د ماشومانو نجونو نړيواله ورځ: د پښتنو نجونو وضعيت څنګه دی؟

ملګري ملتونه وايي چې په نړۍ کې د ۱۵ کلونو څخه تر ۱۹ کلونو پورې عمر لرونکو په هرو څلورو نجونو کې یوه له تعلیمه محرومه ده. پخوانی انځور

ملګري ملتونه هر کال د اکتوبر پر ۱۱مه د ماشومانو نجونو نړیواله ورځ لمانځي.

دغه سازمان وايي چې د دې ورځې لمانځلو هدف نجونو ته ورپېښې ننګونې ختمول، د هغوی واکمنول او ورکړل شوي حقونه يې عملي کول دي.

ملګري ملتونه زیاتوي چې له ماشومانو نجونو او ښځو سره توپیرې چلند ختمول نه یوازې بنیادي بشري حق دی بلکې دا د ژوند په بېلا بېلو ډګردونو کې د پرمختیا لپاره هم اړين دی.

د نړۍ د نورو برخو په څېر په پاکستان او په تېره بیا په خیبرپښتونخوا کې د بشري حقونو مبارزين وايي چې هلته د هلکانو په پرتله د ماشومانو نجونو زده کړې، روغتیا او نورو بنیادي اړتیاوو ته پام نه کېږي او له ماشوموالي ورسره توپیري چلند پیل شي.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د خیبر پښتونخوا حکومت په کورونو او حجرو کې سکولونه جوړ کړي

په سوات کې د ماشومانو د حقونو مبارزې طاهره سبا سواتۍ د اکتوبر پر ۱۰مه مشال راډیو ته وویل چې له نجونو سره په ماشوموالي کې له کوره توپیري چلند شروع کېدل په هغوی کې د کمترۍ احساس پیدا کوي.

د هغې په خبره، "یو خو په بنیادي حقونو کې توپیري چلند کېږي. هلکان موږ په شخصي سکولونو کې داخل کړو خو جینکو ته هغسې پام نه کوو. کله چې یو ماشوم هلک خپله خور وهي نو موږ ورته دومره څه نه وایو خو چې خور یې بیا وهي او یا پرې یوازې غصه وکړي نو بیا میندې پلرونه ماشومې ته غصه وکړي."

خلک وايي چې جینۍ دې پر کور کښېني او په هلکانو به سبق ووایو.
ناهيد اپريدۍ

طاهره سبا سواتۍ زیاته کړه چې په زیاترو سیمو کې اوس هم د نجونو په کم عمرۍ کې ودونه وشي او له هغوی د خپلې خوښې د ژوند کولو حق واخیستل شي.

په دې اړه د مردان اوسېدونکې عایشه خان چې په کم عمرۍ کې یې واده شوې وه، وايي چې ډاکټره جوړېدل یې ارمان وو خو د واده له وجې یې نه یوازې تعلیم اغېزمن شو بلکې صحت یې هم خراب شو.

"جینۍ چې واده شي نو د کور او کورنۍ ذمه وارۍ یې پر سر شي. دغسې په کم عمرۍ کې د ودونو له وجې یې د صحت مسلې هم جوړې شي او بیا چې ماشومان یې پیدا شي نو ورته په کم عمرۍ کې دا ټول هر څه ډیر ګران شي ځکه چې هغه به د خپل ارام خیال ساتي او که د ماشوم؟"

په پاکستان کې د ولسي او روغتيايي خدماتو ادارې ویلي چې په دې هېواد کې په ۲۰۱۷ز او ۲۰۱۸ز کلونو کې درې اعشاریه شپږ سلنه نجونې تر ۱۵ کلونو په کم عمر کې واده شوې خو د بشري حقونو مبارزين دا شمېره تر دې هم زیاته ښيي.

د مارچ پر لومړۍ نېټه اسلام اباد های کورټ تر ۱۸ کلونو د کم عمرۍ ودونه ناقانونه وګرځول او وفاقي حکومت ته یې امر وکړ چې پر دې موضوع دې له پارلېمانه قانون منظور کړي. سېنېټ په ۲۰۱۹ز کال کې د کم عمرۍ ودونو د مخنیوي قانوني مسوده منظوره کړې وه خو وروسته بیا د سلا مشورو لپاره اسلامي نظریاتي کونسل ته واستول شوه.

