د لاسرسي ځای

تازه خبر

عمران خان وايي د وزیراعظمۍ پر مهال یې "اصلي واکمن بل څوک" وو


عمران خان په اپرېل کې د بې باورۍ تحریک په نتيجه کې له واکه لیرې شوی وو - پخوانی انځور
عمران خان په اپرېل کې د بې باورۍ تحریک په نتيجه کې له واکه لیرې شوی وو - پخوانی انځور

د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان ادعا کړې چې د وزیراعظم په حیث باید د حکومتي چارو چلولو ذمه وارۍ د ده وای خو په خبره یې"اصلي واکمن بل څوک" وو.

نوموړي دا دعوه د اکتوبر پر ۱۲مه په لاهور کې له خبریالانو او يوټيوب چلوونکو سره د خبرو پر مهال وکړه.

عمران خان تر دې وړاندې د جون پر لومړۍ نېټه له شخصي بول نیوز ټېلېوېژن سره په مرکه کې ويلي ول چې د واکمنۍ پر مهال يې د هېواد د چارو چلولو "ازادي نه لرله" خو نوموړي نه هغه وخت او نه يې هم اوس په ډاګه کړې چې "اصل" اختیار له چا سره وو.

د عمران خان مخالفه ګوندونو به تور پورې کاوه چې د پاکستان پوځ په ۲۰۱۸ز کال ټولټاکنو کې په "درغلۍ کولو" عمران خان واک ته رسولی وو خو نوموړي او پوځ تل دا تور رد کړی. د پاکستان انتخاباتي کمېشن هم ټاکنې شفافه بللې وې.

عمران خان خبريالانو ته وويل چې د درې نيمو کلونو د وزیراعظمۍ پر مهال که "نيم اختیارات" هم ورکړل شوي وای نو د "شېر شاه سوري د دور مقابله" یې کولای شوه. د افغانستان شېر شاه سوري اصلې نوم فريد خان وو چې په ۱۵مه پېړۍ کې پر هند واکمن وو او هغه د خپلې واکمنۍ پر مهال خورا زیات پرمختيايي کارونه کړي ول.

عمران خان د ۲۰۲۲ز کال د اپرېل په میاشت کې د پاکستان جمهوري اتحاد (پي ډي اېم) د بې باورۍ تحریک له لارې له واکه لیرې کړی وو او نوموړی له هغه وخت راهیسې په اشارو کنایو کې د پاکستان د پوځ پر مشر قمر جاوېد باجوه نيوکې کوي.

کله چې عمران خان وزیراعظم منتخب شو نو د پيپلز پارټۍ مشر بلاول بوټو زرداري د قامي اسمبلۍ په غونډه کې عمران خان د "سېلېکټډ (ګومارل شوي)" وزیراعظم په نوم یاد کړ او تر هغې وروسته به یې مخالفانو هم ورته "سېلېکټډ وزیراعظم" وایه.

د پیپلز ګوند سېنېټر بهره مند تنګي د عمران خان تازه څرګندونو ته په غبرګون کې وويل چې د هغه د اختیاراتو نه درلودلو خبر منل د دوی د ګوند د سېلېکټډ (ګومارلي) د خبرې تصديق کوي.

نوموړي د اکتوبر پر ۱۳مه نېټه مشال رېډیو ته وويل چې هغه د واکمنۍ پر مهال دا نه ويل چې واک نه لري. "هغه (عمران خان) هغه وخت دا نه ويل چی له ما سره اختیار نه شته، موږ خو ده ته د لاسپوڅی او سېلېکټډ ويلي ول، خو ده راسره دا خبره نه منله."

د بهرمند تنګي په خبره، عمران خان باید د جمهوريت او پارلېمان د پیاوړتيا لپاره د هغه وخت له اپوزيشن سره خبرې کړې وای او ورڅخه يې غوښتي وای چې وزیراعظم دی خو "فیصلې بل ځای" کېږي نو باید ورسره ملګري شي.

عمران خان په خبرو کې دا په ډاګه نه کړه چې د واکمنۍ پر مهال یې اختیار له چا سره وو خو په پېښور کې خبريال طارق افاق وايي چې اپوزيشن به ويل چې د عمران خان حکومت د اېسټیبلېشمنټ له وجې د حکومتي چارو په چلولو کې ازاد نه دی او "عمران خان اوس خپله دا خبره په ډاګه کړه."

په پاکستان کې د اېسټیبلېشمنټ اصطلاح اکثر د امنیتي ادارې او بیوروکراسۍ لپاره کارېږي.

نوموړي د اکتوبر پر ۱۳مه مشال رېډيو ته وويل چې د پاکستان له لومړي وزیراعظم لیاقت علي خان څخه واخله او بیا تر عمران خان پورې چې "څوک هم په واک کې راغلی دی" نو د هغه "اختیار له بل چا یعنې اېسټیبلېشمنټ" سره وي.

خو د پاکستان پوځ تل ويلي چې په اييني چوکاټ کې کار کوي او په سیاسي چارو کې هېڅ مداخله نه کوي. د اکتوبر پر څلورمه هم د پوځ مشر قمر جاوېد باجوه په واشنګټن کې د پاکستان سفارت په غونډه کې د وينا پر مهال ويلي ول چې پوځ ځان له سیاسته لیرې ساتلی او غواړي چې همداسې پاتې شي.

XS
SM
MD
LG