پاکستان تحریک انصاف د انتخاباتو په اړه له وفاقي اېتلافي حکومت سره تر خبرو اترو وروسته خپل درخواست سپریم کورټ ته ورکړی دی او پکې یې په پنجاب کې د مې پر ۱۴مه د انتخاباتو کولو ټینګار کړی دی.
هغه ګوند د مې پر درېیمه پر ټوېټر په بیان کې ویلي دي چې د پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډي اېم) په مشرۍ حکومت یې له وړاندیزونو سره متفق نه دی.
سپریم کورٹ کے حکم کی روشنی میں پنجاب میں 14 مئی کو انتخاب کے انعقاد کا معاملہپاکستان تحریک انصاف نے معاملے پر باضابطہ طور پر سپریم کورٹ سے رجوع کر لیاتحریک انصاف کی مذاکراتی ٹیم کی جانب سے سپریم کورٹ میں باضابطہ درخواست دائرسپریم کورٹ سے پنجاب میں انتخابات کے حوالے سے 4… pic.twitter.com/vBjI0HbOek
— PTI (@PTIofficial) May 3, 2023
تر دې مخکې، د مې پر دویمه نېټه د پاکستان رسنیو خبر ورکړی وو چې دواړه خواوې په ټول هېواد کې پر یوه ورځ د انتخاباتو پر کولو سلا شوې وې خو نېټه یې نه وه ټاکلې.
دواړو خواوو د اپرېل پر ۲۷مه، ۲۸مه او د مې پر دویمه د مذاکراتو درې پړاوه ترسره کړل.
د پاکستان سپریم کورټ د اپرېل پر ۱۹مه تحریک انصاف او واکمنو ګوندونو ته د انتخاباتو پر موضوع د اختلافاتو هواري لپاره د خبرو اترو سپارښتنه کړې وه.
تحریک انصاف ګوند په مذاکراتو کې غوښتنه کوله چې حکومت دې د مې تر ۱۴مې مخکې قامي او د سیند او بلوچستان اسمبلۍ ماتې کړي چې لنډمهالي حکومتونه جوړ شي او په ټول هېواد کې انتخابات وشي. خو حکومتي مرکچیانو ټینګار کاوه چې انتخابات دې د اسمبلیو قانوني وخت له پوره کېدو سره سم، په اکتوبر کې وشي.
تحریک انصاف البته په بیان کې زیاته کړې ده چې دواړه خواوې پر دې متفقې دي چې د سیاسي ګوندونو ترمینځ مذاکرات مهم دي ځکه چې هغوی ټولې سیاسي لانجې هوارولای شي.
دا هم وګورئ:
د پاکستان حکومتي اتحاد او مخالف ګوند ترمينځ سياسي مذاکرات بې نتیجې پای ته رسېدليد پاکستان وزیراعظم شهباز شريف له قامي اسمبلۍ د اعتماد رایې ترلاسه کړېبلاول بوټو زرداري وايي د سیاسي ثبات لپاره د ګوندونو ترمینځ مذاکرات اړین ديد پاکستان کورنيو چارو وزير وايي د مې پر ۱۴مه انتخابات نه شي کولیدا په داسې حال کې ده چې د اپرېل پر څلورمه د پاکستان سپریم کورټ درې کسیزه جرګګۍ په اکتوبر مياشت کې په پنجاب او خیبر پښتونخوا کې د صوبايي اسمبلیو انتخاباتو په اړه د انتخاباتي کمېشن پرېکړه رد کړه او په پنجاب کې يې د مې پر ۱۴مه د انتخاباتو کولو امر وکړ.
انتخاباتي کمېشن د مارچ پر ۲۲مه اعلان وکړ چې د پیسو نه شتوالي او خراب امنیتي وضعیت له امله انتخابات د اکتوبر تر اتمې ځنډوي. کمېشن دا راز د مارچ پر ۲۹مه اعلان وکړ چې د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ انتخابات هم د اکتوبر پر اتمه کوي.
په پنجاب او خیبر پښتونخوا کې دا مهال نګران حکومتونه دي. د خیبر پښتونخوا ګورنر د جنورۍ پر ۱۷مه د هغه وخت د اعلا وزير محمود خان پر سپارښتنه صوبايي اسمبلۍ ماته کړه. تر دې وړاندې د جنورۍ پر ۱۴مه د پنجاب اسمبلۍ ړنګه شوې وه.
په پنجاب او خیبر پښتونخوا کې د تحریک انصاف ګوند حکومتونه ول، هغه ګوند غوښتنه لري چې په دواړو صوبو کې دې زر تر زره صوبایي انتخابات وشي. ګوند د دې لپاره احتجاجونه او جلسې هم کړي دي.
د پاکستان حکومت د سپریم کورټ د درې کسیزه جرګګۍ پرېکړه رد کړې وه او پرضد یې قامي اسمبلۍ پرېکړه لیک هم منظور کړی وو.
تر دې وروسته د اپرېل پر ۱۰مه د پارلېمان د دواړو جرګو یعنې قامي اسمبلۍ او سېنېټ ګډې غونډې یو قرارداد منظور کړ چې پکې راغلي ول چې په هغه هېواد کې دې د اقتصادي ثبات لپاره سياسي ثبات ضروري دی نو ځکه دې د ټولو اسمبلیو انتخابات له ایین سره سم د نګران حکومت تر څارنې لاندې وشي.
د پاکستان وفاقي حکومت دريځ لري چې په اوس وخت کې د خرابو اقتصادي حالاتو او ناامنیو له کبله انتخابات نه شي کېدای. د چارواکو په وينا، له همدې امله بايد د قامي او څلورواړه صوبو اسمبلیو انتخابات د روان کال په اکتوبر کې وشي.