د لاسرسي ځای

تازه خبر

بنو کې پر تاڼې په برید کې ۱ پولیس وژل شوی دی


په بنو کې یوشمېر پولیسان د یوه برید ځای ته ورغلي دي - پخوانی انځور.
په بنو کې یوشمېر پولیسان د یوه برید ځای ته ورغلي دي - پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا د بنو پولیس وايي، وسلوالو د هغه ښار پر کچکوټ پل تاڼې برید کړی دی چې پکې یو پولیس سرتېری وژل شوی او بل ژوبل دی.

د پولیسو یو افسر د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې حمله د ډېسېمبر شپږمې شپې مهال شوې ده.

تحریک طالبان پاکستان د حملې ذمه واري منلې ده. هغې ناقانونه ډلې د نومبر پر ۲۸مه په پاکستان کې د حملو بیا پیلولو له اعلان راهیسې د یوشمېر بریدونو ذمه واري منلې ده.

تحریک طالبان پاکستان او اسلام اباد د جون پر لومړۍ نېټه تر نامعلومې مودې پورې د اوربند غځولو اعلان کړی وو. خو پر دې سربېره په اوړي کې په خیبر پښتونخوا کې بریدونه روان ول چې ورڅخه یې د یوشمېر هغو مسوولیت هم تحریک طالبان پاکستان منلی وو.

په همدې حال کې د پاکستان پوځ او د خیبر پښتونخوا صوبايي حکومت د وسلوالو پرضد کاروایۍ ته دوام ورکړ. د خیبر پښتونخوا حکومت وايي، د صوبې په بېلابېلو ضلعو کې د وسلوالو ډلو پر وړاندې عملیات کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG