د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شمالي وزيرستان ځينې خلک د احتجاج په توګه ماشومانو ته پوليو واکسين نه ورکوي


د پوليو ډلې يوه کارکوونکې يو ماشوم ته څاڅکي ورکوي - عکس له ارشېفه
د پوليو ډلې يوه کارکوونکې يو ماشوم ته څاڅکي ورکوي - عکس له ارشېفه

د شمالي وزيرستان د رزمک ډويژن د شاخيمار او شاوخوا کليو اوسېدونکو احتجاجاً خپلو ماشومانو ته د پوليو واکسينو له ورکولو انکار کړی دی.

دوی په يوه جرګه کې پرېکړه کړې چې ترهغې چې د دوی په سرکاري هايي سکول کې د استادانو حاضري يقینی نه شي، خپلو ماشومانو ته به د پوليو څاڅکي نه ورکوي.

دا خبره د شاخيمار يو اوسېدونکي ناصر وزير د مې پر ۲۴مه د مشال راډيو په اولنۍ ګړۍ سلام پښتونخوا کې د خپرونې کوربه ته په ټېلېفون وکړه.

وزير وويل، د شاخيمار، چوټا دته خېل او ورزا عليخېل کليو مشرانو د مې پر ۲۱مه په يوه جرګه کې پرېکړه کړې چې د شاخيمار سکول د استادانو د غيرحاضرۍ پرضد د احتجاج په توګه به خپلو ماشومانو ته پوليو واکسين نه ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې د روانې مې مياشت له ۲۳مې د خيبرپښتونخوا په ټولو ضلعو کې تر پينځو کلونو کم عمره ماشومانو ته د پوليو واکسينو ورکولو پينځه ورځنی کمپاين پيل شوی دی.

ناصر وزير زياته کړه، د جرګې مشران د ماشومانو د روغتيا لپاره د پوليو واکسينو ارزښت درک کوي، خو د هغوی د تعليمي ستونزو د حل لپاره له پوليو کمپاينه تر بايکاټ بله موثره لار ورسره نشته.

موږ د ناصر وزير دا څرګندونې هم د مې پر ۲۴مه د شمالي وزيرستان د ترټولو لوی روغتون د يوه ډاکتر او د پوليو کمپاين د څارونکي شمس الرحمان مخې ته کېښودې.

نوموړي د شاخيمار په جرګه کې له پوليو کمپاينه د بايکاټ پرېکړه تاييد کړه او و يې ويل، ضلعي انتظاميه د دې کلي له مشرانو سره په خبرو بوخته ده چې ماشومان يې له پوليو څاڅکو پاتې نه شي.

ډاکټر رحمان په شمالي وزيرستان کې د پوليو وروستيو مثبتو پېښو ته په اشارې زياته کړه چې ممکن د دې سيمې نور ناواکسين شوي ماشومان هم د دې معذوره کوونکې ناروغۍ ښکار شي.

ده وویل، "زموږ هدف و چې يوازې په شاخيمار کې تر يوه کاله کم عمره ۳۳ او د يو او پينځو کلونو تردامنځ عمرونه لرونکي ۱۳۵ ماشومان د کمپاين په لومړۍ ورځ واکسين کړو. خو د کلي خلکو د دوی په سکول کې د استادانو د نه حاضرۍ له وجې خپل ماشومان واکسين نه کړل. "

ده زیاته کړه چې د شمالي وزيرستان مرستيال کمېشنر د رزمک انتظامي افسر ته هدايات جاري کړي چې د شاخيمار له مشرانو سره وګوري او شکايت يې ورحل کړي.

نوموړي وویل چې د دې ضلعې له ځينو نورو کليو هم رپورټونه ورسېدلي چې خلک خپل ماشومان د پوليو څاڅکو اخيستو ته نه حاضروي.

ده وویل، "زموږ په کمپاين کې بله کومه ستونزه نشته. پوليو ډلې په ميدان کار کوي، امنيت يې ساتل شوی، اړونده ادارې هم پوره مرسته راسره کوي. يوازېنۍ مسله د انکاري خلکو هغه ده، او دا جدي ځکه ده چې که ټول ماشومان واکسين نه شول نو د پوليو د نورو مثبتو پېښو شاهدان به واوسو."

