د لاسرسي ځای

تازه خبر

د میرام شاه او میرعلي ړنګ شویو بازارونو تاوان راکړئ


د شمالي وزیرستان کاروباریان وايي، د میرامشاه او میرعلي بازارونه له ړنګولو څخه یې د اربونو روپیو تاوانونه وشول او د هر اړونده چارواکي در یې وټکولي خو هېچا یې نه غږ وارېدلو او نه یې ورته د شویو تاوانونو پیسې ورکړې.

کاروباریان وايي سامانونه يې له خاورو سره خاورې شول او کاروبار يې په ټپه ودرېدلو. دوی وايي، ډېری کاروباریانو د ملک له نورو برخو خپل سامانونه په پور اخیستي ول، خو اوس دومره وس او توان نه لري چې خپل پورونه پرې کړي.

د شمالي وزیرستان کاروباریانو اتحاديې مشر دین پیاو خان او د اتحادي یو بل تاجر عبدلحمید خان وايي، له پوليټیکل ایجنټه راواخلې تر سیفران وزارته او د پوځ مشر راحیل شریفه پورې یې هر یوه ته فریاد رسولی دی، خو د دوی په وینا لا هم ورته هېڅ معاوضه نه ورکول کېږي.

کاروباریان وايي، نه پوهېږي چې کومه ګناه يې کړې ده، خو د دوی پر ماشومانو دې رحم وکړل شي او چې کوم تاوانونه يې شوي دي، زغم یې نه لري.

دوی وايي، نه یوازې د اربونو روپیو له تاوانونو سره مخامخ دي، بلکې مارکېټونه يې هم خاورې شوي، چې دوی يې پر خپلو ځايونو د جوړېدو غوښتنه کوي.

کاروبارانو غوښتنه وکړه چې د هر کس جاییداد دې معلوم کړل شي، ګنې په راتلونکې کې به دوی ته لانجې معاملې جوړې شي.

د شمالي وزیرستان پوليټیکل انتظامیه وايي، څومره چې يې په وس کې وه، هغه کوششونه يې کړي دي. د مشرانو جرګې يې ټاکلې دي، او هڅه یې کړې چې هر چا ته خپل حق ورسي، خو انتظاميي چارواکو دا هم وویل چې په موجوده صورتحال کې ډېر څه د دوی له وس بهر دي.

کاروباریانو له پاکستان پوځه په خصوصي توګه غوښتنه وکړه، و دوی ته د رسېدلیو تاوانونو معاوضه دې ورکړي، چې خپل کاروبارونه بیا پیل کړي.

XS
SM
MD
LG