د لاسرسي ځای

تازه خبر

عمران خان وايي د اکتوبر پر ۲۸مه د اسلام اباد پر لوري احتجاجي لاریون پیلوي


عمران خان په اپرېل کې له دندې له ګوښه کېدو راهیسې احتجاجونو او جلسو ته دوام ورکړی دی - پخوانی انځور.
عمران خان په اپرېل کې له دندې له ګوښه کېدو راهیسې احتجاجونو او جلسو ته دوام ورکړی دی - پخوانی انځور.

د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان د اکتوبر پر ۲۸مه د اسلام اباد پر لوري د احتجاجي لاریون یا لانګ مارچ کولو اعلان کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د اکتوبر پر ۲۱مه د پاکستان انتخاباتي کمېشن نوموړی د توشه خانې په نوم په قضیه کې د شتمنیو په اړه د "ناسمو معلوماتو" ورکولو په سر د قامي اسمبلۍ له څوکۍ نااهله کړ. پر هم هغه ورځ د ګوند یوه مخکښ سیاستوال او سېنېټر فیصل جاوېد مشال راډیو ته ویلي ول چې عمران خان په اکتوبر کې د حکومت ضد لاریون کوي.

په پاکستان کې توشه خانه هغه ځای ته وايي چې پکې د هېواد مشران، د پارلېمان غړي، بیوروکراټان او نور لوړپوړي چارواکي د بهرنیو سفرونو پر مهال ترلاسه کړې ډالۍ ږدي. د توشه خانې له اصولو او قواعدو سره سم، هغه چارواکي چې ډالۍ ترلاسه کوي، باید د کابینې ډېوېژن له ټولو جزییاتو (تفصیلاتو) خبر کړي.

تحریک انصاف ګوند د کمېشن پرېکړې ضد په اسلام اباد های کورټ کې مقدمه دایره کړه چې لومړۍ اورېدنه یې د اکتوبر پر ۲۴مه وشوه.

خان د اپرېل پر ۱۰مه نیمه شپه د وزیراعظمۍ له څوکۍ تر ګوښه کېدو وروسته د حکومت ضد احتجاجونو ته دوام ورکړی دی او ټینګار کوي چې تر وخت مخکې دې انتخابات وشي. خو وفاقي اېتلافي حکومت په بیا بیا ویلي دي چې عام انتخابات په ۲۰۲۳ز کال کې پر ټاکلي وخت کېږي.

خان د اکتوبر پر ۲۵مه په لاهور کې خبري غونډې ته په وینا کې خپله دعوه تکرار کړه چې لاریون د هېواد "رېښتینې ازادۍ" لپاره کوي چې د لاهور له ازادۍ څلورلارې (لېبرټي چوکه) پیلېږي او د جي ټي روډ له لارې به اسلام اباد ته رسي.

نوموړي وویل، یوازې "یو شی غواړي" او هغه دا چې "د پاکستان د مشرۍ پرېکړه په ولس پورې اړه" لري.

عمران خان وویل، لاریون به یې سوله ییز وي، د قانون سرغړونه به نه کوي او د اسلام اباد رېډ زون یا هغې برخې ته به نه داخلېږي چې پکې د وزیراعظم او ولسمشر دفترونه او د پارلېمان په ګډون مهمې ودانۍ پرتې دي.

د پاکستان حکومت د تحریک انصاف اقدام مخالفت ښوولی دی او وزیراعظم شهباز شریف د اکتوبر پر ۲۲مه ویلي ول چې د عمران خان لاریون اسلام اباد ته ننوتو ته نه پرېږدي.

د پلانونو چارو وزیر احسن اقبال د اکتوبر پر ۲۵مه پر ټوېټر په بیان کې دعوه کړې ده چې د عمران خان اجنډا په هېواد کې "ګډوډي خپرول" دي.

اقبال د هغه لاریون ته د "فتنې مارچ" نوم ورکړی دی او زیاته کړې یې ده چې راتلونکې اوونۍ د چین-پاکستان اقتصادي لارې د پروژو په اړه د دواړو هېوادونو د ګډې همکارۍ کمېټۍ غونډه کېږي او د عمران خان د لاریون مرام هغه پروژې له "پټلۍ غورځول" دي. ده البته د خپلو دعوو د ثابتولو لپاره شواهد ور نه کړل.

عمران خان د اکتوبر پر څلورمه د خپل ګوند له مشرانو او غړو څخه په لاریون کې د ګډون سوګند اخیستی وو خو نېټه یې نه وه اعلان کړې.

پر هم هغه ورځ د کورنیو چارو وزیر رانا ثنا الله د پاکستان شخصي جیو نیوز ټېلېوېژن ته ویلي ول چې د تحریک انصاف د لاریون مخنیوي لپاره یې "بشپړه ستراتیژي" جوړه کړې ده او د مارچ ګډونوال به "هېڅکله" اسلام اباد ته داخلېدو ته پرې نه ږدي.

XS
SM
MD
LG