د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملک بوستان: باور راکړل شوی چې میر علي بازار به زموږ په خوښه جوړېږي


د میر علي د بازار یوه برخه
د میر علي د بازار یوه برخه

د یادې قبیلې یو بل مشر طاهرالله وویل چې دوی ته په دې اړه هم ډاډ ورکړل شوی دی چې د میر علي بازار به د پخوا غوندې نه وي بلکې په نوي انداز به یې جوړوي.

بنو: د شمالي وزیرستان یو شمېر مشران وايي ، پاکستاني پوځ باور ورکړی دی چې د میرعلي بازار به د دوی په خوښه جوړوي.

دا خبره د موسکي قبېلې مشرانو د جمعې په ورځ ناوخته د پوځ او پولیټکل انتظامې له چارواکو سره تر لیدو وروسته مشال راډیو ته وکړه.

د یادې قبېلې یو مشر ملک بوستان مشال راډیو ته وویل ، “موږ ته دا باور راکړل شو چې زموږ دواکانونه به پر خپلو ځایونو جوړېږي.”

ملک بوستان وویل چې دوی پر دې خبره د پولیټکل انتظامې او لوړپوړو پوځي چارواکو منندوی دي.

د یادې قبیلې یو بل مشر طاهرالله وویل چې دوی ته په دې اړه هم ډاډ ورکړل شوی دی چې د میر علي بازار به د پخوا غوندې نه وي بلکې په نوي انداز به یې جوړوي.

بل پلو د میرانشاه خلکو هم غوښتنه کړې ده چې د هغه بازار تر جوړولو وړاندې دې دوی ته خپل جایدادونه وښودل شي او دوکانونه دې د دوی په خوښه او سلا مشوره جوړ کړل شي.

د یادونې وړ ده چې د شمالي وزیرستان تجارانو او مشرانو له وړاندې لا په دې اړه اړه احتجاج کړی وو چې دوی ته دې خپل حقونه ورکړل شي.

دوی غوښتنه کړې وه چې که چېري د میر علي ، میرانشاه او نورو بازارونو په جوړولو کې له دوی سره سلا مشوره ونه شوه نو دا به ستونزې رامنځ ته کړي.

دوی ویلي وو چې که هر کس ته پر خپل ملکیت واک ورنکړل شو نو دا به د دوی په وینا هلته د ولسونو ترمنځ د جګړې سبب شي.

د تصویرونه ښي چې د وسله والو پر ضد د پاکستاني پوځ په عملیاتو کې د شمالي وزیرستان لوی ښارګوټي په بشپړه توګه وران کړل شوي دي.

XS
SM
MD
LG