ځونیخېلو کې له اېف سي سرتېري سر پرې کول څه پیغام ورکوي؟

په بنو کې د ډېسېمبر پر نهمه پر پینځمه ورځ هم په ځونیخېلو، شمالي وزیرستان او نورو سیمو کې د ناامنۍ ضد پرلت روان وو.

د ډېسېمبر پر پینځمه شپې مهال یوشمېر وسلوال د بنو د ځونیخېلو (جانیخېلو) په لالي کلي کې په یو کور ورننوتل او هلته یې د اېف سي ځواک یو سرتېری او د هغه زوی وویشتل. د پولیسو په وینا، وسلوالو وروسته د اېف سي سرتېري له جسده سر پرې کړ. دې پېښې په سیمه کې وېره خپره کړې ده او خلک یې اندېښمن کړي دي.

د ځونیخېلو د تاڼې یوه چارواکي د ډېسېمبر پر اتمه مشال راډیو ته وویل، د اېف سي سرتېری رحمان زمان په چوټیو (رخصتیو) کور ته تللی وو. ده د موضوع حساسیت له وجې له نوم ښوولو ډډه وکړه او زیاته یې کړه چې وسلوالو د زمان سر د ځونيخېلو په بچکي سیمه کې له یوې ونې وځړاوه.

د پېښې ذمه واري چا نه ده منلې او تحریک طالبان پاکستان هم د ډېسېمبر پر نهمه رسنیو ته په استولي بیان کې له پېښې لا تعلقي ښوولې، خو د دې ډول اقدام موخه څه کېدای شي؟ د سوات قامي جرګې ویاند احمد شاه یې په ځواب کې وايي چې "ظاهراً" د دې کار مقصد وېره خپرول دي. دی وايي، په ۲۰۰۹ز کال کې په سوات کې هم ورته کارونه شوي ول.

احمد شاه د ډېسېمبر پر اتمه مشال راډیو ته وویل، هغه مهال چې وسلوالو دا ډول "ظلمونه زیات" کړل نو بیا د پاکستان پوځ یې پرضد عملیات وکړل چې له کبله یې "خلک بې کوره شول. خو چې بیا خلک ستانه شول نو هدفي بریدونه به کېدل."

شاه وايي، هدفي حملې پر دې سربېره روانې وې چې "خلک بې سر و سامان" له کورونو ووتل، "په میاشتو، میاشتو د کډوالۍ ژوند خلک ډېر بدحاله کړل" خو امنیتي وضع ښه نه شوه او د عملیاتو "هېڅ ګټه مخې ته رانغلله."

دی وايي، په تېرو کلونو کې عملیاتو او د سولې خبرو هیله بښونکې پایلې نه دي ورکړي او ورسره "ترهګري" نه وه ختمه شوې، نو ښايي دا کار اوس هم و نه شي.

دی د وسلوالو ډلو پرضد پر پخوانیو عملیاتو انتقاد کوي او وايي، د دې ډول "مصنوعي جنګونو یوازینی هدف" له نړۍ څخه د "ترهګرۍ ضد جګړې" په نوم پیسې اخیستل دي. "د پاکستان اقتصاد پر جنګونو ولاړ دی. دا وخت پاکستان دېوالیه کېدو ته نېږدې دی. نو زما په خیال یو بل جنګ ورته په کار دی."

دا هم وګورئ:

د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ غړيو پر حکومت د امنيت ټينګولو غږ وکړخيبر پښتونخوا کې ولې ناامني زياته شوې؟ نېکټا ویلي ټي ټي پي له پاکستان سره د مذاکراتو پر مهال "کافي قوت" ترلاسه کړید جنوبي وزیرستان اوسېدونکي وايي سیمې ته یې ګڼ وسلوال ورغلي ديله ټي ټي پي سره د سولې مذاکراتي عمل بيا پيلېدو څومره امکان شته؟

د پاکستان پخوانیو او اوسني حکومت او داراز، پوځ په بیا بیا ویلي دي چې د ترهګرۍ ضد جګړې پر مهال یې بې له توپیره د ټولو وسلوالو ډلو ضد عملیات کړي دي او دا چې په ناامنۍ او عملیاتو کې یې د لسګونه زره وګړو د مرګژوبلې تر څنګ د اربونو ډالرو زیانونه ګاللي دي.

د پوځ پخوانی برېګېډییر او د امنیتي چارو شنونکی سید نذیر وايي، دا خبره یوازې "پروپیګنډه" ده چې ګواکې د پاکستان ریاست یا دولت خپله د هېواد دننه "وسلوال" منظمېدو ته پرېږدي او بیا یې پوځ پرضد په عملیاتو کې له نورو هېوادونو پیسې اخلي. "پاکستان داسې د تاوان سودا نه کړې او نه به یې وکړي. بله دا چې اوس خو امریکا او ناټو له دې سیمې وتلي، نو اوس خو له سره چانس (امکان) نه شته چې پاکستان ته به د ترهګرۍ ضد جنګ په لړ کې پیسې ورکړل شي."

سید نذیر دا مني چې په خیبر پښتونخوا کې ناامني زیاته شوې خو وايي، د امن بحالولو لپاره په کار ده چې د تحریک طالبان پاکستان په ګډون له نورو ځايي وسلوالو سره د سولې خبرې وشي.

دی زیاتوي چې اسلام اباد باید د اسلامي دولت (داعش) په ګډون د نورو هغو وسلوالو ډلو پرضد "چاڼیز پوځي عملیات" وکړي چې "نړیواله اجنډا" لري.

د بنو په ځونیخېلو کې د اېف سي ځواک سرتېری او د هغه د زوی د وژنې پېښه پر داسې مهال شوې ده چې د ډېسېمبر له پینځمې راهیسې په هم هغه سیمه کې د درو دوکاندارانو د وژنې پرضد په بنو کې احتجاجي پرلت پیل شوی دی چې د ډېسېمبر پر نهمه پر پینځمه ورځ هم روان وو.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په بنو کې د ناامنۍ ضد پرلت دوام لري

په خیبر پښتونخوا کې له اوړي راهیسې د زیاتېدونکې ناامنۍ ضد پراخې مظاهرې، جلسې، لاریونونه او جرګې شوې دي.

اخوا تحریک طالبان پاکستان د نومبر پر ۲۸مه اعلان وکړ چې په پاکستان کې حملې بیا پیلوي. د هغې ناقانونه ډلې او اسلام اباد ترمینځ د جون له لومړۍ نېټې راهیسې پر دوه اړخیزه اوربند سربېره بریدونه روان ول.

د پاکستان د کورنيو چارو وزير رانا ثناالله د ډېسمبر پر لومړۍ نېټه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته ويلي ول چې له ناقانونه وسلوالې ډلې تحريک طالبان پاکستان سره د حکومت هېڅ رسمي خبرې نه دي روانې او دا چې د هېواد امنيتي ځواکونه به "د ترهګرو ډلو د ماتولو" عمل په "پوره قوت" مخ ته وړي.

له دې پرته، د پاکستان د پوځ مطبوعاتي څانګې (ايي اېس پي ار) وايي، د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر د ډېسېمبر پر شپږمه د خیبر ضلعې تیرا سیمې ته د سفر پر مهال هوډ وښود چې پوځ به د "ترهګرۍ خلاف مبارزه جاري" ساتي.