ملګري ملتونه وایي چې د کوویډ-۱۹ جهاني وبا پر مهال د ښوونځیو د تړل کېدو له امله زیاتره ماشومانې کار کولو ته اړې شوې او ځینې بیا داسې وې چې د سکولونو بېرته پرانيستو وروسته هم یې زده کړې پیل نه کړې.

په قبایلي ضلعو کې خبریاله ناهید اپرېدۍ هم ورته خبره کوي او وايي چې په دغو سیمو کې اوس هم زیاتره نجونې سکولونو ته نه ورځي. هغه زیاتوي چې د ولس تر څنګ حکومت هم د ماشومانو نجونو تعلیم او خوندیتوب ته پام نه کوي.

دا زیاتوي،"د تعلیم او کم عمرۍ ودونو په لړ کې تر ډېره پوهاوی راغلی دی خو زموږ ځینې کلتوري مسلې دي. نارینه خپلوانو ته اکثره مسلې وي چې نجلۍ لویه شوه او هسې نه څوک پرې څه بد ووايي. بل غربت ډېر دی او کور کې ماشومان زیات وي نو خلک وايي چې نجلۍ دې پر کور کښېني او په هلکانو به سبق ووایو."

دا هم وګورئ:

د نجونو نړیواله ورځ د پښتنو سیمو لپاره ډېر ارزښت لري: ملاله تشدد نجونه له تعليمه بې برخې کويتر ټولو غټ تشدد جينکۍ له تعليمه بې برخې ساتل دي

ملګري ملتونه وايي چې په نړۍ کې له ۱۵ کلونو تر ۱۹ کلونو پورې عمر لرونکو په هرو څلورو نجونو کې یوه له تعلیمه محرومه ده خو بیا په هرو ۱۰ هلکانو کې یو هلک له زده کړو بې برخې دی نو له دې څرګندېږي چې سکول ته په نه تلونکو ماشومانو کې د نجونو شمیره زیاته ده.

په خیبر ضلع کې د ماشومانو د حقونو مبارزه جمایما اپرېدۍ، چې له وړوکوالي یې د نجونو د حقونو لپاره مبارزه پیل کړې، وايي چې د ماشومانو نجونو د حقونو په برخه کې تر ډېره پرمختګ شوی خو باید په دې لړ کې نور کار هم وشي.

نوموړې زیاته کړه، "زه چې ماشومه ومه نو زموږ په سکول کې دوه وارې چاودنې شوې وې. موږ کډوال شو خو بیا هم موږ خپلو هڅو ته دوام ورکړې وو ځکه چې موږ وویل که موږ خاموشه شو نو د ماشومانو جینکو ستونزې او په ځانګړې توګه د تعلیم مسلې راپورته کېدل به پاتې شي."

خو بیا د خیبرپښتونخوا د واکمن ګوند د صوبايي اسمبلۍ غړې عایشه بانو وايي چې حکومت د ماشومانو نجونو د تعلیم لپاره د وظیفو ورکولو، کمیونټي سکولونو جوړولو او په کم عمرۍ کې د ودونو د مخنیوي لپاره اقدامات پیل کړي دي.

د هغې په وينا، " موږ د جینکو د تعلیم لپاره ۷۰ فيصده او د هلکانو د تعلیم لپاره ۳۰ في صده بودیجه مختص کړې ده. په لیرو پرتو سیمو کې جینکو ته د ۱۵۰۰ نه تر ۲۰۰۰ روپو پورې وظیفې هم ورکوو. په کومو سیمو کې چې سرکاري سکولونه کم دي نو هلته مو کمیونټي سکولونه هم جوړ کړل."

عایشه بانو زیاته کړه چې دوی د کم عمرۍ ودونو لپاره د قانون پر جوړولو کار کوي خو د دې په خبره، په دې کې پر ځينو اړخونو اعتراضونه شوي دي او هڅه کوي چې دغه اعتراضانو ختم کړي.

د ۲۰۱۱ز کال د ډېسېمبر پر ۱۹مه ملګرو ملتونو پرېکړه کړې چې هر کال به د اکتوبر ۱۱مه د ماشومانو نجونو د نړیوالې ورځې په توګه لمانځي چې دا شان د هغوی حقونه او ورته ورپېښې ننګونې رامخې ته کړل شي.