د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان او باجوړ کې دوه مشران وژل شوي


یو ځايي کس خان وزیر مشال ته وویل چې تر عملیاتو وروسته په هره ونه او بوټي امنیتي سرتېري ولاړ په نظر راځي، نو بیا ولې دغه شان پېښې کیږي.

د شمالي وزیرستان ځايي چارواکي وايي چې ناڅرګندو وسله والو یو ځايي مشر او جرګه مار ملک تاج محمد په ډزو وژلي دي.

دغه پېښه د اتوار/یکشنبې ورځ د شمالي وزیرستان په تحصیل ګړیوم بوبکره سیمه کې رامنځ ته شوې ده. د ځايي خلکو په وینا له ملک تاج محمد سره د هغه یو بل ملګری هم وژل شوي، او ډرایور یې ژوبل دی.

ملک تاج محمد هغه مهال په ډزو ووژل شو چې کله نوموړی له خپله کلي خیسوره و ګړیوم ته د يوې جرګې لپاره روان وو.

ځايي خلک وايي، په یاده سیمه کي تر دې وړاندې هم ناڅرګنده وسله والو یو بل کس هم په ډزو وژلی وو.

دوی وايي له خیسوره تر ګړیوم پورې سیمه له وسله والو پاکه کړل شوې ده خو اندېښمن دي چې تر ضرب عضب عملیاتو وروسته هم دغلته ناڅرګنده وسله وال خلک وژني اوګواښونه ورته کوي.

یو ځايي کس خان وزیر مشال ته وویل چې تر عملیاتو وروسته په هره ونه او بوټي امنیتي سرتېري ولاړ په نظر راځي، نو بیا ولې دغه شان پېښې کیږي.

نوموړي وویل د عملیاتو په نتیجه کې دوی بې کوره کړل شول او تر دې دمه لا هم له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي، خو دا هر څه دوی تش په دې نامه زغمي، چې په سیمه کې نور ورته پاکستان دولت امن خور کړي.

د پېښې ذمه واري لا هم چا نه ده منلې. خو د تحریک طالبان پاکستان مرکزي ویاند محمد خراساني په باجوړ اېجنسۍ کې د اتوار په ورځ په یوه بمي چاودنه کې د یوه قبايلي مشر ملک منان د وژلو ذمه واري منلې ده. په هغه برید کې د ملک منان ډرایور هم ژوبل شوی دی. د يادې سيمې چاروکو نن ګل ورځ مشال راډيو ته وويل چې د ترخې ماموندو سيمې دغه حکومت پلوه ملک د اتوار ورځپه خپل ګاړي کې روان وو چې د سړک غاړې بمي چاودنه پرې وشوه.

په ترخه کې وړاندې هم قبايلي مشران، امنيتي سرتېري او د پولیو ضد کارکونکي وسله والو په نښه کړي دي.

XS
SM
MD
LG