د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان پوځ د عمران خان یوشمېر څرګندونې رد کړې


بابر افتخار خبري غونډې ته وویل چې پوځ په سیاسي چارو کې هېڅ لاسوهنه نه کوي - انځور له ارشیفه
بابر افتخار خبري غونډې ته وویل چې پوځ په سیاسي چارو کې هېڅ لاسوهنه نه کوي - انځور له ارشیفه

د پاکستان پوځ ويلي، په وروستیو کې د هېواد د ملي امنيت کمېټۍ د غونډې په بیان کې د هېواد د حکومت پرضد د "بهرني سازش" کېدو ټکی نه دی استعمال شوی.

دا خبره د پوځ د عامه اړيکو ادارې (ای اېس پي ار) وياند مېجر جنرال بابر افتخار د اپرېل پر ۱۴مه په راولپېنډۍ کې خبري غونډې ته کړې.

ده د ملي امنیت د هغې غونډې حواله ورکړه چې د مارچ پر ۳۱مه د پخواني وزیراعظم عمران خان په مشرۍ کې شوې وه. هغه غونډه عمران خان د پوځ له مشرتابه او د کمېټۍ له نورو غړو سره د هغه خط شريکولو لپاره ورغوښتې وه چې د نوموړي له دعوې سره سم، په امریکا کې د پاکستان سفير وراستولی وو.

عمران خان تور پورې کړی وو چې سفير په خط کې ورته ليکلي ول چې یو امريکايي چارواکي ورته ویلي چې "واشنګټن روسیې ته د عمران خان سفر خپه کړی دی." عمران خان د فبرورۍ پر ۲۳مه نېټه د روسیې په دوه ورځني سفر مسکو ته ورسېد او پر سبا یې روسیو ځواکونو پر اوکراین یرغل وکړ.

پخواني وزیراعظم عمران خان د فبرورۍ پر ۲۴مه په مسکو کې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره ولیدل.
پخواني وزیراعظم عمران خان د فبرورۍ پر ۲۴مه په مسکو کې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره ولیدل.

عمران خان تور پورې کوي چې د مارچ پر اتمه نېټه د ده پرضد د پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډي اېم) او پیپلز پارټۍ له خوا د قامي اسمبلۍ په مرکزي دفتر کې د دایر شوي عدم اعتماد تحريک "بهرنی سازش" وو. نوموړي وروسته په څرګندونو کې د امریکا نوم هم اخیستی وو. خو واشنګټن او د عمران خان مخالفه ګوندونو په بیا بیا دا تور رد کړی وو.

ایا په هغه [بیان] کې د سازش لفظ کارول شوی؟ زما په فکر، نه دی شوی.
بابر افتخار

مخالفه ګوندونو ویلي ول چې پخوانی وزیراعظم عمران خان د هېواد د اقتصادي او نورو ستونزو په هواري کې پاتې راغلی، نو ځکه یې پرضد د عدم اعتماد تحریک دایرولو پرېکړه کړې وه.

د ملي امنيت کمېټۍ تر غونډې وروسته يو بیان خپور شوی وو چې پکې ويل شوي ول چې د پاکستان په "کورنيو چارو کې مداخله د منلو وړ نه" ده. عمران خان د دې بیان حواله د ده له واک څخه د لیرې کولو د ثبوت په توګه ورکوي.

خو بابر افتخار پر دې موضوع د يوه خبريال د پوښتنې په ځواب کې وويل چې په بیان کې د "سازش" ټکی نه دی کارول شوی.

هغه زیاته کړه چې د پوځ مشرتابه د ملي امنيت کمېټۍ په غونډه کې د پوځ له خوا معلومات وړاندې کړل. "په غونډه کې پوځ خپل دريځ وړاندې کړ او بیا بیان خپور شو چې پکې د غونډې پايلې واضحه ليکل شوې دي. په هغه کې چې کوم الفاظ کارېدلي، ستاسې مخې ته دي. په دې کې چې کوم ټکي کارول شوي هغه واضحه دي. ایا په هغه کې د سازش لفظ کارول شوی؟ زما په فکر، نه دی شوی."

