د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان د ای ایس ای مشر ولې خبري‌ غونډې ته مجبور شو؟


دا د پاکستان په تاریخ کې لومړی ځل دی چې د ای اېس ای مشر له خبري رسنیو سره نیغ په نیغه خبرې کړې دی. 
دا د پاکستان په تاریخ کې لومړی ځل دی چې د ای اېس ای مشر له خبري رسنیو سره نیغ په نیغه خبرې کړې دی. 

د پاکستان د استخباراتي ادارې (ای ایس ای) مشر لېفټينېنټ جنرال ندیم انجم او د پوځ د عامه اړیکو ادارې (ای ایس پي ار) مشر لېفټينېنټ جنرال بابر افتخار، د اکتوبر پر ۲۷مه شریکې خبري غونډې ته په وینا کې د تحریک انصاف له خوا د پوځ پرضد د بیانیې ذکر وکړ او دا يې "بې لارې کوونکې" وبلله.

دا د پاکستان په تاریخ کې لومړی ځل دی چې د ای اېس ای مشر له خبري رسنیو سره نیغ په نیغه خبرې کړې دی.

نوموړي پخواني وزیراعظم عمران خان ته په اشاره ویلي چې له شپې یې د هغوي په مخکې د غیر ایني خواهشاتو اظهار کړی او د ورځې په رڼا کې یې بل څه ویلي دي.

اوس پوښتنه دا ده چې اخیر داسې څه خبره وه چې د ای اېس ای مشر دې څرګندونو ته اړ کړل شو؟

په اسلام اباد کې خبریال او شنونکی مرتضا سولنګي مشال راډیو ته وویل چې پوځي اسټیبلیشمنټ له تېرو څو میاشتو او په ځانګړي توګه د عمران خان پرضد د بې باورۍ تحریک تر بریالي کیدو وروسته له سخت فشار سره مخ دی.

د مرتضا سولنګي په وینا، پر پوځ د سوشل میډیا له لارې نیوکې روانې وې نو ځکه خبره دې ځای ته راورسیده.

نوموړي زیاته کړه،‌ "هغه ( ای اېس ای) اوس مجبوره شو چې د اسټیبلیشمنټ او عمران خان د اړیکو، بې باورۍ د تحریک ، سایفر د معاملې او ارشد شریف د وژنې په اړه پوښتنې ځواب کړي."

د ده په وینا،‌ پوځ ته یو داسې غږ پکار وو چې مستند اوګڼل شي او واوریدل شي.

ده زیاته کړه، " نو زما په خیال دغه یوه وجه وه چې ډي جي ای اېس ای پریس کانفرانس وکړ او په پریس کانفرانس کې یې پخپله اقرار وکړ چې دا نه شي کېدای چې ته مسلسل دروغ وایې او تورونه لګوې او دوي دې یې په خاموشۍ سره واوري."

دا په داسې حال کې ده چې د تحریک انصاف مشر عمران خان د اکتوبر پر ۲۸مه له لاهوره د اسلام اباد په لور د لانګ مارچ پيل کړی دی.

نوموړي د اکتوبر پر ۲۵مه په پیښور کې یوې غونډې ته په وینا کې ادعا وکړه چې خبریال ارشد شریف په هدفي برید کې وژل شوی دی. عمران خان د چا د نوم اخستو بغیر وویل چې "هغوي" غوښتل چې ارشد شریف ووژني.

په پیښور کې خبریال او شنونکی رفعت الله اورکزی وايي چې اوس د پاکستان په سیاست کې د لانګ مارچ پر ځای د خبریال ارشد شریف وژنه تر ټولو ډیره مهمه موضوع ګرځیدلې ده.

ده وویل، " اوس دا څرګنده خبره ده چې په دغه وژنه سیاست کیږي. اوس به کتل کېږي چې عمران خان نور څه وايي خو د هغه د ګوند مشران خو اوس هم لګیا دي د پاکستان په پوځ او ادارو تور پورې کوي او داسې تاثر ورکوي چې ګنې د ارشد شریف په وژنه کې هغوي ککړ دي."

د پاکستان په سیاست کې د پوځ مداخلت تل یوه مهمه موضوع پاتې شوې ده او وخت په وخت ورباندې سیاسي مشرانو نیوکې هم کړې دي. خو د اکتوبر ۲۷مې په پریس کانفرانس کې پوځي جنرالانو وویل چې د پوځ پر ضد د " غدار او نیوټرل " بیانیه ځکه جوړه کړل شوه چې پوځ د غیرقانوني کار له کولو انکار کړی وو.

پوښتنه داده چې پر پوځي اسټیبلیشمنټ تر نیوکو وروسته به ایا پوځ په خپلو روایتي پالیسیو کې څه بدلون راولي او که نه؟

په پیښور پوهنتون کې د سیمه ییزه چارو د مطالعاتو پخوانی مشر ډاکټر سرفراز خان وايي چې پوځ د خپلو ناسمو کارونو له کبله له سخت فشار سره مخ دی او خلک یې په خبرو باور نه کوي نو امکان لري چې رویه یې تر څه حده بدله شي.

نوموړی زیاتوي،‌"د (پوځي اسټییلیشمنټ ) بیانیه دا وه چې پاکستان یو سیکیوریټي سټیټ یا ریاست دی خو چې کوم خلک د فکر خاوندان دي د هغوي په وړاندې دا خبره اوس پوره په پوره "بربنډه" شوې ده. اوس پوځیان دې ځاي ته راغلل چې موږ به تر ایین لاندې کار کوو، او موږ به بې طرفه یو."

د ډاکټر سرفراز خان په وینا، دا خبرې به پخوا بل چا کولې اوس یې دوی پخپله کوي، ځکه چې دوی اوس پوهه شوي دي چې د سیکیوریټي ریاست پالیسۍ په وړاندې نه شي تلای.

هغه وویل، "دوی به خامخا پرشا کیږي، ځکه چې دوي پوهه دي چې دوي دا کار کوي نو دې کې بیا هر سړی چې دوی پیدا کړي نو د دوي مخالف کیدای شي. نو دې ځل له به دوي خامخا سوچ کوي."

د سیاسي چارو شنونکي وايي چې د تحریک انصاف د مشر عمران خان او پوځ ترمنځ د ځوابي څرګندونو له کبله په ملک کې سیاسي ماحول نور هم تود شوی چې په راتلونکي کې به د دې ملک په اقتصاد او ټولنه ژور اغیز ولري.

XS
SM
MD
LG