د لاسرسي ځای

تازه خبر

عمران خان دعوه کوي د پنجاب او پښتونخوا اسمبلیانې د جنرال باجوه په مشوره ماتې شوې وې


عمران خان. پخوانی انځور
عمران خان. پخوانی انځور

د پاکستان پخواني وزیراعظم عمران خان دعوه کړې ده چې د خیبرپښتونخوا او پنجاب اسمبلیانې یې د پوځ پخواني مشر جنرال قمر جاوېد باجوه په مشوره ماتې شوې وې.

نوموړي د اپریل پر ۲۳مه د پاکستان یو شخصي ټیليویژن (اې ار وای) سره په مرکه کې ويلي چې جنرال باجوه ورته دا خبره د ولسمشر ډاکټر عارف علوي په موجودګۍ کې کړې وه. البته هغه دا ونه ويل چې دا خبره چېرته او په کومه نېټه کړې وه.

عمران خان په خپله دعوه کې زیاتوي چې جنرال باجوه ورته وويل چې که انتخابات غواړئ نو خپل حکومت مات کړئ او "موږ حکومت مات کړ خو دوی (پي ډي اېم) له سيالۍ څخه تښتي."

د پاکستان ولسمشر دفتر او خپله جنرال باجوه په سمدستي توګه په دې اړه څه نه دي ويلي. کله چې جنرال باجوه د پوځ مشر وو نو هغه مهال ورباندې سیاسي ګوندو په سياسي چارو کې د مداخلې تورنه پورې کړي ول خو د پوځ عامه اړيکو ادارې (ای اېس پي ار) هغه مهال هم او اوس هم دا وايي چې په سیاست کې مداخله نه کوي.

په خيبر پښتونخوا کې له تحریک انصاف سره تړاو لرونکي پخواني اعلا وزیر محمود خان او په پنجاب کې د دې ګوند په ملاتړ پخواني اعلا وزیر پروېز الهي د روان کال جنورۍ مياشت کې د اييني اختياراتو په استعمالولو سره د اسمبلیانو د ماتولو سپارښتنې کړې وې.

په دواړو صوبو کې نګران حکومتونه جوړ شول چې له ايین سره سم به په ۹۰ ورځو کې ټاکنې کوي خو په دې اړه د حکومت، تحریک انصاف، سپريم کورټ او انتخاباتي کمېشن ترمینځ شخړه روانه ده.

تحریک انصاف ژر تر ژره ټاکنې غواړې او سپريم کورټ بیا د مې پر ۱۴مه په پنجاب کې د ټاکنو حکم کړی دی. خو د پاکستان وفاقي حکومت دريځ لري چې په اوس وخت کې د خرابو اقتصادي حالاتو او ناامنیو له کبله انتخابات نه شي کېدای. د چارواکو په وينا، له همدې امله بايد د قامي او څلورواړه صوبو اسمبلیو انتخابات د روان کال په اکتوبر کې وشي.

سپريم کورټ واکمن پاکستان جمهوري غورځنګ او تحریک انصاف ته حکم کړی چې د انتخاباتو پر موضوع دي مذاکرات وکړي. تحریک انصاف په دې لړ کې د خپل يو مخکښ شاه محمود قریشي په مشرۍ درې کسيزه مذاکراتي ډله جوړه کړې ده.

عمران خان په مرکه کې ويلي چې واکمن اتحاد د ټاکنو ځنډولو په خاطر د مذاکراتو خبره کوي، خو د ده په خبره له دوی سره يې په رسمي توګه هيڅ رابطه نه ده کړې. هغه دعوه وکړه چې حکومت غواړي چې "تر اکتوبر هم وروسته ټاکنې وکړي."

په واکمن اتحاد کې له تحریک انصاف سره د مذاکراتو په اړه دوه بېل نظرونه دي. د اتحاد مشر مولانا فضل الرحمان د عمران خان له ګوند سره له مذاکراتو انکار کړی او ويلي يې دي چې د عدالت "جبري پرېکړه" نه مني.

خو د پاکستان بهرنيو چارو وزير او د پیيلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري ويلي چې د سياسي او اقتصادي ثبات لپاره د گوندونو ترمينځ خبرې اترې ضروري دي. نوموړي د اپرېل پر ۲۰مه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وویل، ګوند یې هڅه کوي چې په وفاقي اېتلافي حکومت ورګډ ګوندونه مذاکراتو ته قانع کړي.

XS
SM
MD
LG