عمران خان د اپرېل پر ۱۰مه د عدم اعتماد تحريک له لارې له واکه ګوښه شو او قامي اسمبلۍ د اپرېل پر ۱۱مه د مسلم ليګ (ن) یو مرکزي مشر شهباز شريف د هېواد د نوي وزیراعظم په توګه منتخب کړ.

د عمران خان نورو څرګندونو ته د پوځ غبرګون

په خبري غونډه کې د ای اېس پي ار له مشر افتخاره زیاتره پوښتنې د عمران خان د تورونو یا څرګندونو په اړه وې.

جنرال قمر جاوېد باجوه نه غواړي چې کاري موده یې وغځېږي.
بابر افتخار

په پاکستان کې په وروستیو کې ځینو شننونکو فکر کاوه چې پخواني وزیراعظم نه غوښتل چې د پوځ د مشر جنرال قمر جاوېد باجوه کاري موده وغځوي خو دا خبره عمران خان او کوم بل چارواکي په رسمي توګه نه وه کړې. نو کله چې په دې اړه د پوځ له ويانده وپوښتل شو نو هغه په ځواب کې وويل "باید دا خبره د تل لپاره سپینه شي چې جنرال قمر جاوېد باجوه نه غواړي چې کاري موده یې وغځېږي او دی به د [۲۰۲۲ز کال] د نومبر پر ۲۹مه له خپلې څوکۍ تقاعد (ریټایر) شي."

مېجر جنرال بابر افتخار د یوې بلې پوښتنې په ځواب کې وويل چې عمران خان د پوځ له مشرتابه سره رابطه وکړه او ورڅخه يې د سياسي بحران د هوارولو غوښتنه وکړه.

د ده په خبره، په هغه ناسته کې پر درې لارو خبرې وشوې چې پکې يو د عمران خان استعفا ورکول، دویم عدم اعتماد تحریک پر ځای ساتل او درېيمه د عمران خان د استعفا ورکولو په صورت کې د نویو انتخاباتو اعلانول ول.

افتخار په ډاګه کړه چې دا درې واړه لارې د پوځ مشرانو نه وې تجویز کړې او په دې کې د استعفا ورکولو په صورت کې د ټاکنو اعلانولو لاره خوښه شوه خو د ده په وينا، کله چې د پوځ مشرتابه دا وړاندیز د هغه وخت اپوزيشن ته وړاندې کړ نو هغو يې له منلو انکار وکړ.

عمران خان وايي تر نویو انتخاباتو پورې احتجاجي جلسو ته دوام ورکوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:04 0:00

کله چې اپوزيشن د عمران خان پرضد د نه باورۍ تحريک وړاندې کړ نو پوځ وويل چې دوی به په دې سياسي عمل کې بې طرفه پاته کېږي. عمران خان په اشارو کنایو کې د پوځ پر بې پرې پالیسۍ نيوکې وکړې.

په همدې اړه چې یوه خبريال له جنرال بابر افتخاره وپوښتل نو هغه په ځواب کې وویل چې باید د دې لپاره د "غیر جانبداره" نه بلکې د "غيرسياسي" لفظ وکارول شي. د ده په خبره، له ايين او قانون سره سم، پوځ هېڅ سياسي تړون نه لري او په کار ده له سياسي عمل څخه لیرې وي.

د پوځ ویاند وویل، له تېرو ۷۵ کلونو راهیسې د پاکستان ولس او سياسي ګوندونو له پوځه غوښتنه کوله چې په سياست کې دې نه ښکېلېږي. بابر افتخار زیاته کړه چې پوځ هم دا غوښتنه ومنله او "عملي" یې کړه.

XS
SM
MD
LG