د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ادعا کړې چې د طالبانو کورنۍ په ځينو هېوادونو کې د یرغملو په توګه ژوند کوي نو ځکه دا وسله واله ډله د خپلو پرېکړو ازادي نه لري.
حمد اله محب د جنورۍ په ۲۴مه د هوايي ځواکونو په قول اردو کې د وینا پر مهال وویل د طالبانو د مذاکراتي ډلې د دغو غړو کورنۍ د ځینو هېوادونو له خوا برمته شوي دي خو هغه د کوم هېواد نوم وانخيست خو زیاته یې کړه چې دا واضحه کوي چې طالبان خپلواکه نه دي.
د محب په وېنا طالبان محاصره دي او ګرو نيول شوي، د دوی کورنۍ په يو پردي هېواد کې ژوند کوي او هم هغه هېواد دوی ته لارښوونې کوي چې د ده په تور په افغانستان کې ترهګر عمليات وکړي.
دا هم وګورئ: افغانستان وايي پاکستان دې طالبان تشدد کمولو او اوربند ته وهڅويافغان چارواکي پر پاکستان تور پورې کوي چې هغوی ته يې ځای ورکړی او په افغانستان کې یې د جګړې لپاره کاروي.
خو پاکستان دا نه مني. د اسلام اباد دريځ دی چې پر طالبانو خپل اغېز د سولې لپاره کاروي. افغان چارواکو له پاکستانه غوښتي چې پر طالبانو دې د اوربند لپاره فشار واچوي.
دا هم وګورئ: پاکستان په افغانستان کې اوربند ته د رسېدو لپاره پر ښکېلو غاړو د اخ و ډب کمولو غږ وکړدا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت د طالبانو سره په قطر کې د سولې مذاکرات کوي. د دغو خبرو د دویم پړاو ۲۰ ورځې کېږي خو تر اوسه د څه ځانګړي پرمختګ خبر نه دی ورکړل شوی. د افغانستان د ملي امنیت سلاکار د ادعا تر مخه په قطر کې د طالبانو د مذاکراتي ډلې هر غړی جلا- جلا غوښتنې کوي.
طالبانو تراوسه د حکومت د دغو ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي، خو دغې ډلې مخکې حکومت تورن کړی وو چې په وينا يې د سولې مخه نیسي.
په تېر دیسمبر میاشت کې د طالبانو د قطر د سياسي دفتر د مشر، ملا غني برادر يوه ويډيو پر ټولنیزو رسنيوو خپره شوه چې نوموړی پکې په لومړي ځل د پاکستان دننه د خپلو مشرانو اوسېدل او د خپلو ټپیانو درملنه تاییدوي.
دا هم وګورئ: طالب مشران پاکستان کې دي او هلته یې د ټپیانو درملنه کېږي: د ملا برادر ویډیوپه ويډيو کې ښکاري چې هغه وايي، دوی د مجبوریت پر بنسټ، پاکستان ته ځي. دا ویډیو چې کره نېټه او ځای یې مشخص نه دی، په ټولنیزو رسنیو پرې څيړونکو او خبريالانو ليکلي چې د پاکستان کراچۍ ښار یو روغتون یاد کړی، چې پکې د ټپي طالبانو درملنه کېږي.
د پاکستان حکومت لا د ویډیو په اړه څه نه دي ويلي.