د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جانز هاپکېنز پوهنتون راپور: ۸۱ فیصده روغتیاپالانې وايي طالبان یې ځوروي


يوه افغانه ډاکټره یوه ښځه معاینه کوي - انځور له ارشیفه
يوه افغانه ډاکټره یوه ښځه معاینه کوي - انځور له ارشیفه

د امریکا جانز هاپکېنز پوهنتون په یو څېړنیز راپور کې ویلي دي چې په افغانستان کې ۸۱ فیصده روغتیايي کارکوونکې کار ته د تګ پر مهال ځان خوندي نه احساسوي او طالبان یې ځوروي.

هغه پوهنتون د نومبر پر لومړۍ نېټه په افغانستان کې د مور و ماشوم صحت بحران په اړه راپور خپور کړ چې پکې دعوه شوې ده چې طالبان کار ته د تګ پر مهال د "محرم نه شتون" له وجې روغتیاپالانې ځوروي.

د طالبانو حکومت دا راپور رد کړی دی او وايي، روغتیاپالانې په خوندي چاپېریال کې کار کوي.

البته یوې ډاکترې چې د امنیتي مشکلاتو له وجې یې له نوم ښوولو ډده وکړه، د نومبر پر درېیمه مشال راډیو ته وویل شاوخوا "هره ورځ" یې طالبان کار ته د ورتګ پر مهال د "شرعي محرم د نه موجودیت" له امله ځوروي.

نوموړې چې په یو شخصي روغتون کې دنده ترسره کوي، وايي طالب وسلوال "ورته پر امنیتي پوستو سپکې سپورې" وايي او له همدې وجې "کله خو بیخي [کار] ته نه" ځي او اکثر وخت ناوخته رسېږي.

جانز هاپکېنز پوهنتون د نړۍ په کچه یو له لویو علمي او څېړنیزو مرکزونو بلل کېږي چې خپل راپور یې له ښځینه روغتیاپالانو او د روغتیايي چارو له ۱۰ پوهانو سره د ۱۴۱ مرکو پر اساس برابر کړی دی.

پوهنتون وايي، په افغانستان کې یې له ۸۹ داسې روغتیايي کارکوونکو سره مرکې کړې دي چې له افغان بنسټونو سره او نور ۴۲ روغتیاپالان له ناحکومتي ادارو سره کار کوي.

په راپور کې راغلي دي چې ټیکسي چلوونکي له دې وېرې زیات شمېر روغتیايي کارکوونکې تر کار ځایه رسوي چې د محرم نه شتون له وجې به یې طالبان وځوروي.

يوه افغانه ډاکټره په روغتون کې د ناروغ معاینې پر مهال - انځور له ارشیفه
يوه افغانه ډاکټره په روغتون کې د ناروغ معاینې پر مهال - انځور له ارشیفه

د جانز هاپکېنز پوهنتون په راپور کې راغلي دي، همدا لامل دی چې د ناحکومتي روغتیايي مرکزونو ۸۰ سلنه ښځینه روغتیايي کارکوونکو پر افغانستان د طالبانو تر واکمنۍ وروسته "کاري انګېزه" له لاسه ورکړې ده.

په راپور کې راغلي دي، ښځینه روغتیايي متخصصینو پر ستونزو سربېره خپلو کارونو ته دوام ورکړی خو د طالبانو ځورول او ناسم چلند یې تجربه کړی دی.

جانز هاپکېنز پوهنتون په خپل راپور کې وايي، په تېر یو کال کې زیات شمېر ښځینه روغتیايي کارکوونکو افغانستان پرېښی دی او نورو هېوادونو ته کډوالې شوې دي.

پوهنتون زیاتوي چې که د روغتیاپالانو پر وړاندې دا ډول حالت دوام ومومي نو په افغانستان کې د مور و ماشوم د روغتیا برخه، چې وار له مخه د کړکېچ ښکار ده، له لا نورو مشکلاتو سره مخامخېدای شي.

خو د طالبانو حکومت هغه راپور ردوي او د ځان پر ضد يې تبلیغات بولي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د نومبر پر درېیمه مشال راډیو ته وویل، "روغتیايي مرکزونو ته ښځینه روغتیاپالانې په ډېر مصوون شکل ځي او له هېڅ ډول برخورد سره نه مخامخ شوي او نه مخامخېږي."

مجاهد وویل، دا ډول "اوازې" ناسم پوهاوی زېږوي او "پروپاګند" دی.

دی زیاتوي، "د شرعي محرم موضوع یوازې د لیرو سفرونو لپاره مطرح ده په ښار کې هېڅ اړتیا نه‌ شته او نه هم کار ځای ته د تګ راتګ پر مهال د محرم مسله شرط بلل شوې ده."

پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ نېږدې څوارلس میاشتې تېرېږي.

طالبانو په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو په تعليم بنديز لګولی، پر ښځو یې مخ پټول جبري کړي، له محرم بغير ښځو ته له کورونو د وتلو اجازه نه شته او له ځينو وزارتونو یې ښځينه کار کوونکي اېستلي دي. طالبان وايي، له "شرعي اصولو" سره سم پر مخ ځي خو د هغې وضاحت نه کوي او ټینګار کوي چې د نجونو تعليم په اړه په يوې پاليسۍ جوړولو کار کوي.

XS
SM
MD
LG