شمالي وزیرستان کې یو ماشوم ګوزڼ وهلی دی

له شمالي وزیرستان سره پر پوله په پروت بنو ښار کې یوه روغتیايي کارکوونکې یو ماشوم ته واکسیني څاڅکي ورکوي - پخوانی انځور.

د شمالي وزیرستان روغتیا ادارې په یو ماشوم کې د ګوزڼ ناروغي تایید کړې چې ورسره په هغه ضلع کې د سږنیو مثبتو پېښو شمېر څلور ته رسېدلی دی.

د روغتیا ادارې مشر ډاکتر وزیر خان ساپي د مې پر ۲۶مه مشال راډیو ته وویل، د پولیو وایرس د میرلي په اېسوړي کلي کې په یوه ۱۳ کلن ماشوم کې معلوم شوی دی.

دی وايي، دا په داسې حال کې ده چې په هغه سیمه کې د ګوزڼ ناروغۍ واکسیني کیمپېن روان دی.

ساپي ویره څرګنده کړه چې په سیمه کې نورې مثبتې پېښې هم ثبتېدای شي.

ده زیاته کړه چې په شمالي وزیرستان کې یې د روغتیاپالانو ډلې فعاله کړې دي چې تر پینځو کلونو پورې عمر لرونکي ماشومان واکسین کړي.

دا هم وګورئ:

شمالي وزیرستان: هغه ماشومان پولیو وهلي چې ګوتې یې رنګ شوې خو واکسین شوي‌ نه وود شمالي وزيرستان ځينې خلک د احتجاج په توګه ماشومانو ته پوليو واکسين نه ورکويچارواکي: په شمالي وزيرستان کې د پولیو د نورو پېښو راتللو وېره ده

په شمالي وزیرستان کې په اپرېل کې د پولیو ناروغۍ دوه مثبتې پېښې ثبت شوې. دا په څه د پاسه یو کال کې په پاکستان کې د پولیو لومړۍ نوې پېښې وې چې هغه مهال یې د خیبر پښتونخوا چارواکي په شمالي وزیرستان او ورسره لګېدلي ښار بنو کې دوه ورځني بیړني واکسینې کیمپېن ته اړ کړل.

تر دې وروسته د پاکستان حکومت د مې پر ۲۳مه د ټول هېواد پر کچ پینځه ورځنی واکسیني کیمپېن پیل کړ. حکومت وايي، هڅه کوي چې په کیمپېن کې تر ۴۳ مېلیونه زیاتو ماشومانو ته څاڅکي ورکړي.

د خیبر پښتونخوا روغتیايي چارواکو د مې پر اتمه مشال راډيو ته ویلي ول چې پلټنو ښوولې چې په شمالي وزیرستان کې د پولیو واکسیني کارکوونکو له څاڅکو ورکولو پرته د یوشمېر ماشومانو ګوتې رنګ کړې وې. دوی د ناواکسینه ماشومانو د کره شمېر اټکل و نه شو کړای خو ویلي یې ول چې دا کار د هغې ضلعې په ځینو کلیو کې شوی وو.

په پاکستان کې چې ماشومان د پولیو واکسیني څاڅکي وخوري نو روغتیايي کارکوونکي یې نوم او پته په رجسټر کې درجوي او ګوته یې رنګوي چې دا د هغوی د واکسینېدو یو ثبوت وي.

هغه مهال روغتیايي چارواکو اټکل کړی وو چې ښايي د پولیو وایرس تر ۲۰۰ ماشومانو پورې رسېدلی وې چې له کبله یې په شمالي وزیرستان کې د نورو مثبتو پېښو ویره ده.

چارواکي وايي، هڅه کوي چې د دیني عالمانو په مرسته میندې او پلرونه د بچیو واکسینولو ته وهڅوي. له دې پرته د پاکستان حکومت د واکسیني ډلو د امنیت لپاره پولیس هم ځای پر ځای کوي چې په تېرو کلونو کې ورباندې لسګونه بریدونه شوي دي.

پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې پکې د پولیو وایرس لا هم موجود دی.