د لاسرسي ځای

تازه خبر

د دته خېلو ځمکې نه قبضه کوو. پاکستان سرکار


د شمالي وزیرستان پولیټیکل اېجنټ کامران اپرېدی
د شمالي وزیرستان پولیټیکل اېجنټ کامران اپرېدی

د شمالي وزیرستان دته خېلو د مشال راډيو د هغه راپور ستاینه کړې چې د پاکستان له حکومته یې د دوی ګیلې ماڼې په یو راپور کې د چارواکو تر غوږونو ورسولې او سرکار ورباندې زغرده ګام واخیست.

((حکومت زموږ پر ځمکې قبضه کړې))
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:46 0:00

د اکتوبر میاشتې پر ۱۵مه نېټه د شمالي وزیرستان د میرانشا دته خېل قبیلې مشرانو په بنو کې د یوې مظاهرې پر وخت له حکومته د دوی پر ویجاړ شويو ځمکو او کورونو د دوانیو نه جوړولو غوښتنه کړې وه. مظاهرچیانو ویلي ول چې حکومت د دوی پر ځمکې قبضه کړې او په خپلې خوښه يې پرې تعميراتي کار روان کړی دی خو کله چې له مشال راډیو دغه رپوټ خپور شو او د مشال راډيو پر وېبپاڼه یې د ویډیو خپره شوه نو د شمالي وزیرستان پولیټیکل اېجنټ مشر کامران اپرېدي د مشال راډیو خبریال عمردراز وزیر ته خبر ورکړ، چي دوی د دته خېلو ځمکي نه قبضه کوي، بلکې د دوی لپاره يې سموي، چي سیمې ته له ورتلو سره سم پکې کرهڼه وکړي او خلک دې ډاډه اوسي.

د میرانشاه بازار ته څېرمه دته خېل قبیلې مشرانو وویل، چې دوی د مشال راډيو ستاینه کوي چې د دوی غږ یې تر واکمنو ورسولو.

یوه مشر خلیل خان یې وویل، چې د مشال راډيو په راپور يې چارواکو غبرګون وښودلو، او دوی ته يې اطمینان ورکړ، خو د ده په وینا د میرانشاه بازار ته څېرمه یې تر نیمايي زیات کلی ړنګ کړل شوی دی. او که حکومت یې بازار د دوی د خوښې پرته جوړوي نو لویې لانجې به ورته جوړې شي. ځکه چې دوی ته به په نوې نقشه د خپلو ځمکو او جایدادونو پته څنګه لګېږي. او د پاکستان دولت باید د بازار تر جوړېدو مخکې له قامي مشرانو سره کښېني.

د شمالي وزیرستان پولیتیکل اېجنټ کامران اپرېدي مشال راډیو ته وویل چې له پوځي مشرانو سره يې خبرې کړي دي او تمه ده چې د میرانشاه بازار جوړولو په لړ کې اتمانزي مشران وروبلل شي.

د ضرب عغب عملیاتو وروسته د میرانشاه او میرلي بازارونه په مکمله توګه ړنګ شوي ول چي اوس يې دولت له نوي پلان سره په جوړولو کار پیل کړي.

د میرلي موسکی قبیلي مشرانو هم مشال ته وویل چې میرلي کې يې نن د جمعې ورځې په وزیرستان کې د پوځ له مشر مېجر جنرل سردار حسن اظهر حیات سره جرګه روانه ده او ورته يې اطمینان ورکړی دی چې میرلي بازار به د دوی له خوښې سره سم جوړېږي، او د جاییداد مالکانو ته به خپل خپل ځای په ګوته کوي. د موسکي قبیلې مشران چې د میرالي بازار د خاورې څښتن دي، د مشال راډيو ستاینه وکړه چې تل يې د میرعلي او میرانشاه بازارونو په اړه د دوی غږ پورته کړی دی.

XS
SM
MD
LG