د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورونا وایرس تعليمي بحران جوړولی شي: ګوتېریش


د ملګرو ملتونو مشر انتونيو ګوتېريش
د ملګرو ملتونو مشر انتونيو ګوتېريش

پراګ- د ملګرو ملتونو مشر انتونيو ګوتیريش د هېوادونو پر مشرانو غږ کړی چې د کورونا وایرس د خپرېدو مخنيوي د پالیسي عملي کولو پر وخت بايد انتهايي‌ کوښښ وشي چې تعليم ونه درېږي.

نوموړي د اګست پر څلورمه په يوه خبرپاڼه کې ويلي‌ چې که زدکړې همداسې ګډې وډې روانې وې نو دا به اوسنی ځوان نسل له تېر او راتلونکي نسل څخه شاته پرېږدي او ‌په دې توګه به د نسلونو ترمنځ فاصله رامنځته شي.

د ملګرو ملتونو د تعليم، ساینس او کلتور ادارې (يونيسکو) دې مسلې ته د پام اړولو لپاره د جولای له ۲۳مې څخه ويډيويي کېمپېن پيل کړی دی.

د دوی ترمخه د روان ۲۰۲۰ز کال تر اپرېل مياشتې پورې په نړۍ کې ۱،۵ اربه چې د نړۍ ۹۱ فیصده زده کوونکي کېږي، له زده کړو پاتې شول نو ځکه د دې مسلې د حل لپاره هېوادونو پر انټرنېټ زدکړو ته مخه کړه خو دا ستونزه حل نه شوه.

په يو ويډيويي پېغام کې راغلي، "دغه وخت دا ژوره مسله لا نوره ښه واضحه شوه چې موږ وليدل چې په نړۍ کې ۸۲۶ ميليونو يعني د نړۍ له نيمايي زده کوونکو سره کمپيوټر نه شته. ۷۰۶ ميليونه زده کوونکي انټرنېټ ته لاسرسی نه لري."

په پاکستان کې انلاین زده کړې

د انلاين زده کړو ستونزه په پاکستان کې هغه وخت راښکاره شوه چې حکومت د مارچ په مياشت کې ښوونځي وتړل او د دې کمي پوره کولو لپاره یې پر ټېليويژن او انټرنېت د تعليم بهیر جاري ساتلو اعلان وکړ.

د خېبر پښتونخوا له شبقدر سره اړه لرونکی د اسلام اباد دفاعي پوهنتون يو زده کوونکی نجیب الله د ايم فيل په اخري مرحله کې دی خو د انټرنېټ نه شتون یې د زدکړو بشپړولو ته خنډ جوړ شوی.

نوموړي د اګست پر څلورمه مشال راډيو ته وويلو "زه تيزیس (څېړنېز مواد) ليکم. ډېر کار مې له انټرنېټ سره دی. ریسرچ او تحقیق کوم خو کار مې په ډېډ لاين (ټاکلې موده) ځکه نه پوره کېږي چې انټرنېټ نه شته. بجلي هم نه وي. لېپ ټاپ چې چارج کوم، ته يقين وکړه دوه ورځې اخلي."

په پاکستان او نړۍ کې د کووېد-۱۹ تازه شمېرې

کورونا وایرس د ۲۰۱۹ز کال په ډېسېمبر کې د چين په ووهان ښار کې څرګند شو چې اوس د نړۍ ګڼو هېوادونو ته خپور شوی دی.

د دې وايرس په اړه شمېرې خپروونکي د پاکستاني حکومت وېبپاڼې ليکلي چې د اګست تر څلورمې په دې هېواد کې په کورونا وايرس د اخته کسانو شمېر ۲۸۰،۵۳۲ ته رسېدلی دی. بلخوا له دې وايرسه تر دې دمه ټولټال ۶،۰۰۲ کسان مړه شوي خو څه باندې ۲۴۹،۵۰۰ کسان بېرته ورڅخه رغېدلي هم دي.

حکومت اعلان کړی چې که د کورونا وایرس زور کم شو نو د سېپټمبر پر ۱۵مه به سکولونه پرانیزي.

اوسمهال د سکولونو بندېدو او ښه انټرنېټ نه شتون له وجې حکومت په زياتره ځايونو کې زده کوونکي بې له امتحانه کامباب کړل.

د خېبر پښتونخوا د استادانو اتحادیې يو مشر غړي، مرجان علي د اګست پر څلورمه مشال راډيو ته وويل د سکولونو بندېدو ډېر زور له قبايلي ضلعو وځي چيرته چې لا وار دمخه د تعليم حالت ښه نه دی.

"په قبايلي ضلعو کې په سکولونو کې دوه دوه کمرې وي. دلته دا حال دی. بل دلته پر انټرنېټ د زدکړو کولو خبره هم د خندا وړ ده. نه بجلي ‌شته نه انټرنېټ نو سکولونه ازادول پکار دي. که هره لاره وي، داسې بايد وشي ځکه چې د سکولونو بند ساتل د ماشومانو راتلونکی خرابوي."

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ادارې، يونیسيف د ۲۰۱۹ز کال د راپور ترمخه په پاکستان کې ۲۲،۸ ميليونه ماشومان له ښوونځيوو بهر دي.

دا د هغو ماشومانو چې عمرونه یې د تعليم دي، ۴۴ فیصده کېږي. د پاکستان تحريک انصاف حکومت د دې ماشومانو د شمېرې کمولو لپاره کميونيټي سکولونه جوړ کړي دي خو د کورونا وایرس له وجې نه یوازې دا بلکې نور عام سکولونه هم بند دي.

د فېسبوک تبصرې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG