د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو په وینا، د غورځنګ مخکښ او د قامي اسمبلۍ پخوانی غړی علي وزیر د سیند په سکهر ښار کې د مارچ پر ۱۶مه تر خوشي کېدو څو ساعته وروسته یو ځل بیا د پولیسو له خوا نیول شوی دی.
په سیند کې د پښتون ژغورنې غورځنګ یو غړي عادل شاه مشال راډیو ته ویلي چې علي وزیر د شپې ناوخته هغه مهال ونیول شو چې نوموړی د یو ملګري په کور کې د روژه ماتي په مېلمستیا کې شریک وو.
هغه وویل، له روژه ماتي وروسته علي وزیر غوښتل چې د خیبر پښتونخوا پر لور روان شي، خو د پولیسو په ګډون په ساده جامو کې ګڼو کسانو ، پر کور چاپه ووهله او هغه یې په زور له ځان سره یووړ.
عادل شاه زیاته کړه چې دوی په دې معلومولو کې نه دي بریالي شوي چې علي وزیر ولې نیول شوی او اوس چېرې دی؟
بل لور ته، په سکھر کې پولیسو او د سندھ پولیس تر اوسه د علي وزیر د بیا نیولو په اړه کوم رسمي دریځ نه دی وړاندې کړی.
علي وزیر په داسې حال کې بیا نیول شوی چې د مارچ پر ۱۰مه د سندھ هایکورټ د حیدراباد بنچ په وروستۍ مقدمه کې هغه ته ضمانت ورکړی و او د سمدستي خوشې کېدو حکم یې کړی وو.
د سیند های کورټ د حیدراباد څانګې پر جسټس ارباب علي او جسټس ریاضت علي ساحر مشتملې دوه کسیزې جرګګۍ د مارچ پر ۱۰مه د علي وزیر پر درخواست اورېدنه وکړه او د هغه د وکیل د دلایلو تر اورېدو وروسته یې د علي وزیر ضمانت منظور کړ او د هغه د خوشې کېدو امر یې وکړ.
د پنځوس زره روپیو د ضمانتي مچلکو تر جمع کېدو وروسته، هغه د مارچ پر ۱۶مه خوشې شو او د زندان مخې ته د غورځنګ ګڼو غړو او پلویانو یې هرکلی وکړ.
د بشري حقونو فعالانو او بېلا بېلو سیاسي ګوندونو د علي وزیر پر بیا نیولو ژوره اندېښنه ښودلې او دا اقدام یې د قانون خلاف بللی دی او د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه یې کړې ده.
د پښتونخوا نیشنل ملي عوامي ګوند د سیند مشر صدیق اغا په خپل بیان کې ویلي چې "د علي وزیر بیا نیونه د پولیسو او ریاستي ادارو د وارخطایۍ پایله ده."
هغه ویلي چې علي وزیر چې شاوخوا ۲۰ میاشتې د سیند او د هېواد په بېلا بېلو زندانونو کې بند پاتې شوی، پر هغه لګېدلي تورونه هېڅ هم ثابت نه شول.
په ټولنیزو رسنیو، په ځانګړي ډول ایکس د بشري حقونو فعالو د پولیسو پر دې عمل سخت غبرګون ښودلی دی.
د اسلام اباد پولیسو علي وزیر د ۲۰۲۴ز کال د اګست پر درېيمه نیولی وو. هغه مهال پر نوموړي د موټر د ټکر، د نشه يي موادو د ساتلو او له پولیسو سره د نښتې تور پورې شوی وو. خو وروسته عدالت ورته په هغو مقدمو کې ضمانت ورکړ، خو علي وزير خوشې نه شو او له اسلام اباده راولپېنډۍ، بیا د پنجاب بېلابېلو ضلعو په جېلونو او وروسته د بلوچستان په حب کې بندي شو.
په هغو ټولو ځايونو کې پولیسو پر هغه تور پوې کړی وو چې د امنيتي ځواکونو پر ضد یې ويناوې کړي او د ریاست پر ضد یې د خلکو پارولو هڅه کړې ده.
د پنجاب د هغو ضلعو انتظامي مشرانو (ډېپټي کمېشنرانو) د وزیر پر ضد په ليکلو پولیس راپورونو کې ويلي چې که هغه له زندانه خوشې شي نو عامه نظم ګډوډوي.
خو د نوموړي وکيلان او د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران هغه ټولې دعوې په مفروضو ولاړې او دا د وزیر د خاموشه کولو هڅې بولي.
علي وزیر تر دې وړاندې هم څو ځلې نیول شوی او بیا خوشې شوی دی. هغه د ۲۰۲۳ز کال د نومبر پر ۱۴مه د ډېره اسماعیل خان د درابڼ پوليسو نیولی وو او د نومبر پر ۲۱مه یې په ضمانت له زندانه خوشې کړ.
تر دې مخکې د پېښور پولیسو د ۲۰۲۰ز کال په ډېسېمبر کې وزیر د کراچۍ پولیسو په غوښتنه ونیوه او ورباندې یې د ریاستي ادارو پر ضد د کرکې خپرولو او ویناګانو کولو تور پورې کړ. د پېښور پولیسو وروسته نوموړی د سیند پولیسو ته وسپاره. هغه مهال نوموړی تر ۲۶میاشتني زندان وروسته د ۲۰۲۳ز کال د فبرورۍ پر ۱۴مه له کراچۍ زندانه خوشې شو.
وزیر داداز د ۲۰۱۹ کال د مې پر ۲۶مه په شمالي وزیرستان کې د خړکمر تر پېښې وروسته ونیول شو او شاوخوا پینځه میاشتې یې په زندانونو کې تېرې کړې. هغه د ۲۰۱۹ کال د سېپټېمبر پر ۲۰مه د خیبر پښتونخوا د هریپور له زندانه په ضمانت خوشې شو.
علي وزير د پاکستان پر امنيتي پاليسيو د سختو نيوکو لپاره پېژندل کېږي. هغه تور پورې کوي چې د پاکستان پوځ د ترهګرۍ د ختمولو پر ځای، د وسلوالو د پيدا کولو سبب شوی دی.
خو د پاکستان پوځ او حکومت تل دا تور رد کړی او وايي د ترهګرۍ ضد جګړه کې یې ډېره قرباني ورکړې ده.