تېر اپريل په شمالي وزیرستان کې د پوليو د درېيمې مثبتې پېښې تر راتلو وروسته د هم هغې مياشت پر ۲۸مه او ۲۹مه په دې ضلع کې د پوليو بیړنی کيمپاين شوی و.

دا چې د شمالي وزيرستان د تعليم محکمه ايا د شاخيمار په سکول کې د استادانو د نه حاضرۍ له مسلې خبره ده او د حل لپاره يې څه کولی شي؟

د دې پوښتنې په ځواب کې د رزمک ډويژن تعليمي افسر فدا وزير د مې پر ۲۴مه مشال راډيو ته وويل، ده خپل يو ماتحت افسر شاخيمار ته لېږلی چې هغه ستونزه له نيږدې وګوري او محکمې ته يې رپورټ کړي.

فدا وزیر وویل، "شاخيمار ته مو د مبارک شاه په نوم خپل يو افسر لېږلی دی، خو لا يې هم بېرته ځواب نه دی راکړی. دا کلی له رزمکه يو څه ليرې او تګ و راتګ ورته ګران دی. خو په سکول کې يې استادان برتي شوي او هغوی بايد خپله ډېوټي وکړي. که يو استاد غيرحاضره وموندل شو نو پرضد به يې هرو مرو کار روايي کېږي."

ده زیاته کړه چې دا هم يو حقيقت دی چې د شمالي وزيرستان په سکولونو کې د اسانتياو کمی دی، په تېره د ښځينه استادانو هغه.

هغه وویل، "خو موږ تر خپله وسه د نيمګړتياو د پوره کولو هڅې کوو. زه په ډاډ ويلی شم چې د ضلعې تعليمي حالت ښه کېدو پلو روان دی."

په قامي اسمبلۍ کې د شمالي وزيرستان منتخب استازی محسن داوړ، په داسې حال کې چې د دې سيمې د اوسېدونکو مشکلات درک کوي، پر هغوی غږ کوي چې له پوليو کمپاينه د انکار په صورت کې د خپلو ماشومانو صحت او ژوند له خطر سره مخ نه کړي.

نوموړي د مې پر ۲۴مه له مشال راډيو سره په خبرو کې له صوبايي حکومته هم وغوښتل چې د شمالي وزيرستان د کړېدلي ولس د ستونزو حل ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

داوړ وویل، "له پوليو کمپاينه د خلکو بايکاټ يو ناسم رجحان دی. خو حکومت هم بايد خپله بېغوري پرېږدي او ولس په دا رقم احتجاجونو مجبور نه کړي. خپل قام ته مې پيغام دا دی چې که ماشومان مو له پوليو څاڅکو پاتې کېږي نو تاوان يې بيا هم موږ ته رسي. خدای دې نه کړي که د پوليو وايرس په سيمه کې نور هم خپور شو نو راتلونکی نسل به مو له جسماني نيمګړتياو سره مخ شي."

نوموړي زیاته کړه چې خپل ولس ته یې سوال او منت دی چې خپل ماشومان واکسين کړي.

ده وویل، "د شاخيمار د اوسېدونکو ګيله پرځای ده، دوی له ما سره هم خبره کړې ده او زه په خپل کچ د دوی د ماشومانو د تعليمې ستونزو د حل په لټه کې يم. خو دا ډېره عجيبه ده چې د نورو مسلو په شتون کې موږ ځانته د پوليو په شکل کې يوه بله ستونزه هم جوړه کړو."

روان ۲۰۲۲ز کال په پاکستان کې د پوليو درې مثبتې پېښې ثبت شوې دي. پوليو وهلي درې واړه ماشومان د شمالي وزيرستان دي.

دا مهال پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازیني دوه هېوادونه دي چې پکې د پولیو وایرس لا هم شته دی.

XS
SM
MD
LG