د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان حکومتي اتحاد او مخالف ګوند ترمينځ سياسي مذاکرات بې نتیجې پای ته رسېدلي


شاه محمود قریشي وویل، په مذاکراتو کې شوي پرمختګونه له خپل مشر عمران خان سره شریکوي ـ پخوانی انځور
شاه محمود قریشي وویل، په مذاکراتو کې شوي پرمختګونه له خپل مشر عمران خان سره شریکوي ـ پخوانی انځور

په پاکستان کې د واکمن اېتلاف او حکومت مخالفه ګوند تحریک انصاف ترمینځ په پنجاب او خېبر پښتونخوا کې د انتخاباتو په اړه د خبرو دوهم پړاو بې نتیجې پاې ته رسېدلی.

دواړه خواوې وایي، په مذاکراتو کې شوي پرمختګونه له خپلو ګوندونو او مشرانو سره شریکوي. ټاکل شوې چې راتلونکې اوونۍ د خبرو درېیم پړاو پېل شي.

د اپریل پر ۲۸مه ماښام د دواړو خواو ترمینځ د پارلمان په ودانۍ کې تر خبرو وروسته د حکومت مذاکراتي ډلې غړي سېنېټر اسحاق ډار په اسلام اباد کې خبريالانو ته وویل چې په ناسته کې شوی پرمختګ دواړه خواوې له خپلو ګوندونو سره شريکوي او په سه شنبه (د مې په دویمه) مذاکرات بیا پېلوي. البته نوموړي په دې اړه نور مالومات ور نه کړل.

بلخوا د پاکستان تحریک انصاف ګوند د مذاکراتي ډلې غړي شاه محمود قريشي هم په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل چې په خبرو کې پر شوي پرمختګ د ګوند مشر عمران خان په اعتماد کې اخلي.

د پاکستان حکومتي اتحاد او مخالف ګوند پاکستان تحریک انصاف په داسې حال کې خبرو ته کېني چې په هغه هېواد کې له تېرو څو میاشتو راهیسې په پنجاب او خيبر پښتونخوا صوبو کې د انتخاباتو د نېټو پر سر ناندرۍ روانې دي او په وروستیو کې پر دې موضوع د حکومت او سپریم کورټ ترمینځ اختلافات هم ژور شوي دي.

دا تر هغې وروسته ده چې د اپرېل پر څلورمه د پاکستان سپریم کورټ درې کسیزه جرګګۍ په اکتوبر مياشت کې په پنجاب او خیبر پښتونخوا کې د صوبايي اسمبلیو انتخاباتو په اړه د انتخاباتي کمېشن پرېکړه رد کړه او په پنجاب کې يې د مې پر ۱۴مه د انتخاباتو کولو امر وکړ.

انتخاباتي کمېشن د مارچ پر ۲۲مه اعلان وکړ چې د پیسو نه شتوالي او خراب امنیتي وضعیت له امله انتخابات د اکتوبر تر اتمې ځنډوي. کمېشن دا راز د مارچ پر ۲۹مه اعلان وکړ چې د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ انتخابات هم د اکتوبر پر اتمه کوي.

په پنجاب او خیبر پښتونخوا کې دا مهال نګران حکومتونه دي. د خیبر پښتونخوا ګورنر د جنورۍ پر ۱۷مه د هغه وخت د اعلا وزير محمود خان پر سپارښتنه صوبايي اسمبلۍ ماته کړه. تر دې وړاندې د جنورۍ پر ۱۴مه د پنجاب اسمبلۍ ړنګه شوې وه.

په پنجاب او خیبر پښتونخوا کې د تحریک انصاف ګوند حکومتونه ول، هغه ګوند غوښتنه لري چې په دواړو صوبو کې دې زر تر زره صوبایي انتخابات وشي. ګوند د دې لپاره احتجاجونه او جلسې هم کړي دي.

د پاکستان حکومت د سپریم کورټ د درې کسیزه جرګګۍ پرېکړه رد کړې وه او پرضد یې قامي اسمبلۍ پرېکړه لیک هم منظور کړی وو.

تر دې وروسته د اپرېل پر ۱۰مه د پارلېمان د دواړو جرګو یعنې قامي اسمبلۍ او سېنېټ ګډې غونډې یو قرارداد منظور کړ چې پکې راغلي ول چې په هغه هېواد کې دې د اقتصادي ثبات لپاره سياسي ثبات ضروري دی نو ځکه دې د ټولو اسمبلیو انتخابات له ایین سره سم د نګران حکومت تر څارنې لاندې وشي.

د پاکستان وفاقي حکومت دريځ لري چې په اوس وخت کې د خرابو اقتصادي حالاتو او ناامنیو له کبله انتخابات نه شي کېدای. د چارواکو په وينا، له همدې امله بايد د قامي او څلورواړه صوبو اسمبلیو انتخابات د روان کال په اکتوبر کې وشي.

XS
SM
MD
LG