طالبانو ۹ سړي او ۳ ښځې په درو وهلي دي

دا انځور د ۲۰۲۱ کال د سپتمبر مياشتې په کابل کې د يوې مظاهرې دی چې طالبان پکې احتجاج کوونکي ګواښي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت ځواکونو د لوګر ولایت په یو لوبغالي کې ۳ ښځې او ۹ نارينه د بېلابېلو جرمونو په تورونو د سلګونو نندارچیانو په وړاندې په درو وهلي دي.

اسوشیېټېډ پرېس اژانس د یو راپور تر مخه د لوګر د والي له دفتره د نومبر پر ۲۳مه خلکو ته بلنه ورکړل شوې وه چې د سزا د لیدو لپاره د لوګر پل عالم ښار ګوټي لوبغالي ته ورټول شي.

د والي په دفتر کې یوه چارواکي د نوم نه خپرولو په شرط خبري اژانس ته ویلي چې د یو سیمه ییز عدالت له خوا ځيني کسان د غلا او زنا په سزا محکوم شوي وو او هر یو ته د خپل جرم د سزا په توګه له ۲۱ څخه تر ۳۹ درې یا کوړې ورکړل شوې. نوموړي زیاته کړه چې په سلګونو کسان لوبغالي ته راټول شوي ول او پر دغه مهال په عکسونو او ویډیوګانو جوړولو بندېز وو.

د افغان ښځو د حقونو لپاره د امریکې د بهرنيو چارو وزارت ځانګړې استازې رينا اميري د طالبانو دا کار غندلی دی. هغې پر ټويټر ليکلي: "دا خطرناکې او د خفګان وړ نښې دي چې طالبان دنيا ته ښيي چې دوی د ماضي پالیسيانې یو ځل بيا عملي کوي. دې پالیسيو پخوا طالبانو ته څه ګټه نه وه کړې او اوس به هم هېواد پر هم هغه لارو بیایي."

خو طالبانو د خپلو کړنو دفاع کړې ده. په لوګر کې د دوی د حکومت مرستیال والي عنایت الله شجاع په یوه بیان کې د وهلو ټکولو په اړه ويلي: "په افغانستان کې د ستونزو یوازینۍ حل شریعت دی او باید عملي شي."

له ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱ کال پورې د طالبانو د واکمنۍ په لومړۍ دوره کې، دا ډول عامه سزاوې او سنګسارول یو معمول وو. د غلا په تور له نيول شويو کسانو لاسونه هم پرې کېدل.

دا هم وګورئ: پيترېیس اشترو ووچيس: طالبان د نړۍ غوښتنو ته غوږ نه ږدي او افغانستان منزوي کوي

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه د کابل تر نيولو مخکې ويلي وو چې دوی د پخوا په نسبت بدل شوي دي. خو واک ته تر رسېدو وروسته یې پر ښځو محدوديتونه زیات کړل. دوی پر ښځو مخ پټول جبري کړي، له شپږم ټولګي پورته یې د نجونو ښوونځي بند کړي او پارکونو ته یې له تګه منع کړي دي.

نړيوالو پر طالبانو غږ کړی چې د ښځو سره دې توپيري چلند بند کړي خو طالبان وايي چې دوی هر څه د خپل (تشریح شوي) شريعت له مخې کوي. دوی دا چوکاټ نه دی واضحه کړی.

شاوخوا ۱۰۰ افغان ښځینه فعالانو د طالبانو په واکمنۍ کې د افغان ښځو او نجونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته لیکونه لېږلي وو. دې ليکونو ته ۱۰۰ فريادونه نوم ورکړل شوی دی.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د افغان ښځو لخوا د نومبر پر ۱۳مه په استول شویو لیکونو کې د ښځو هدفي وژنې، د ښځو سنګسار او وهل، جنسي تېري، پر خپلسر نیول او ځورونې، جبري او کم عمره ودونه، اجباري حجاب، د نجونو د ښوونځیو تړل، د ښځو پرمخ د لوبغالو او تفریحي پارکونو تړل د ښځو د بشري حقونو د پراخو سرغړونو په توګه یاد شوي.