د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالب مشران پاکستان کې دي او هلته یې د ټپیانو درملنه کېږي: د ملا برادر ویډیو


په یوه تازه ویډیو کې چې په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې، د طالبانو د قطر دفتر مشر ملا برادر تاییدوي چې د دې ډلې د ټپیانو درملنه په پاکستان کې کېږي او مهم مشران یې هم همغلته دي.
په یوه تازه ویډیو کې چې په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې، د طالبانو د قطر دفتر مشر ملا برادر تاییدوي چې د دې ډلې د ټپیانو درملنه په پاکستان کې کېږي او مهم مشران یې هم همغلته دي.

په لومړي ځل د طالبانو یو مهم مشر په یوه ویډیو کې د پاکستان دننه د خپلو مشرانو اوسېدل او د خپلو ټپیانو درملنه تاییدوي.

ملا عبدالغني برادر چې د طالبانو د قطر د سیاسي دفتر مشر او د دې ډلې مرستیال دی، په ټولنیزو شبکو په خپره شوې یوه ویډیو کې وايي، دوی د مجبوریت پر بنسټ، پاکستان ته ځي.

دا ویډیو چې کره نېټه او ځای یې مشخص نه دی، په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې، خو یو شمېر رسنیو او ځینو کسانو دا د پاکستان کراچۍ ښار یو روغتون یاد کړی، چې پکې د ټپي طالبانو درملنه کېږي.

د پاکستان حکومت لا د ویډیو په اړه څه نه دي ویلي خو تر دې مخکې یې په بیا بیا پر خپله خاوره د طالب مشرانو موجودګي رد کړې.

خو افغان حکومت وايي په پاکستان کې د وسله والو شتون په افغانستان او سیمه کې د امنیت خرابې وضعې لامل دی.

د طالبانو سیاسي دفتر په دې اړه بې خبري ښوولې

په ویډیو کې څه دي؟

په دې ویډیو کې د طالبانو د قطر دفتر مشر ملا برادر هغو طالبانو ته وینا کوي چې د افغانستان په جګړه کې ټپیان شوي او زیاتوي، د دوی درملنه په افغانستان کې سخت کار دی.

دی وايي: "دوی هر څه راسره کړي، دلته له موږ سره څه پېښ شوي دي، خو بیا هم موږ مجبور یوو چې راځوو به. دلته یوازې محدود کسان نه‌شته، دلته زموږ او ستاسې ټول مشرتابه په دې ځای کې ده."

په دې ویډیو کې ملا برادر له ټپي طالبانو غوښتنه کوي چې اوسنی درد او تکلیف وزغمي.

هغه په خپلو خبرو کې پر امریکا طالبان برلاسي بولي، خو په افغانستان کې د یوه نوي نظام د راتلو هیله کوي.

ملا برادر هغه ځای ته چې دی په کې ولاړ دی او خبرې کوي په اشارې سره وايي، د سولې په خبرو کې له هر ډول پرمختګ دلته خپل مېشت مشران خبروي.

خو په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم د دې ویډیو د کره‌ والي او ځای په اړه بې خبري ښيی.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم

محمد نعیم د ډېسېمبر پر ۲۲مه مشال راډیو ته په استولي پیغام کې لیکلي: "په ټولنیزو رسنیو کې دا ډول ویډیو ښکته پورته کېږي" خو په وینا یې دی یې "په اړه معلومات نه لري چې دا څومره حقیقت لري او په کوم ځای او څه وخت شوې ده. "

دا ویډیو تر هغه وروسته خپرېږي چې په قطر کې د سولې خبرې د دواړو لوریو په هوکړه ۲۱ ورځې وځنډول شوې او د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو یو پلاوی پاکستان ته ولاړ.

د افغانستان حکومت هغه مهال ویلي ول چې پاکستان ته د طالب پلاوي سفر له دوی سره په مشوره شوې ده.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، په پاکستان کې د وسله والو ډلو او د هغوی د مشرانو شتون په افغانستان او سیمه کې امنیتي وضعیت خراب کړی دی.

د دې وزارت ویاند ګران هېواد د ډېسېمبر پر ۲۲مه مشال راډیو ته وویل، د افغانستان حکومت تل د هغو ډلو په اړه چې په افغانستان کې د سولې بهیر زیانمنوي او په پاکستان کې دي، خپلې اندېښنې له دې هېواد سره شریکې کړي دي.

دی زیاتوي: "هغه ډول چې په وېډیو کلېپ کې ښکاري، طالبان په زیات شمېر په پاکستان کې مېشت دي. له همدې کبله پاکستان پر طالبانو او د دوی پر مشرانو پوره اغېز لري. موږ په پاکستان کې د هغو عناصرو د پټنځایونو او مېشتځایونو بندېدا غواړو، کوم چې د افغانستان سوله او ملي امنیت ګواښي. "

د افغانستان حکومت تر دې وړاندې هم پر طالبانو له دې کبله نیوکه کړې چې مشران یې په پاکستان کې دي، تر دې چې ولسمشر غني له پاکستان او طالبانو دواړو غوښتنه کړې چې د خپلو اړیکو په اړه وضاحت وړاندې کړي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG