د لاسرسي ځای

تازه خبر

پوليسو د پاکستان تحريک انصاف مخکښ او پخوانی وزير فواد چودري نيولی


پولیسو د پاکستان تحریک انصاف ګوند يو مخکښ او پخوانی وفاقي وزیر فواد چودري د جنورۍ پر ۲۵مه په لاهور کې له خپل کوره ګرفتار کړ ــ پخوانی انځور
پولیسو د پاکستان تحریک انصاف ګوند يو مخکښ او پخوانی وفاقي وزیر فواد چودري د جنورۍ پر ۲۵مه په لاهور کې له خپل کوره ګرفتار کړ ــ پخوانی انځور

پولیسو د پاکستان تحریک انصاف ګوند يو مخکښ او پخوانی وفاقي وزیر فواد چودري په لاهور کې له خپل کوره ګرفتار کړی دی.

د فواد چودري مېرمنې حنا فواد نن (د جنورۍ پر ۲۵مه) له پاکستانيو رسنيو سره په خبرو کې ويلي چې پوليسانو يې خاوند نيمه شپه له کوره بوتلی، "له اتو څخه تر ۱۰ پورې پوليسانو دروازه خلاصه کړل او زموږ کور ته داخل شول، او بې له څه ډول اېف ای ار ښکاره کولو يې فواد له ځان سره بوتلی."

د پاکستان تحريک انصاف ګوند یو مشر فرخ حبیب نن (د جنورۍ پر ۲۵مه) پر خپله ټويټر پاڼه يوه ويډيو خپره کړې او ادعا کوي چې پوليسانو فواد چودري په هغو ګاډو کې له ځانه سره يووړ چې په ويډيو کې ښکاري.

له نيول کېدو وروسته پوليسو فواد چودري په لاهور کې ځايي عدالت ته وړاندې کړ او د هغه د راهداري ريمانډ خواست يې وکړ چې دا ډول نوموړی په اسلام اباد کې عدالت ته وړاندې کړي. جوډيشل مجسټرېټ د پوليسو خواست منظور کړ.

د اسلام اباد پوليسو ويلي چې د فواد چودري پر ضد يې د پاکستان د انتخاباتي کمېشن د سېکرېټري عمر حميد پر خواست په کوهسار تاڼه کې مقدمه درج کړې ده.

پوليسو نن (د جنورۍ پر ۲۵مه) پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي چې فواد چودري د پاکستان د انتخاباتي کمېشن مشر او غړي د خپلو ورکړل شويو دندو له ادا کولو څخه د راګرځولو لپاره هغوی "و وېرول او دړکې يې ورکړې".

پوليسو زياته کړې چې چودري د اييني ادارو پرضد د "شر خپرولو او د خلکو د جذباتو پارولو" هڅه کړې ده.

فواد چودري په لاهور کې عدالت ته ويلي چې نوموړی پر هغه مقدمه وياړي چې د هغه پر ضد درج شوې ده.

چودري په داسې حال کې نیول شوی چې تېره شپه د پاکستان تحریک انصاف غړي د ګوند د مشر عمران خان د امنیت باوري کولو لپاره په لاهور کې د هغه کور ته راټول شوي ول. د دې ګوند له رسمي ټویټر پاڼې څخه د شپې له خوا داسې راپورونه خپاره شوي ول چې ښايي عمران خان ونیول شي.

فواد چوهدري تر هغه وروسته ونيول شو چې تيره شپه یې له رسنيو سره په خبرو کې د حکومت له خوا د عمران خان د نیول کېدو راپورونه وغندل او دا يې د هېواد د "بې ثباته کولو" يو "ناوړه سازش" وباله.

XS
SM
MD
LG