د لاسرسي ځای

تازه خبر

سي پي جې: تېر کال په نړۍ کې د خبریالانو وژنې ۵۰ فیصده زیاتې شوې


په اوکراین کې یوشمېر خبریالان د خبري غونډې پوښښ تیاري پر مهال - پخوانی انځور.
په اوکراین کې یوشمېر خبریالان د خبري غونډې پوښښ تیاري پر مهال - پخوانی انځور.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټۍ (کمېټي ټو پروټېکټ جرنلېسټس یا سي پي جې) ویلي دي چې په ۲۰۲۲ز کال کې په نړۍ کې د خبریالانو وژنې ۵۰ فیصده زیاتې شوې دي چې تر ډېره په اوکراین میکسیکو او هېتي کې د بریدونو له وجې شوې دي.

هغه نیو یارک مېشتي سازمان د جنورۍ پر ۲۴مه په یوه راپور کې ویلي دي چې په ۲۰۲۲ز کال کې په ګرده نړۍ کې د رسنیو لږترلږه ۶۷ کارکوونکي وژل شوي دي چې له ۲۰۱۸ز کال راهیسې تر ټولو لوی شمېر دی.

د اوکراین، میکسیکو او هېتي خبریالان وايي، د زیاتېدونکي خطر له کبله تر سخت فشار لاندې په کار کولو مجبور دي.

دا اغېز په ځانګړي ډول په هېتي کې د پام وړ دی چې پکې تېر کال اووه خبریالان وژل شوي دي چې دا د شاوخوا ۱۲ مېلیونه نفوس لرونکي کوچني هېواد لپاره لوی شمېر بلل کېږي.

له هغو څخه یې یوشمېر خبریالان د هېواد په پلازمېنه پورت اوپرېنس کې وسلوالو ډلو په لارو او کوڅو کې نیولي او وژلي او لږترلږه دوه خبریالان د پولیسو په ډزو کې وژل شوي دي.

سي پي جې ویلي دي چې له ټولو ۶۷ خبریالانو څخه یې ۳۵ په اوکراین، میکسیکو او هېتي کې وژل شوي دي.

د رپورټ له مخې، په میکسیکو کې د رسنیو ۱۳ غړي وژل شوي دي. البته د رسنیو چارو نورو ډلو دا شمېر ۱۵ ښوولی دی چې له کبله یې تېر کال د هغه هېواد د خبریالانو لپاره په تېرو درو لسیزو کې تر ټولو خونړی وو.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټۍ ویلي دي چې په جګړه ځپلي اوکراین کې تېر کال ۱۵ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي ووژل شول.

د ۲۰۲۲ز کال د اپرېل په پای کې په اوکراینۍ پلازمېنه کییف کې پر یوې ودانۍ د روسیې په برید کې د مشال راډیو داوکراینۍ څانګې خبریاله ویرا ګېرېچ هم وژل شوې وه.

هغه سازمان په خپل رپورټ کې زیاته کړې ده چې له وژل شویو ۶۷ خبریالانو څخه یې ۴۱ "مستقیماً د هغوی له کار سره د تړاو" له کبله وژل شوي او د رسنیو د ۲۶ نورو کارکوونکو د وژنو په اړه پلټنې دوام لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG