د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان مذهبي‌ ګوندونه د افغانو نجونو تړل شویو ښوونځیو ته څنګه ګوري؟


د ۲۰۲۲م کال د مارچ پر ۲۳مه تر رخصتیو وروسته طالبانو د ښځینه ښوونځیو بیرته تړلو امر وکړ.
د ۲۰۲۲م کال د مارچ پر ۲۳مه تر رخصتیو وروسته طالبانو د ښځینه ښوونځیو بیرته تړلو امر وکړ.

د پاکستان مذهبي ګوندونو تل په افغانستان کې د وسله والو طالبانو ملاتړ کړی وو او له افغانستان څخه یې د نړیوالو ځواکونو د وتلو غوښتنه کوله. اوس چې د نړیوالو ځواکونو تر وتلو او جمهوري نظام ړنګېدو وروسته طالبان پر افغانستان واکمن شوي نو د پاکستان مذهبي ګوندونه د طالبانو تګلارو ته څنګه ګوري؟

د پاکستان د مذهبي چارو وفاقي وزیر وايي، په افغانستان کې واکمن طالبان د نجونو د تعلیم خلاف نه دي بلکې هلته د دې لپاره امنیتي‌ او اقتصادي حالت برابر نه دی.

د مذهبي چارو وفاقي‌ وزیر او د جمعیت علما اسلام ف ډلې مخکښ مفتي‌ عبدالشکور د نومبر پر شپږمه مشال راډیو ته وویل، دوی لومړی هم د طالبانو دفاع کړې او اوس هم چې چېري ځي هلته یې ملاتړ کوي.

ده وویل، لومړی دې نړۍ د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني‌ او بیا دې له هغوي غوښتنې کوي.

د نورو هیوادونو ترڅنګ په افغانستان دننه هم خلک غوښتنه کوي چې د نجونو ښوونځي پرانیستل شي
د نورو هیوادونو ترڅنګ په افغانستان دننه هم خلک غوښتنه کوي چې د نجونو ښوونځي پرانیستل شي

د پاکستان د مذهبي چارو وفاقي وزیر مفتي عبدالشکور دا څرګندونې په داسې وخت کې کوي چې پاکستان په خپله د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

له نوموړي مې وپوښتل چې که د طالبانو حکومت رښتیا هم د نجونو د تعلیم په ګډون بشري حقونو ته ژمن دي نو بیا یې پاکستان ولې په رسمیت نه پېژني؟

ده وویل، پاکستان نه غواړي چې نړۍ ورباندې بندیزونه ولګوي.

ده زیاته کړه، "موږ ایله اوس د ناقانونه پیسو د څار نړیوالې ادارې له مشکلاتو څخه د سپین والي طرف ته راغلي یو، موږ به دنیا ته ځان څنګه سپینوو، هغوی به موږ ته وايي‌ چې تاسو ترهګر منی او موږ خو لا نه دي منلي، نو نړۍ موږ ته مشکلات جوړوي ګني پاکستان خو طالبان پخوا هم منلي وو."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، طالبان هغه مهال کولای شي د نړۍ باور ترلاسه کړي چې کړنې یې سمې او د دوى له کړو ژمنو سره برابرې شي.

د جماعت اسلامي مرکزي مخکښ پروفیسر محمد ابراهیم مشال راډیو ته وویل، که نړۍ په طالبانو غوښتنې مني نو په کار ده چې لومړی هغوی تسلیم کړي.

ده وویل، پر طالبانو د نجونو د تعلیم لپاره هغه وخت ښه فشار اچول کېدای شي چې دوی په نړیوالو ادارو کې استازي ولري.

افغان مېرمنو د ښوونځیو پرانیستلو لپاره احتجاجونه هم کړي
افغان مېرمنو د ښوونځیو پرانیستلو لپاره احتجاجونه هم کړي

پروفیسر محمد ابراهیم زیاته کړه، "موږ هم د نجونو د سکولونو د بندېدو په حق کې نه یو بلکې موږ هم دا غوښتنه کوو خو که په ملګرو ملتونو کې د امارت اسلامي استازی ناست وي او له هغه څخه هلته تپوس کېږي او ځواب ورڅخه غوښتل کېږي نو دا به ډېره مناسبه وي."

د امریکا تر څنګ اسلامي‌ هیواد متحده عربي اماراتو هم ویلي چې تر شپږم ټولګي پورته د افغان نجونو د ښوونځیو تړل ورته د منلو وړ نه دي.

د جمعیت علما اسلام نظریاتي ډلې مشر مولانا محمد خان شېراني له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل چې په افغانستان کې د نجونو د تعلیم لپاره ضروري ده چې د طالبانو او نړیوالو ترمنځ خبرې اترې وشي.

ده وویل، "د هغه لپاره حل دا دی چې د افغانستان د انتظامي‌ یونټ او د نړۍ د هغو خلکو ترمنځ خبرې اترې وشي چې په ښځو ډېر پرېشانه دي، زما په خیال خو هیڅوک هم د ښځو د تعلیم مخالف نه دي."

د جمعیت علما اسلام سمیع الحق ډلې مخکښ مولانا یوسف شاه بیا وايي، دوی په هر ځای کې د شریعت په چوکاټ کې د ښځو تعلیم ډېر ضروري بولي.

ده وویل، په افغانستان کې واکمن طالبان به هم د وخت له تېرېدو او حالاتو ښه کېدو سره ټولې مسلې هواروي.

ده زیاته کړه ، "هیله لرو چې دوی به دا بندیز لرې کوي، هسې هم موږ وایو چې په پرده او د شریعت په چوکاټ کې وی نو د ښځو تعلیم ډېر ضروري دی، دلته په پاکستان کې هم موږ وایو چې د تعلیم مخلوط نظام دې ختم کړل شي."

طالبان د ۲۰۲۱م کال د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان واکمن شوي وو او له هغه راهسې یې تر شپږم جماعت پورته د نجونو ټول سکولونه تړلي دي.

که څه هم دوی په بیا بیا غوښتنه کوي خو تر اوسه د نړۍ یوه هیواد هم د دوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

XS
SM
MD
LG