د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ډېره اسماعيل خان پوليسو د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ علي وزير نيولی دی


د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ او د پاکستان قامي اسمبلۍ پخوانی غړی علي وزير په کراچۍ کې وينا کوي ــ انځور له ارشيفه
د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ او د پاکستان قامي اسمبلۍ پخوانی غړی علي وزير په کراچۍ کې وينا کوي ــ انځور له ارشيفه

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشران وايي چې ډېره اسماعيل خان د درابڼ پوليسو د غورځنګ مخکښ او د پاکستان قامي اسمبلۍ پخوانی غړی علي وزير نيولی دی.

د پي ټي اېم درازنده سيمې مشر نذير افغان مشال راډيو ته ويلي چې علي وزير نن (د نومبر پر ۱۴مه) له بلوچستان صوبې څخه د خيبر پښتونخوا پر لور روان وو، چې سهار شاوخوا پينځه بجې د درابڼ پوليسو ګرفتار کړ او وروسته يې د ډېره اسماعيل خان صدر تاڼې پوليسو ته وسپاره.

د ډیره اسماعیل خان صدر تاڼې اېس ایچ او حباب بلوچ مشال راډیو ته ويلي چې د درابڼ تاڼې پولیسو علی وزیر په دوو مقدمو کې ګرفتار کړی ګرفتار کړی او بيا يې دوی ته سپارلی دی.

نوموړي زياته کړې چې علي وزير به سبا (د نومبر پر ۱۵مه) د ډېره اسماعیل خان عدالت ته وړاندې کوي.

علي وزير د نومبر پر ۱۳مه په چمن کې د تاجر اتحاديې او سياسي ګوندونو هغه پرلت ته وينا کړې وه چې د چمن او سپين بولدک ترمينځ د پاسپورټ او ويزې لازمي کېدو پرضد د اکتوبر له ۲۱مې روان دی.

نوموړي پرلت ته په وينا کې په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت غږ کړی وو چې هغوی دې د پاکستان او افغانستان ترمينځ پر ديورنډ کرښه پر پاسپورټ د سفر کولو خلاف له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړي.

نوموړي پر دې مهال زياته کړې وه: "مونږ نه ډېورنډ لاين منو، نه دې پاسپورټ منو او نه دې بل څه منو، موږ د لوی افغانستان خلک وو، يو او اينده به هم یو."

د نومبر پر ۱۳مه د پاکستان په سېنېټ کې ځينو سېنېټرانو هم د چمن له پرلتوالو سره ملاتړ ښوولی او پر حکومت یې غږ کړی چې د هغو احتجاج کوونکو غوښتنې ومني.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين هم ويلي چې علي وزير د ډېره اسماعيل پوليسو په حراست کې دی.

نوموړي د نومبر پر ۱۴مه پر خپله فېسبوک پاڼه ليکلي چې پر علي وزير کومه مقدمه نه شته او په پاتې مقدمو کې پېښور های کورټ حفاظتي ضمانت ورکړی دی.

پښتين ادعا کړې چې له پوليسو سره د علي وزير د ګرفتارۍ کوم جواز نه شته: "پوليس افسران وايي پر موږ د ای اېس ای او اېم ای (استخباراتي ادارو) فشار دی چې په څه نا څه طريقه مقدمه ورباندې جوړه کړئ او ویې نيسئ."

د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارو تر اوسه د پښتين د دې ادعاوو په اړه څه نه دي ويلي خو د ډېره اسماعيل خان پوليس وايي چې پر علي وزير وار له مخه دوې مقدمې درج وې او د هغه د ضمانت ۴۵ ورځې پای ته رسېدلې وې.

علي وزير تر دې وړاندې هم څو ځلې نيول شوی او د مياشتو ان کلونو تر بند وروسته بيا په ضمانت خوشې کړل شوی دی.

نوموړی په وروستي ځل د پي ټي اېم له ځينو نورو غړيو سره يو ځای د اګست پر ۱۸مه په اسلام اباد کې تر جلسې وروسته نیول شوی وو. پر هغوی د پاکستان امنيتي ځواکونو پر ضد د خلکو د پارونې او تشدد ته د هڅونې تورونه ول، چې هغوی بې بنیاده بولي.

وروسته اسلام اباد های کورټ د هغوی ضمانتونه ومنل او پولیسو ته یې امر وکړ چې دغه فعالان خوشې کړي. د عدالت د امر په رڼا کې علي وزير او نور ملګري يې د سېپټېمبر پر ۱۹مه ناوخته له زندانه خوشې کړل شول.

پښتون ژغورنې غورځنګ وايي، د ناامنۍ پرضد او د پښتنو د حقونو خوندیتوب لپاره سوله ییزه او له قانون سره سمه مبارزه کوي. دوی د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې مظاهرې کړې او پر امنيتي ځواکونو یې غږ کړی چې په وسله والو کې دې ښه او بد نه ګوري. د پاکستان پوځ دريځ لري چې د ترهګرو پر ضد بې توپيره مبارزه کوي.

  • انځور سایز

    اشتیاق مسید

    اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG