د پاکستان د سيند صوبې پوليسو د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مخکښ او د پاکستان د قامي اسمبلۍ پخوانی غړی علي وزیر په یوه بله مقدمه کې نیولی او عدالت ته وړاندې کړی دی.
د علي وزير وکيل امداد حيدر سولنګي مشال راډيو ته وویل چې پولیسو وزیر د مارچ پر ۱۹مه د نوشهرو فېروز د ترهګرۍ ضد عدالت ته وړاندې کړ.
د هغه په خبره پولیسو غوښتل چې عدالت ورته وزیر د پوښتنو لپاره وسپاري، خو قاضي یې په عدالتي تحویل (جوډیشل رېمانډ) کې د دادو زندان ته د لېږدولو امر وکړ.
سولنګي وویل، نوموړی په روان ۲۰۲۶ز کال کې په دادو کې د هغه پر ضد د درج شوې مقدمې له مخې نیول شوی دی.
د سولنګي په وينا، په دې مقدمه کې هم پر وزیر د ریاست ضد ویناګانو او د خلکو د پارونې د هڅې تورونه شامل دي خو نوموړی او پښتون ژغورنې غورځنګ دا تورونه په کلکه ردوي او وايي چې وزير یوازې د پښتنو د حقونو لپاره سوله ییزه مبارزه کړې ده.
دا تر هغې وروسته ده چې د سيند های کورټ د حیدراباد څانګې دوه کسیزې جرګګۍ د مارچ پر ۱۰مه په وروستۍ مقدمه کې علي وزير ته ضمانت ورکړی وو او د هغه د سمدستي خوشې کولو امر یې کړی وو.
خو د مارچ پر ۱۶مه د سیند د سکر له زندانه تر خوشې کېدو څو ساعته وروسته بيا نیول شوی وو او له هغه راهيسې بې درکه وو.
په سیند کې د پي ټي اېم یو غړي عادل شاه د مارچ پر ۱۷مه مشال راډیو ته ویلي وو چې وزیر تر خوشې کېدو وروسته په سکر کې د یو ملګري په کور کې روژه ماتی وکړ او غوښتل یې چې د خیبر پښتونخوا پر لوري روان شي، خو د نوموړي په وينا، د پولیسو په ګډون په ساده جامو کې ګڼو کسانو یې پر کور چاپه ووهله او په زور یې له ځانه سره یووړ.
د سيند حکومت او په سکر کې پولیسو د وزیر د بیا نیولو په اړه رسمي دریځ نه وو وړاندې کړی.
د بشري حقونو فعالانو او بېلابېلو سیاسي ګوندونو د علي وزیر پر بیا نیولو ژوره اندېښنه ښوولې، دا اقدام یې د قانون خلاف عمل بللی دی او د هغه د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه یې کړې ده.
دا هم وګورئ:
د بخښنې نړیوال سازمان د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ مشر علي وزیر د خوشې کولو غوښتنه کړې د علي وزير وکيله وايي هغه ناروغ دی او درملنې ته لاسرسی نه لريعلي وزیر تر خوشي کېدو څو ساعته وروسته بیا نیول شوی دیدا په داسې حال کې ده چې د اسلام اباد پولیسو علي وزیر د ۲۰۲۴ز کال د اګست پر درېيمه نیولی وو. هغه مهال پر نوموړي د موټر د ټکر، د نشه يي موادو د ساتلو او له پولیسو سره د نښتې تور پورې شوی وو. خو وروسته عدالت ورته په هغو مقدمو کې ضمانت ورکړ، خو علي وزير خوشې نه شو او له اسلام اباده راولپېنډۍ، بیا د پنجاب بېلابېلو ضلعو په جېلونو او وروسته د بلوچستان په حب کې بندي شو.
په هغو ټولو ځايونو کې پولیسو پر هغه تور پوې کړی وو چې د امنيتي ځواکونو پر ضد یې ويناوې کړي او د ریاست پر ضد یې د خلکو پارولو هڅه کړې ده.
د پنجاب د هغو ضلعو انتظامي مشرانو (ډېپټي کمېشنرانو) د وزیر پر ضد په ليکلو پولیس راپورونو کې ويلي ول چې که هغه له زندانه خوشې شي نو عامه نظم ګډوډوي.
خو د نوموړي وکيلان او د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران هغه ټولې دعوې په مفروضو ولاړې او دا د وزیر د خاموشه کولو هڅې بولي.
علي وزیر تر دې وړاندې هم څو ځلې نیول شوی او بیا خوشې شوی دی. هغه د ۲۰۲۳ز کال د نومبر پر ۱۴مه د ډېره اسماعیل خان د درابڼ پوليسو نیولی وو او د نومبر پر ۲۱مه یې په ضمانت له زندانه خوشې کړ.
تر دې مخکې د پېښور پولیسو د ۲۰۲۰ز کال په ډېسېمبر کې وزیر د کراچۍ پولیسو په غوښتنه ونیوه او ورباندې یې د ریاستي ادارو پر ضد د کرکې خپرولو او ویناګانو کولو تور پورې کړ. د پېښور پولیسو وروسته نوموړی د سیند پولیسو ته وسپاره. هغه مهال نوموړی تر ۲۶میاشتني زندان وروسته د ۲۰۲۳ز کال د فبرورۍ پر ۱۴مه له کراچۍ زندانه خوشې شو.
وزیر داداز د ۲۰۱۹ کال د مې پر ۲۶مه په شمالي وزیرستان کې د خړکمر تر پېښې وروسته ونیول شو او شاوخوا پینځه میاشتې یې په زندانونو کې تېرې کړې. هغه د ۲۰۱۹ کال د سېپټېمبر پر ۲۰مه د خیبر پښتونخوا د هریپور له زندانه په ضمانت خوشې شو.
علي وزير د پاکستان پر امنيتي پاليسيو د سختو نيوکو لپاره پېژندل کېږي. هغه تور پورې کوي چې د پاکستان پوځ د ترهګرۍ د ختمولو پر ځای، د وسلوالو د پيدا کولو سبب شوی دی.
خو د پاکستان پوځ او حکومت تل دا تور رد کړی او وايي د ترهګرۍ ضد جګړه کې یې ډېره قرباني ورکړې ده.