د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې واکمن اتحاد او حکومت مخالفه ګوند د انتخاباتو په اړه مذاکرات کوي


پاکستان کې دا وخت د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ د سياسي ګوندونو اتحاد حکومت کوي ــ پخوانی انځور
پاکستان کې دا وخت د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ د سياسي ګوندونو اتحاد حکومت کوي ــ پخوانی انځور

په پاکستان کې د واکمن اېتلاف او حکومت مخالفه ګوند پاکستان تحریک انصاف غړي په پنجاب او خیبر پښتونخوا کې د انتخاباتو په اړه نن (د اپرېل پر ۲۸مه) بیا خبرې اترې کوي.

دواړو خواوو د اپریل پر ۲۷مه ماښام د هغه هېواد د سېنېټ مشر صادق سنجراني په کور کې د انتخاباتو پر سر د لانجې هوارولو لپاره مذاکرات پیل کړي ول.

د حکومت له لوري په خبرو اترو کې د پاکستان پيپلز ګوند یو مرکزي مشر او د هغه هېواد پخواني وزيراعظم يوسف رضا گيلاني هم برخه اخيستې وه.

نوموړي د اپرېل پر ۲۷مه په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل چې نن (د اپرېل پر ۲۸مه) ماسپښین به د پارلېمان په ودانۍ کې بیا غونډه کېږي چې پاکستان تحریک انصاف (پي ټي ای) به پکې خپلې غوښتنې وړاندې کوي.

د هغه ترڅنګ د پاکستان د خزانې وزير اسحاق ډار وويل چې په اصولي توګه پرېکړه شوې چې مسلې به د ايين يا اساسي قانون په چوکاټ کې هوارېږي.

بلخوا د پي ټي ای د مذاکراتي کمېټۍ غړي شاه محمود قريشي په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل چې دواړو خواوو په مذاکراتو کې خپل دريځ وړاندې کړى او د واکمن ايتلاف غړو ورته ويلي چې د انتخاباتو پر موضوع به ټول سیاسي ګوندونه په اعتماد کې اخلي.

د پاکستان حکومتي اتحاد او مخالف ګوند پاکستان تحریک انصاف په داسې حال کې خبرو ته کښېني چې په هغه هېواد کې له تېرو څو میاشتو راهیسې په پنجاب او خيبر پښتونخوا صوبو کې د انتخاباتو د نېټو پر سر ناندرۍ روانې دي او په وروستیو کې پر دې موضوع د حکومت او سپریم کورټ ترمینځ اختلافات ژور شوي دي.

دا تر هغې وروسته ده چې د اپرېل پر څلورمه د پاکستان سپریم کورټ درې کسیزه جرګګۍ په اکتوبر مياشت کې په پنجاب او خیبر پښتونخوا کې د صوبايي اسمبلیو انتخاباتو په اړه د انتخاباتي کمېشن پرېکړه رد کړه او په پنجاب کې يې د مې پر ۱۴مه د انتخاباتو کولو امر وکړ.

انتخاباتي کمېشن د مارچ پر ۲۲مه اعلان وکړ چې د پیسو نه شتوالي او خراب امنیتي وضعیت له امله انتخابات د اکتوبر تر اتمې ځنډوي. کمېشن دا راز د مارچ پر ۲۹مه اعلان وکړ چې د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ انتخابات هم د اکتوبر پر اتمه کوي.

په پنجاب او خیبر پښتونخوا کې دا مهال نګران حکومتونه دي. د خیبر پښتونخوا ګورنر د جنورۍ پر ۱۷مه د هغه وخت د اعلا وزير محمود خان پر سپارښتنه صوبايي اسمبلۍ ماته کړه. تر دې وړاندې د جنورۍ پر ۱۴مه د پنجاب اسمبلۍ ړنګه شوې وه.

په پنجاب او خیبر پښتونخوا کې د تحریک انصاف ګوند حکومتونه ول، هغه ګوند غوښتنه لري چې په دواړو صوبو کې دې زر تر زره صوبایي انتخابات وشي. ګوند د دې لپاره احتجاجونه او جلسې هم کړي دي.

د پاکستان حکومت د سپریم کورټ د درې کسیزه جرګګۍ پرېکړه رد کړې وه او پرضد یې قامي اسمبلۍ پرېکړه لیک هم منظور کړی وو.

تر دې وروسته د اپرېل پر ۱۰مه د پارلېمان د دواړو جرګو یعنې قامي اسمبلۍ او سېنېټ ګډې غونډې یو قرارداد منظور کړ چې پکې راغلي ول چې په هغه هېواد کې دې د اقتصادي ثبات لپاره سياسي ثبات ضروري دی نو ځکه دې د ټولو اسمبلیو انتخابات له ایین سره سم د نګران حکومت تر څارنې لاندې وشي.

د پاکستان وفاقي حکومت دريځ لري چې په اوس وخت کې د خرابو اقتصادي حالاتو او ناامنیو له کبله انتخابات نه شي کېدای. د چارواکو په وينا، له همدې امله بايد د قامي او څلورواړه صوبو اسمبلیو انتخابات د روان کال په اکتوبر کې وشي.

XS
SM
MD
LG