د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان ايتلافي حکومت کې شامل ګوندونو د عمران خان لخوا تر وخت مخکې د انتخاباتو غوښتنه رد کړې


پاکستان جمهوري غورځنګ د بې باورۍ تحریک له لارې عمران خان د وزیراعظمۍ له څوکۍ ليرې کړی وو. پخوانی انځور
پاکستان جمهوري غورځنګ د بې باورۍ تحریک له لارې عمران خان د وزیراعظمۍ له څوکۍ ليرې کړی وو. پخوانی انځور

د پاکستان ايتلافي حکومت کې شامل ګوندونو د تحریک انصاف ګوند د مشر عمران خان تر وخت مخکې د انتخاباتو غوښتنه رد کړې ده.

عمران خان د اکتوبر پر ۱۷مه نېټه په اسلام اباد کې د ويډيو لېنک له لارې په وینا کې پر مرکزي حکومت غږ وکړ چې ژر تر ژره دې انتخابات اعلان کړي. هغه دړکه ورکړه چې که يې غوښتنه ونه منل شوه نو د حکومت پرضد به د اکتوبر په مياشت کې د اسلام اباد پر لور لاريون وکړي البته ده په دې اړه کومه ځانګړې نېټه ور نه کړه.

د نوموړي تر دې څرګندونو وروسته د اکتوبر پر ۱۷مه نېټه په مرکزي حکومت کې شامل ګوندونو په يو ګډ بیان کې وويل چې د عمران خان د ژر انتخاباتو د اعلانولو غوښتنه ردوي.

بیان دا تورنه ردوي چې ګواکې د پاکستان پيپلز ګوند مرستيال مشر او د پاکستان پخوانی ولسمشر اصف علي زرداري او پخوانی وزیراعظم نواز شریف د هېواد د پوځ د راتلونکي مشر په ګومارنه کې لاس لري. بیان وايي چې د پاکستان وزيراعظم به د هېواد له قانون سره سم د پوځ مشر ټاکي.

عمران خان په وار وار دا تور لګولی چې نواز شريف او اصف علي زرداري د خپلو غلاګانو پټولو په خاطر غواړي چې د پوځ مشر د خپلې خوښې کس وټاکي. عمران خان دغه څرګندونې په لومړي وار د سېپټېمبر پر څلورمه په فیصل اباد کې د جلسې پر مهال کړې وې چې ورته د پاکستان پوځ هم غبرګون ښوولی وو.

د پاکستان پوځ د سېپټېمبر پر پينځمه په يوه خبرپاڼه کې ويلي ول چې د عمران خان دا بیان غير ضروري او په داسې حال کې د پوځ د مشرتابه د بدنامولو کوښښ دی چې "دا اداره هره ورځ د ملک د خوندي ساتلو لپاره قربانۍ ورکوي".

په خبرپاڼه کې ويل شوې: "د پوځ د مشر د ټاکلو طریقه کار په ايين کې واضح شوی دی. د [عمران خان] بیان ډېر د افسوس وړ او مایوسوونکی دی."

د دې ترڅنګ د پاکستان ولسمشر عارف علوي هم، چې د پاکستان تحریک انصاف پخوانی غړی وو، د سېپټېمبرپر پینځمه په پېښور کې له خبريالونو سره د خبرو پر مهال د عمران خان بیان ته غبرګون ښوولی وو. هغه عمران خان ته په اشاره ويلي ول چې هغه باید د خپل بیان وضاحت پخپله وکړي.

XS
SM
MD
LG