د لاسرسي ځای

تازه خبر

علي وزير او محسن داوړ له زندانه خوشې شول


علي وزير او محسن داوړ ته له زندانه تر خوشې کېدو وروسته هارونه ور په غاړه کړل شول.
علي وزير او محسن داوړ ته له زندانه تر خوشې کېدو وروسته هارونه ور په غاړه کړل شول.

د پښتون ژغورنې غورځنګ دوه مهم مشران او د پاکستان د قامي اسمبلۍ غړي علي وزیر او محسن داوړ د شاوخوا څلور میاشتني بند تېرولو وروسته تېره شپه (د سېپټېمبر پر۲۰ مه) د هريپور له زندانه په ضمانت خوشي شول.

د دوی د خوشي کېدو پر وخت د غورځنګ ګڼ شمېر پلویان د زندان مخې ته ټول شوي وو.

له زندانه تر وتلو وروسته محسن داوړ د پي ټي اېم غړيو ته وویل، که پښتانه په هره چاره کې همداسې اتفاق وکړي لکه د دوی د خلاصون لپاره یې چې وکړ، نو د دې قام ټولې ستونزې به یو په بل پسې هوارې شي.

علي وزیر بيا په خپلو خبرو کې وویل، د پښتنو د حقونو لپاره به خپله مبارزه جاري ساتي. نوموړي زياته کړه:

"له پښتون قام سره چې موږ کومې ژمنې کړې نو هغه به په هر حالت کې پوره کوو. که په دې مبارزه کې د سر قرباني هم رانه وغوښتل شي نو ترې ډډه به ونکړو."

دا په داسې حال کې ده چې د سېپټېمبر پر ۱۸ مه د پېښور هايي کورټ بنو څانګې جج ناصر محمود په مشرۍ يوې جرګه ګۍ په خړ کمر پېښه کې د علي وزیر او محسن داوړ ضمانتونه منظور کړل.

خو د دوی وکيل طارق افغان نن (د سېټېمبر پر ۲۱مه) مشال راډيو ته وويل چې د جج لخوا له ضمانت سره تړل شوي شرطونه مناسب نه دي:

"د علي او محسن لپاره دا لازمه ګرځول شوې چې هره اوونۍ به د سيمې د ضلعي پوليس افسر دفتر ته حاضرېږي او هره مياشت به د ضمانت نوي درخواستونه ورکوي."

طارق افغان زياته کړه چې دوی په دې لړ کې له سپريم کورټ سره پر رجوع کولو هم غور کوي.

محسن داوړ او علي وزیر د خړ کمر له پېښې وروسته نيول شوي وو. د پښتون ژغورنې غورځنګ په وينا د روان کال د مې پر ۲۶مه نېټه د شمالي وزیرستان په خړ کمر کې د پاکستانیو عسکرو په ډزو کې د دوی ۱۴ غړي ووژل شول او تر ۴۰ زيات ژوبل شول خو امنیتي ادارې دا ردوي او بیا تور پورې کوي چې د محسن او علي په مشرۍ مظاهرچیانو د دوی پر یوه پوسته برید کړی وو چې پکې د پوځ پنځه تنه ژوبل شوي ول خو د دې ادعا لپاره يې کوټلي ثبوتونه نه دې راوړي.

هلته د جنوبي او شمالي وزیرستان خلکو د علي وزیر او محسن داوړ د خوشې کېدو هرکلی کړی او د خوشالۍ جشنونه یې جوړ کړي دي. دوی وايي، د دواړو مشرانو د هرکلي لپاره یې تیارۍ نېولي دي. د سیمې خلک وايي، د عدالتي پرېکړې څخه خوښ دي.

XS
SM
MD
LG