د لاسرسي ځای

تازه خبر

د هند وتلې سندرغاړې لتا منګېشکر مړه شوه


لتا منګېشکر د ۱۹۲۹ز کال د سېپټېمبر پر ۲۸مه د هند په اندور ښار کې زېږېدلې وه او د هغې پلار پنډت ديا نات منګېشکر سندرغاړی او د موسيقۍ استاد وو.
لتا منګېشکر د ۱۹۲۹ز کال د سېپټېمبر پر ۲۸مه د هند په اندور ښار کې زېږېدلې وه او د هغې پلار پنډت ديا نات منګېشکر سندرغاړی او د موسيقۍ استاد وو.

د هند وتلې سندرغاړې لتا منګېشکر د فبرورۍ پر شپږمه د ۹۲ کلونو په عمر کې مړه شوې ده.

د هند وزیراعظم نرېندرا مودي پر هندي ټلېوېژن په وينا کې وويل چې "ډېر د غم" خبر يې ترلاسه کړی چې لتا منګېشکر مړه شوې ده.

لتا منګېشر د جنورۍ په مياشت کې د کووېډ-۱۹ په ناروغۍ تر اخته کېدو وروسته د ممبۍ ښار په بريچ کینډي هسپتال کې داخله شوې وه.

د هغې د مړينې خبر له خپرېدو سره سم، د هند له وزیراعظم، وزيرانو، سیاستوالانو، سندرغاړو، فلمي ستورو واخلې تر عادي خلکو ټولو خفګان ښوولی او هغې ته يې د عقيدت پېرزونې وړاندې کړې دي.

د لتا منګېشکر عکسونه
د لتا منګېشکر عکسونه

د هند زیاتره ټلېوېژن چینلونه او ووبپاڼې د هغې تر مړينې وروسته د شېبې شېبې حال په ژوندۍ بڼه خپروي.

د هند لومړي وزير نرېندرا مودي لومړی پر ټوېټر د هغې په اړه وليکل او وروسته يې په ټېلېوېژني وينا کې وويل چې د لتا منګېشکر پر مړينه زښت خپه دی.

هغې ته په هند کې له ډېرې مينې لتا جي ويل کېږي.

وزیر اعظم مودي وويل چې، "لتاجي چې هند ته کومه پېژندګلوي ورکړه، د هند سندرې ته چې يې کوم سر ورکړی د هغې له کبله نړۍ هند ته د کتو یو نوې نظريه ترلاسه کړه."

نوموړي وویل، تاسې چې د نړی هرګوټ ته ولاړ شئ نو د لتاجي مينه وال به هرومرو ووينئ او د هر عمر او کهول کسان به ووينئ.

لتا منګېشکر د ۱۹۲۹ز کال د سېپټېمبر پر ۲۸مه د هند په اندور ښار کې زېږېدلې وه او د هغې پلار پنډت ديا نات منګېشکر سندرغاړی او د موسيقۍ استاد وو.

هغه د پینځو وروڼو او خويندو تر ټوله مشره خور وه. چې کله ماشومه وه نو پلار يې مړ شو او د کور د مالي چارو ټول بوج د دې پر اوږو پرېوت. هم دا وجه وه چې د ژوند لومړني کلونه يې له ډېر کړاوه ډک ول.

هغې د مالي ستونزو له کبله په مراټي فلمونه کې د ماشومې اداکارې په توګه کار پیل کړ او ورسره يې بیا وروسته سندرې ویل هم پیل کړل.

دا پولیسو او رسنیو کسان د هغه روغتون مخې ته ولاړ دي چې لتا منګېشکر پکې سا ورکړې ده
دا پولیسو او رسنیو کسان د هغه روغتون مخې ته ولاړ دي چې لتا منګېشکر پکې سا ورکړې ده

هغه ماشومه چې د مالي مجبوريو له کبله د هنر ډګر ته راغله یو وخت دومره لویه سندرغاړې شوه چې ورته د "سر د دېوۍ" لقب ورکړل شو.

لتا منګېشکر په ۲۰۰۱ز کال کې د هند تر ټولو لویه ولسي جايزه "بارت رتنا" ترلاسه کړه.

هغې شاوخوا اووه لسیزې په ۳۶ هندوستانیو او نورو ژبو کې ۳۶۰۰۰ سندرې زمزمه کړې دي.

د هغې غږ دومره خوږ او تازه وو چې ان په ۸۸ کلنۍ کې هم په سندرو کې غږ ځوانې سندرغاړې ښکارېده.

د هغې په اړه ويل کېده چې څومره يې عمر زیاتېږي هومره یې ورسره غږ ځوانېږي.

د هند "سندربوله مرغۍ" لتا منګېشکر مړه شوه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:14 0:00

لتا منګېشکر هېڅکله واده نه وو کړی. د هغې درې خويندې اوشا منګېشکر، اشا بوسلې او مينا خاديکار وتلې سندرغاړې او ورور هري ديانت منګېشکر يې د موسیقۍ استاد دی.

د هند حکومت د لتا منګېشکر پر مړينه دوه ورځې ملي ماتم اعلان کړی او ملي بېرغ يې نیم کښو کړی دی.

نرېندرا مودي د لتا په اړه په خپله وينا کې زیاته کړه چې، "هغه نن په بدني توګه له موږ سره نشته خو د سر په بڼه به تل زموږ په مینځ کې وي. د هغې ښکلی غږ به تل له موږ سره وي."

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG