته دا څاڅکي ورکوي.

د کمپاین د چارواکو په وینا ، د څاڅکو ورکوونکو ډلو امنیت ساتلو لپاره یې هم ګامونه پورته کړي دي.

په قبایلي سیمو کې د پولیو ضد کمپاین د رسنیو مسوول عقیل احمد خان بېګا مشال راډیو ته وویل ، په روان کال کې په قبایلي سیمو کې یوازې دوه ماشومان په یاده ناروغي اخته میندل شوي دي.

د عقیل احمد خان په وینا ، دا ماشومان د هغو کورنیو دي چې په شمالي وزیرستان کې د پوځي عملیاتو له کبله افغانستان ته تللي وو او د پولیو ضد څاڅکي نه وو ورکړل شوي.

هغه زیاته کړه چې دوی هیله لري چې د روان کال په پاتې موده کې به د پولیو نور ناروغان مخې ته رانشي.

د پاکستان د صحت محکمې د چارواکو په وینا ، په روان کال کې په ټول پاکستان کې اتلس ماشومان د پولیو ناروغۍ وهلي دي خو په تېر کال کې دا شمېره یو کم پنځوس وه.

د ماشومانو ښېګڼې لپاره کارکوونکې د ملکرو ملتونه اداره – یونیسف وايي ، دوی به له پاکستاني حکومت سره په ګډه همکاري د روان کال تر پایه له دې ملکه د پولیو ناروغي ورکه کړي.

د یادې ادارې د پاکستان څانګې مشرې اینجیلا کېرني د سېشنبې په ورځ د پاکستان سرکاري راډیو ته ویلي چې په دې ملک کې د تېر کال پرتله د پولیو وهلو ناروغانو په شمېر کې پراخ کمی راغلی دی.

د انجیلا کېرني په وینا ، په ۲۰۱۴م کال کې په پاکستان کې ۳۰۹ ماشومان پولیو وهلي وو خو په ۲۰۱۵م کال کې د دې ماشومانو شمېر اولس ته را ټیټ شوی دی.

د یادونې وړ ده چې په تېرو څلونو کلونو کې په پاکستان کې د پولیو ناروغۍ وهلو زیاتره ماشومانو تعلیم له قبایلي سیمو او خیبر پښتونخوا سره دی.

XS
SM
MD
LG