د پاکستان د وفاقي حکومت چارواکي وايي، اسلام اباد ته یې د تحريک انصاف د لاریون داخلېدو مخنیوي لپاره تدابیر نيولي دي.
د کورنيو چارو وزير رانا ثنا الله د اکتوبر پر ۲۹مه په يوه خبري غونډه کې ادعا وکړه چې د عمران خان په مشرۍ د تحريک انصاف احتجاج کوونکي په اسلام اباد کې د "وينې تویېدل" غواړي. هغه وویل، دا کار به نه کېږي او د اسلام اباد تر حدودو مخکې به لاریونوال دروي.
د تحریک انصاف مشر عمران خان د اکتوبر په پیل کې په ولسي غونډو کې په بیا بیا د حکومت ضد لاریون پیلولو ذکر کاوه خو نېټه یې د اکتوبر پر ۲۵مه تر هغې څلور ورځې وروسته اعلان کړه چې د پاکستان انتخاباتي کمېشن د توشه خانې په قضیه کې د قامي اسمبلۍ له څوکۍ نااهله کړ. د نوموړي په مشرۍ لاریون د اکتوبر پر ۲۸مه له لاهوره پیل شو.
رانا ثنا الله وويل چې له عمران خان سره د لاریون د ختمولو لپاره د مذاکراتو اراده نه لري. "موږ به پر هر قيمت د د دې پلازمېنې، دلته د خلکو او مهم دفترونو د خوندي ساتلو لپاره د دې ډلې چې اوس وسلې هم د ځان سره راوړي، په خلاف پوره عمل کوو. موږ دوی سره څنګه مذاکرات وکړو؟ دوی خو پر جمهوريت یقين نه لري او ټوپکې راټولوي. نو د داسې فساديانو سره هېڅ مذاکرات نه شي کېدای."
Ali Amin Gandapur audio leaked arranging guns and persons allegedly for PTI long march pic.twitter.com/25bzK8CJRv
— Murtaza Ali Shah (@MurtazaViews) October 29, 2022
رانا ثنا الله په خیبر پښتونخوا کې د تحريک انصاف د يو مشر او د قامي اسمبلۍ غړي علي امين ګنډه پور هغه غږ هم خبریالانو ته واوراوه چې نوموړی پکې په مبینه ډول په ټېلېفون يو نامعلوم کس ته وايي چې "ټوپکې او خلک" په يو سم ځای کې "تيار" وساتي.
ثنا الله ادعا وکړه چې ګڼداپور غواړي د تحريک انصاف د لانګ مارچ په وخت بې امني پيدا او وينه تويه کړي. هغه ويل چې دا ټېلېفوني مکالمه اړوندو ادارو ثبت کړې ده.
خو د تحريک انصاف يو مخکښ فواد چودري په اسلام اباد کې د اکتوبر پر ۲۹مه ټينګار وکړ چې لاریون به یې سوله ييز وي.
بلخوا ګنډه پور د هغې غږیزې ټوټې د کره والي تصدیق نه دی کړی خو پر ټوېټر یې د رانا ثنا الله په ځواب کې ليکلي چې د خپلو خلکو د خوندي ساتلو حق لري او "حقیقي ازادي" لپاره قربانۍ ورکولو ته تیار دی.
Rana sanaullah I will protect my people and it’s my fundamental right and I will react the way u will attack mind it and I repeat I will react the way u will attack I challenge and remind u our forefathers gave their lives for azadi and we will sacrifice ours for haqeeqi azadi
— Ali Amin Khan Gandapur (@AliAminKhanPTI) October 29, 2022
عمران خان د ۲۰۲۲ز کال په اپرېل کې په پارلېمان کې د عدم اعتماد تحريک له لارې له وزيراعظمۍ ليرې شو. نوموړي هغه کار "سازش" بللی او د بېلابېلو جلسو په کولو سره یې ژر د عمومي ټاکنو غوښتنه کړې ده. هغه دريځ لري چې د اوسني اېتلافي حکومت چارواکي په درغليو کې ککړ دي. نوموړی وايي، د اوسني لاریون یوازیني موخه حکومت تر ټاکلي وخت مخکې انتخاباتو ته اړ ایستل دي.
خو د مسلم ليګ (ن) په مشرۍ د اېتلافي حکومت چارواکو د خان د سازش او درغليو ادعاوې او تورونه بې بنياده بللي او د ژر ټاکنو کولو غوښتنه یې رد کړې ده.
په پاکستان کې د اوسني حکومت د کار موده د ۲۰۲۳ز کال په اکتوبر کې ختمېږي. وزيراعظم شهباز شريف په بیا بیا ويلي چې انتخابات به د حکومت د قانوني مودې تر پای ته رسېدو وروسته کېږي او عمران خان یې د واک حاصلولو لپاره د خلکو د جذباتو په کارولو تورن کړی.