شاهين بونيری د مشال راډیو خبریال دی چې د پاکستان او افغانستان په اړه بېلابېل راپورونه جوړوي. دی د "کرښې پر غاړه" خپرونې کوربه دی چې پکې په پښتنو سیمو کې پر بېلابېلو ټولنیزو او اقتصادي موضوعاتو خبرې کېږي. د خپرونې تازه او پخوانۍ برخې دلته اورېدای شئ.
د روغتیا ادارې د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه وویل چې د ۵۹ ټپیانو درملنه د صوبې په بېلابېلو روغتونونو کې روانه ده چې پکې د اتو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی. له دې پرته لسګونه ژوبل کسان تر درملنې وروسته کورونو ته ستانه شوي دي.
د یوې سرکاري اعلامیې تر مخه د پاکستان د خزانې وفاقي وزیر اسحاق ډار د جنورۍ پر ۲۵ مه په اسلام اباد کې د اسیا لپاره د امریکا د خزانې وزارت له مرستیال سیکرټري رابرټ کپروت سره د دې لپاره لیدلي چې د پیسو له نړیوال صندوق څخه د پور په اخیستلو کې ورسره مرسته وکړي.
هغه نیو یارک مېشتي سازمان د جنورۍ پر ۲۴مه په یوه راپور کې ویلي دي چې په ۲۰۲۲ز کال کې په ګرده نړۍ کې د رسنیو لږترلږه ۶۷ کارکوونکي وژل شوي دي چې له ۲۰۱۸ز کال راهیسې تر ټولو لوی شمېر دی.
پوليسو نن (د جنورۍ پر ۲۵مه) پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي چې فواد چودري د پاکستان د انتخاباتي کمېشن مشر او غړي د خپلو ورکړل شويو دندو له ادا کولو څخه د راګرځولو لپاره هغوی "و وېرول او دړکې يې ورکړې".
پاکستان او روسیې د انرژۍ په میدان کې د همکارۍ لپاره پر یو داسې هراړخیز پلان جوړولو هوکړه کړې ده چې د ۲۰۲۳م کال په کارچ کې به عملي کېږي.
لنډمهالی حکومت د اسمبلۍ د غیر موجودګۍ له کبله قوانین او داراز پالیسۍ نه شي جوړولای او محدود واک لري چې د شنونکو په خبره، دا هر څه به د امنیت په برخه کې چیلېنجونه لا زیات کړي.
د اسټریا په پلازمېنه ویانا کې د "فلاور بال" په نامه د دودیزې نڅا محفلونو جوړيدل له دوو کلونو ځنډ وروسته بيا پيل شوي دي. د کورونا له وجې د دې محفلونو بندیدو اسټريال ته د کال ۱۵۲ ميليونه يورو زیان اړولی وو. په دې اړه له اې ایف پي خبري اژانس ويډيو د شاهين بونیري جوړ کړی راپور وګورئ.
د نړیوال اقتصادي فورم مشرې سعدیه زاهدي ویلي چې ماحولیاتي بدلون او بشري پراختیا باید د نړیوالو مشرانو اصلي اندیښنه وي ترڅو د راتلونکو ټکانونو په وړاندې خپل مقاومت زیات کړل شي.
پخواني وزیراعظم عمران خان د اسلام اباد غونډې ته په وینا کې زیاته کړه چې د ۲۰۲۱ز کال په وروستیو میاشتو کې د ده په واکمنۍ کې له ناقانونه ډلې ټي ټي پي سره د مذاکراتو کولو پرېکړه "ټولو برخوالو" په شریکه کړې وه.
ایلي جاډیلوټ په سهار کې د پیرس په یوه بیکرۍ کې چاکلیټ خرڅوي خو چې مازیګر شي نو د واده کالي په غاړه د ښار په میټرو سټیشنونو کې سندرې وايي. جادیلوټ یو له هغو ۳۰۰ موسیقارانو څخه ده چې د ښار د ترانزیتي ش
د فټبال لوبغاړي کریسټیانو رونالډو د مانچسټر یوناییټیډ څخه تر بیلیدو وروسته د ۲۰۲۵ز کال تر جونه د سعودي عرب د النصر کلب سره د ۲۰۰ ملیونه یورو قرارداد لاسلیک کړی دی. د کلب سره تر ملګري کېدو وروسته د جنور
په بولیویا کې د چولیتاس په نوم د ایمارا د سیمه ایزو میرمنو یوه ډله په خپلو دودیزو کالیو کې غرونو ته خیژي څو ثابته کړي چې دوی د ژوند په مزل کې له سړو نه په یو حال هم وروسته نه دي. د اې ایف پي خبري اژانس ویډیو وګورۍ
د اوکراین هلکانو او نجونو یوې ډلې په بوداپېست کې د هنګري د پارلېمان مخې ته په دودیزو جامو کې د عیسویانو اختر یعنې کرسمس سندرې وړاندې کړې. دا هلکان او نجونه په اوکراین کې د جګړی له کبله کډوال دي او اوس د اروپا په بېلابېلو هېوادونو کې اوسي. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
د بلوچستان اعلاوزیر د سیاستوالانو او شنونکو دعوې ناسمې بولي. نوموړي د ډېسېمبر پر ۱۳مه په کوټه کې خبریالانو ته وویل چې دا تور ناسم دی چې ګواکې د رېکوډک پروژې ډېر ټیکسونه به د صوبايي حکومت پر ځای وفاقي خزانې ته ځي.
د خیبر پښتونخوا د تعلیم وزیر شهرام خان ترکي د نجونو د زده کړو لپاره د امریکا د مرستو ستاینه کړی ده. نوموړي ویلي چې د تعلیم او اړوندو ستونزو د هواري لپاره د حکومتي او شخصي ادارو همکاري مهمه ده او د ده په وینا، "حکومت غواړي چې د تعلیم د ودې لپاره له شخصي ادارو سره کار وکړي."
نورینه شمس د خیبر پښتونخوا د کوز دیر اوسېدونکې او لوبغاړې ده. نوموړې لومړۍ نجلۍ وه چې په جونییر یا د کم عمر لرونکو لوبغاړو په اولمپېکس کې یې د بایسېکل په ځغاسته کې پاکستان ته د سپینو زرو مېډال ګټلی وو. له هغې سره بشپړه ویډیويي مرکه وګورئ.
خبریال او د چارو شنونکی مشتاق یوسفزی وايي، هغه ګوند په سیمه کې د "ترهګرۍ" پر ضد "یو قوي" اواز دی او نور ګوندونه په دومره شدت د امن لپاره اواز نه شي اوچتولای، ځکه د هغه ګوند سیاستوالان د وسلوالو ډلو هدف ګرځي.
کمېټۍ په صوبه کې د تعلیم د پرمختګ لپاره روانو هلو ځلو ته کتنه کړې او په کوز دیر کې یې د تعلیمي ادارو د ستونزو د هواري لپاره د اسمبلۍ د غړي نصیر الله خان په مشرۍ یوه ذیلي کمېټۍ هم جوړه کړې ده.
د شام په پلازمېنه دمشق کې لسګونه کسان یو لوبغالي ته ځي چې د یو کنسرټ د ټکټ په بدل کې اړمنو خلکو ته ژمنۍ جامې ډالۍ کړي. اعلان شوی وو هغه کسان چې د شام د سندرغاړې لیندا بیتار لخوا د موسیقۍ له محفله خوند اخيستل غواړي نو باید د داخلې د ټکټ په بدل کې د ژمي لپاره اړین توکي ډالۍ کړي.
نور وښیئ