د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان سپريم کورټ د عدم اعتماد تحريک رديدلو په اړه اورېدنه بلې ورځ ته وځنډوله


د پاکستان سپريم کورټ وداني - پخوانی انځور.
د پاکستان سپريم کورټ وداني - پخوانی انځور.

د پاکستان سپريم کورټ‌ په قامي اسمبلۍ کې د ډپټي سپېکر لخوا د وزيراعظم پر ضد راوړل شوی د عدم اعتماد تحريک غيرقانوني ګرځولو په اړه اورېدنه په دوهمه ورځ هم وځنډوله.

د اورېدنې مشري چيف جسټس عمر عطا بنديال کوله او په بينچ کې جسټس اعجازالحسن، جسټس مظهر عالم مياخيل، جسټس منير اختر او جسټس جمال خان مندوخېل شامل دي. دوی د اپريل په درېيمه هم په دې اړه اورېدنه کړې وه او د اپريل په څلورمه هم تر اورېدنې وروسته کومې نتیجې ته ونه رسيدل.

سپريم کورټ بايد تور او سپين معلوم کړي. موږ د انصاف په تمه يو
شهباز شریف

ججانو د حکومت او اپوزیشن له وکيلانو پوښتنې وکړي خو د پاکستان رسنيو ترمخه، حتمي پرېکړې ته د رسېدو لپاره لا نور وخت او نورو پوښتنو ځوابولو ته ضرورت دی. بله اورېدنه به د اپريل په پينځمه په ۱۲ بجې بیا پيليږي.

د اپريل په درېيمه د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې ډپټي سپېکر قاسم سوري د اپوزیشن ګوندونو هغه عدم اعتماد تحریک غیرقانونه وګرځاوه چې د مارچ په اتمه د وزيراعظم د ليرې کولو لپاره وړاندې شوی وو. تمه وه چې پر دغه ورځ به پر دې تحريک رايه واچول شي.

سوري د سپېکر اسد قېصر په نه موجوديت کې د اسمبلۍ چارې پر مخ بيولې او د قانون وزير فواد چوهدري دا غوښتنه یې ومنله چې نوموړي پکې ادعا وکړه چې اپوزیشن سیاستوالو د ايين له پينځمې مادې سرغړونه کړې او د وزيراعظم په خلاف د نړيوالو د سازش برخه شوي نو ځکه د هغوی لخوا راوړل شوی عدم اعتماد تحريک دې ناقانونه وګرځول شي.

د اپريل په درېيمه د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې ډپټي سپېکر قاسم سوري د اپوزیشن ګوندونو هغه عدم اعتماد تحریک غیرقانونه وګرځاوه چې د مارچ په اتمه د وزيراعظم د ليرې کولو لپاره وړاندې شوی وو. تمه وه چې پر دغه ورځ به پر دې تحريک رايه واچول شي.

سوري د سپېکر اسد قېصر په نه موجوديت کې د اسمبلۍ چارې پر مخ بيولې او د قانون وزير فواد چوهدري دا غوښتنه یې ومنله چې نوموړي پکې ادعا وکړه چې اپوزیشن سیاستوالو د ايين له پينځمې مادې سرغړونه کړې او د وزيراعظم په خلاف د نړيوالو د سازش برخه شوي نو ځکه د هغوی لخوا راوړل شوی عدم اعتماد تحريک دې ناقانونه وګرځول شي.

د پاکستان د ايين په پينځمه ماده کې راغلې چې پر هر وګړي لازمي ده چې د خپل ریاست او ایین تابعداري وکړي خو اپوزیشن سیاستولو په اسمبلۍ کې سخت احتجاج وکړ او د حکومت پر خلاف یې د نعرو وهلو په وخت وزيراعظم په سياسي تېښته تورن کړ.

عمران خان ادعا کوي چې د هغه په ليري کولو کې د امريکا لاس دی او په دې اړه د شوي يو ملاقات په اړه ورته پاکستاني سفير يو ليک ليکلی دی. خو د امریکې بهرنيو چارو وزارت دا ادعا بې بنياده ګڼي او وياند یې ويلي‌ چې د پاکستان وزيراعظم د ليري کولو سره هېڅ تړاو نه لري. د پاکستان اپوزیشن ګوندونه هم دا خط بهانه بولي او وايي‌ عمران خان له قانوني سیالۍ تېښته کوي.

تر دې وروسته د پاکستان ولسمشر عارف علوي د وزيراعظم عمران خان په سپارښتنه اسمبليانې ماتې کړي خو وې ويل چې د قانون له مخې وزيراعظم خپل کار ته تر هغه دوام ورکولی شي تر څو بل نګران وزیراعظم نه وې راغلی.

اپوزیشن ګوندونو دا هر څه غيرقانوني او د پاکستان له ايينه سرغړونه بللې ده. ددې قانوني بحران د حل لپاره د پاکستان په سپريم کور‌ټ کې د اپريل په درېيمه اورېدنه وشوه خو ججان څه حتمي پرېکړې ته ونه رسېدل. د اپريل په څلورمه د سپريم کورټ تر اورېدنې وروسته، د پاکستان پيپلز پارټۍ مشر بلاول بوټو زرداري د نورو اپوزیشن مشرانو سره يو ځای په يوه خبري غونډه کې ادعا وکړه چې د اپريل په درېيمه پر عدم اعتماد تحريک د رايو اچولو بغیر د اسمبليانو ماتولو له امله وزيراعظم عمران خان سیاسي کودتا کړې ده.

نوموړي پر سپريم کورټ غږ وکړ: "موږ د انصاف تمه لرو. موږ دا هيله لرو چې د عمران خان د سیاسي کودتا مخه ونیسئ." د هغه سره يو ځای خبرې کوونکي، د مسلم ليګ (ن) مشر، شهباز شريف وويل چې عمران خان د ايين سره لوبې کړې دی. نوموړي زیاته کړه چې د پاکستان سپريم کورټ بايد په تاريخي پرېکړې سره جمهوري اقدار پر ځای کړي.

په همدې حال کې د اپريل په څلورمه د پاکستان ولسمشر عارف علوي وزيراعظم عمران خان او په پارليمان کې اپوزیشن مشر شهباز شريف ته په يو ليږلي خط کې ويلي چې د نګران وزيراعظم لپاره دې د خپلې خوښې دوه دوه نومونه ورته وليږي چې اړونده کمېټه ترې یو انتخاب کړي.

خو شهباز شريف په همدغه ورځ په اسلام اباد کې خبریالانو ته وويل چې کله اسمبلي نه وي نو هلته اپوزیشن مشر هم نه وي: "عجيبه خبره ده. چې اسمبلي ماته شوه نو بیا خو زما او د عمران خان غړيتوب هم ختم شو نو د نګران وزيراعظم لپاره نوم څنګه وليږم. زه د دې بهیر برخه نه یم او نه جوړيږم."

XS
SM
MD
LG