د لاسرسي ځای

تازه خبر

په قبایلو کې سلګونه سکولونه تړلي دي


د قبایلي سیمو د انتظام ادارې فاټا سېکریټریټ د تعلیم د محکمې په یو رپورټ کې ویلي شوي دي چې دا وخت د فاټا په ۵۰۰۰ زيات سکولونو کې تر ۱۰۰۰ پورې سکولونه غير فعاله او بند پراته دي۔

د فاټا تعليم محکمې د ۲۰۱۵ -۲۰۱۶م کال رپورټ تر مخه په دې غېر فعاله سکولونو کې ۶۱۱ د هلکانو او ۴۲۵ د جينکو دي۔

د فعاله سکولونو شميره ۳۸۴۲ ده۔ د رپورټ تر مخه په غير فعاله سکولونو کې ۶۹۲ پرایمري يا تر پنځمه سکولونه،۴۱ جماعت دننه زده کړې ورکوونکې سکولونه ۱۳۷ د علاقې خلکو په مرستو چليدونکې اسکولونه شامل دي۔

د غېر فعاله سکولونو په اړه مو چې کله د فاټا د تعليم دپټي دایريکټر جاويد وزير وپوښتل نو هغه مشال رايديو ته وويل چې د غير فعاله سکولونو شميره په شمالي او جنوبي وزيرستان کې زياته ده او د دې وجه دغه سيمو کې بد امني او موجوده حالات دي خو د حالات ښه کېدو او د کډوالو ستنېدو وروسته به دا تعليمي ادارې ژر تر ژره پرانستل شي او تعليمي هلې ځلې به يو وارې بيا پیل کړل شي۔

د بند سکولونه په اړه نوموړي زياته کړه چې په باجوړ کې ۴ سکولونه د خپل مينځي شخړو له وجې بند دي۔

د رپورټ شمېرې مطابق په سرکاري سکولونو کې د لومړی ټولګي تر ۱۴مه ټولګي د زده کونکيو شميره ۶ لکه ۷۱ زره ۶۷۳ ده۔ خو د پنځم جماعت ۳۶ فيصده ماشومان په تعليم پرېښودو مجبوره شي.خو د فاټا تعليم په اړه تعليمې چارو کار پوه او څېړونکی عمر اورکزي وايي:

(( فاټا له وړاندې د تعليم په ميدان کې د پامه غورځول شوې ده۔ د قبايلي سيمو پر امنه ځایونو کې هم د تعليم په اړه هېڅ څه موثره کارونه نه کېږي۔ په فاټا کې اوس هم ۷۵ فيصده ماشومان د سکولونو بهر دي او له تعليمه محرومه دي۔))

د فاټا سېکریټ د تعليم محکمې مطابق د ټولو ايجنسو تعليمي افسرانو وخت پر وخت معلومات تر لاسه کېږي او غير فعاله سکولونه له پرانستلو سره چې کوم ځای ضرورت وي نور استادان به هم دا خالي سیټونو لپاره اخيستلی شي۔

XS
SM
MD
LG