د لاسرسي ځای

تازه خبر

پيپلز ګوند په پاکستان کې په يو وخت د ټاکنو لپاره احتجاج ځنډولی دی


پيپلز ګوند په سیند صوبه کې واکمن دی او د مرکزي حکومت هم برخه دی ـ پخوانی انځور
پيپلز ګوند په سیند صوبه کې واکمن دی او د مرکزي حکومت هم برخه دی ـ پخوانی انځور

پيپلز ګوند ويلي چې په پاکستان کې په يوه وخت د انتخاباتو لپاره اعلان کړی خپل احتجاج ځنډوي.

ګوند دا اعلان تر هغې يوه ورځ وروسته کړی چې کله د اپرېل پر ۲۳مه يې وويل چې که د پنجاب او خیبر پښتونخوا ټاکنې د پاکستان له نورو برخو سره په يو ځای و نه شي نو د سیند صوبه به يې و نه مني.

د پيپلز پارټۍ د سيند صوبې مشر نثاراحمد کوړو پرون (اپرېل ۲۳مه) په لاړکانه ښار کې خبرې غونډې ته ويلي ول چې په ټول پاکستان کې په یو وخت د ټاکنو کولو لپاره د اپرېل له ۲۵مې په سیند صوبه کې احتجاجونه پيلوي.

خو له دې يوه ورځ وروسته نن ( اپرېل ۲۴مه) نثار کوړو بیان خپور کړ چې پکې ويل شوي چې اعلان کړی احتجاج ځنډوي. نوموړي زیاته کړې چې دا اقدام يې د زغم ښودلو په خاطر پورته کړی، البته ويلي يې دې چې ټاکنې دې په یو وخت وشي.

کوړو وويل چې که په دې لړ کې د ولس غږ وا نه ورېدول شو نو د احتجاج لپاره نېټه اعلان کړي. پیپلز پارټۍ په سیند صوبه کې واکمنه ده او د شهباز شريف په مشرۍ د وفاقي حکومت برخه هم ده.

د دې ګوند د کراچۍ مشر او صوبايي وزير سيعد غنې بيا د اپريل پر ۲۳مه په کراچې کې خبريالانو ته وويل چې په بېلا بېلو نېټو د انتخاباتو كولو فيصله ځکه نه مني چې د ده په خبره، جلا جلا ټاکنې به هېواد په دوو برخو ووېشي.

نوموړي زیاته کړه:''دټولو سياسي ګوندونو دا غوښتنه ده ،د وکيلانو د اتحاديو هم دا غوښتنه ده چې په هېواد کې د صوبايې او قومي اسمبليو ټاکنې دي په يوه ورځ وشي ،موږ د خپلې غوښتنې لپاره د احتجاج پرېکړه کړې ده، احتجاج د پاکستان نورو برخو ته هم پراخوو او دا ځکه چې عدالت دپارلمان او انتخاباتي کمېشن په واک کې مداخله کوي او په دې اړه چې عدالت هره پرېکړه کوي، هغه متنازعه وي''

سعيد غني وويل چې د ټاکنو کولو واک باید له عدالت سره نه بلکې له انتخاباتي کمېشن سره وي.

پيپلز ګوند د احتجاج اعلان په داسې حال کې کړی، چې د پاکستان سپریم کورټ درې کسیزه جرګګۍ تر اکتوبره په پنجاب او خیبر پښتونخوا کې د صوبايي اسمبلیو انتخاباتو په اړه د انتخاباتي کمېشن پرېکړه رد کړې ده او په پنجاب کې يې د مۍ پر ۱۴مه د صوبایي اسمبلۍ د انتخاباتو امر کړی دی. تر دې وړاندې کمېشن د دواړو صوبو د اسمبليو لپاره د ټاکنو نېټه د اکتوبر اتمه اعلان کړې وه.

په کراچۍ کې سياسي چارو پوه سرتاج خان وايي، پاکستان له اقتصادي ستونزو سره سره له سياسي بحران سره مخ دی او عدلیه، پارلمان او انتظامیه د ټاکنو لپاره په یوه نېټه نه سره سلا کېږي.

په کراچۍ کې خبريال اشرف خان بيا وايي چې په پاکستان کې ټاکنې په جلا جلا وختونو کې کېدل ممکنه دي خو پکار ده چې د ټاکنو لپاره داسې اصلاحات او پرېکړې وشي چې ټولو ګوندونو ته د منلو وي.

هغه زیاته کړه ''هغه اصلاحات چې په ټاکنو کې داسټېبلشمينټ لاس نه وي، درغلي پکې نه وي، نتیجي بدلول پکې نه وي او ټاکنو کې ټولو ګوندونو ته يوشان ازادي وي خو له بده مرغه په دې تر اوسه هيڅ کار نه دی شوی، ټاکنې په يوه ورځ يا په مختلفو وختونو کولو سره بنيادي ستونزه نه حل کېږي''

پاکستان کې له تېرو څو میاشتو راهیسې د انتخاباتو د نېټې پرسرشخړه روانې دي. په پنجاب او خیبر پښتونخوا کې دا مهال نګران حکومتونه دي. د خیبر پښتونخوا ګورنر د جنورۍ پر ۱۷مه د هغه وخت د اعلا وزير محمود خان پر سپارښتنه صوبايي اسمبلۍ ماته کړه. تر دې وړاندې د جنورۍ پر ۱۴مه د پنجاب اسمبلۍ ړنګه شوې وه.

د پاکستان مرکزي حکومت دريځ لري چې په اوس وخت کې انتخابات د خراب اقتصادي حالاتو او ناامنیو له کبله نه شي کېدلای. د چارواکو په وينا، له همدې امله بايد د قامي او څلورواړه صوبو اسمبلیو انتخابات د روان ۲۰۲۳زکال په اکتوبر کې وشي. خو تحریک انصاف غوښتنه کوي چې د پاکستان له ايين سره سم ټاکنې باید په ۹۰ ورځو کې وشي چې دا موده د مې په میاشت کې پوره کېږي.

پيپلز ګوند په سيند کې د احتجاجي مظاهرو اعلان داسي وخت کړی چې په سپريم کورټ کې د اپرېل پر ۱۹مه د انتخاباتو د قضیې د اورېدنې پرمهال چيف جسټس عمر عطا بنديال د سياسي ګوندونو پر مشرانو غږ کړی وو چې د انتخاباتو د نېټي لپاره دې مذاکرات وکړي او عدالت ته دې حاضر شي.

خو د پي ډي اېم مشر مولانا فضل الرحمان بيا په يوه خبري غونډه کې وويل چې په حکومت کې شامل ټول ګوندونه او پارلېمان د عدالت پر هغې درې کسیزه جرګګۍ باور نه لري نو ځکه نه ورحاضرېږي.

XS
SM
MD
LG