د لاسرسي ځای

تازه خبر

سیند های کورټ د علي وزیر د خوشي کولو امر کړی دی

د اسلام اباد پولیسو علي وزیر د ۲۰۲۴ز کال د اګست پر درېيمه نیولی وو. (انځور: ارشیف)
د اسلام اباد پولیسو علي وزیر د ۲۰۲۴ز کال د اګست پر درېيمه نیولی وو. (انځور: ارشیف)

سیند های کورټ د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د مخکښ او د قامي اسمبلۍ د پخواني غړي علي وزیر د خوشې کولو امر کړی دی.

د سیند های کورټ د حیدراباد څانګې پر جسټس ارباب علي او جسټس ریاضت علي ساحر مشتملې دوه کسیزې جرګګۍ د مارچ پر ۱۰مه د علي وزیر پر درخواست اورېدنه وکړه او د هغه د وکیل د دلایلو تر اورېدو وروسته یې د علي وزیر ضمانت منظور کړ او د هغه د خوشې کېدو امر یې وکړ.

د علي وزیر وکیل امداد حیدر سولنګي مشال راډیو ته وویل چې عدالت د ۵۰،۰۰۰ روپیو د مچلکې په بدل کې د علي وزیر ضمانت منظور کړ او د هغه د سمدستي خوشې کولو امر یې وکړ.

نوموړي زياته کړه چې دا پر علي وزیر وروستۍ مقدمه وه چې د سيند د نوابشاه اېرپورټ تاڼې پولیسو درج کړې وه.

د سولنګي په وینا، په دې مقدمه کې پر علي وزیر تور پورې کړل شوی وو چې له زندانه یې د ریاست پرضد تبلیغ کړی او خلک یې د ریاستي ادارو پرضد پارولي دي.

هغه زياته کړه، "هغه مهال علي وزیر لا په زندان کې وو خو پولیسو تورن کړی وو چې هغه له زندانه داسې مواد خپاره کړي دي چې پکې د ریاستي ادارو پر ضد خبرې شوې دي او خلک یې د دغو ادارو پر ضد پارولي دي."

امداد حیدر سولنګي وویل چې وروسته د ترهګرۍ ضد عدالت دا قضیه د انټرنېټي جرمونو څېړونکې ملي ادارې ته ولېږله.

د نوموړي په خبره، یادې ادارې د اوږدې مودې تر پلټنو وروسته علي وزیر بې ګناه وباله، خو د څو میاشتو لپاره یې خپل راپور او حکم عدالت ته نه وو سپارلی، چې له امله یې علي وزیر بې له کوم جرمه په زندان کې بندي وو.

د علي وزیر نېږدې ملګري او د پي ټي ایم یو غړي بادشاه پشتین مشال راډیو ته وویل چې د کاغذي کارونو تر بشپړېدو وروسته هېله من دي چې علي وزیر د مارچ پر ۱۱مه د سکر له زندانه خوشې شي.

نوموړي زیاته کړه چې که د پولیسو لخوا پر علي وزیر کومه بله مقدمه درج نه شي، نو تمه ده چې هغه به له زندانه ووځي.

خو تېر وخت ته په کتو داسې څو ځله شوي دي چې علي وزیر له زندانه خوشې شوی خو پولیسو ورپسې داسې ناڅاپي مقدمې را ايستلي دي چې د پي ټي اېم له خوا بې بنیاده بلل شوې دي.

د اسلام اباد پولیسو علي وزیر د ۲۰۲۴ز کال د اګست پر درېيمه نیولی وو. هغه مهال پر نوموړي د موټر د ټکر، د نشه يي موادو د ساتلو او له پولیسو سره د نښتې تور پورې شوی وو. خو وروسته عدالت ورته په هغو مقدمو کې ضمانت ورکړ، خو علي‌ وزير خوشې نه شو او له اسلام اباده راولپېنډۍ، بیا د پنجاب بېلابېلو ضلعو په جېلونو او وروسته د بلوچستان په حب کې بندي شو.

په هغو ټولو ځايونو کې پولیسو پر هغه تور پوې کړی وو چې د امنيتي ځواکونو پر ضد یې ويناوې کړي او د ریاست پر ضد یې د خلکو پارولو هڅه کړې ده.

د پنجاب د هغو ضلعو انتظامي مشرانو (ډېپټي کمېشنرانو) د وزیر پر ضد په ليکلو پولیس راپورونو کې ويلي چې که هغه له زندانه خوشې شي نو عامه نظم ګډوډوي.

خو د نوموړي وکيلان او د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران هغه ټولې دعوې په مفروضو ولاړې او دا د وزیر د خاموشه کولو هڅې بولي.

علي وزیر تر دې وړاندې هم څو ځلې نیول شوی او بیا خوشې شوی دی. هغه د ۲۰۲۳ز کال د نومبر پر ۱۴مه د ډېره اسماعیل خان د درابڼ پوليسو نیولی وو او د نومبر پر ۲۱مه یې په ضمانت له زندانه خوشې کړ. تر دې مخکې د پېښور پولیسو د ۲۰۲۰ز کال په ډېسېمبر کې وزیر د کراچۍ پولیسو په غوښتنه ونیوه او ورباندې یې د ریاستي ادارو پر ضد د کرکې خپرولو او ویناګانو کولو تور پورې کړ. د پېښور پولیسو وروسته نوموړی د سیند پولیسو ته وسپاره. هغه مهال نوموړی تر ۲۶میاشتني زندان وروسته د ۲۰۲۳ز کال د فبرورۍ پر ۱۴مه له کراچۍ زندانه خوشې شو.

وزیر داداز د ۲۰۱۹ کال د مې پر ۲۶مه په شمالي وزیرستان کې د خړکمر تر پېښې وروسته ونیول شو او شاوخوا پینځه میاشتې یې په زندانونو کې تېرې کړې. هغه د ۲۰۱۹ کال د سېپټېمبر پر ۲۰مه د خیبر پښتونخوا د هریپور له زندانه په ضمانت خوشې شو.

علي‌ وزير د پاکستان پر امنيتي پاليسيو د سختو نيوکو لپاره پېژندل کېږي. هغه تور پورې کوي چې د پاکستان پوځ د ترهګرۍ د ختمولو پر ځای، د وسلوالو د پيدا کولو سبب شوی دی.

خو د پاکستان پوځ او حکومت تل دا تور رد کړی او وايي د ترهګرۍ ضد جګړه کې یې ډېره قرباني‌ ورکړې ده.

  • انځور سایز

    نیاز علي

    نیاز علي په کراچۍ کې د مشال راډیو خبریال دی او هلته د سیند پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو چارو د خبریالۍ ترڅنګ د پښتنو پر ژوند او ستونزو هم راپورونه او خپرونې جوړوي.

XS
SM
MD
LG