د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان وايي پاکستان دې طالبان تشدد کمولو او اوربند ته وهڅوي 


شاه محمود قریشي ویلي چې امریکا باید له افغانستان څخه د ځواکونو د وتلو پروسه هم ونه ‌دروي.
شاه محمود قریشي ویلي چې امریکا باید له افغانستان څخه د ځواکونو د وتلو پروسه هم ونه ‌دروي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي پاکستان باید طالبان د تاوتریخوالي کمولو د ژمنې عملي کولو او اوربند ته وهڅوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له خبره د جنورۍ پر ۲۳مه د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قرېشي د څرګندونو په غبرګون کې کړې ده.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ويلي چې طالبانو په بې ساري ډول تشدد زیات کړی او د سولې د خبرو په وړاندې یې تازه خنډونه جوړ کړي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي تر دې وړاندې ویلي وو چې د امريکا نوی حکومت دې د افغانستان د سولې بهیر روان وساتي.

شاه محمود قریشي ویلي چې امریکا باید له افغانستان څخه د ځواکونو د وتلو پروسه هم ونه ‌دروي.

افغان حکومت ویلي چې پاکستان او نور نړیوال شریکان ‌یې باید طالبان دې ته هم وهڅوي چې له ترهګرو سره اړیکې وشلوي.

دا په داسې حال کې ده چې د امريکا د ملي امنيت سلاکار، جېک سوليوان ويلي چې له طالبانو سره د تېر ولسمشر ډونلډ ټرمپ په حکومت کې شوي تړون ته د بيا کتنې نېت لري.

جېک سولیوان ویلي، د امریکا او طالبانو د ۲۰۲۰ز کال د فېبروري د تړون په بیا کتنه کې به دا وه ارزول شي چې طالبان له ترهګرو ډلو سره د اړیکو د پرې کولو، په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمولو او له افغان حکومت او نورو خواوو سره د با مفهومه خبرو د پیل په اړه په خپلو ژمنو ولاړ دي که څنګه؟

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جنورۍ پر ۲۲مه په خبرپاڼه کې ویلي وو چې جېک سوبیوان د افغانستان د ملي امنیت سلاکلر حمدالله محب ته په ټلیفوني خبرو کې ډاډ ورکړی چې امریکا د افغان سولې د پروسې او هغو رغنده سیمه ییزو ډیپلوماټیکو هڅو ملاتړ کوي چې سیاسي جوړجاړي او دایمي اوربند ته د دواړو خواو په رسېدو کې مرسته کوي.

طالبان وایي، دوی له امریکا سره د شوې هوکړې ټولو مادو ته ژمن دي او ټینګار کوي چې له کومې کړې ژمنې نه‌دي په شا شوي.

طالبان وایي، د دوحې د تړون له هېڅ یوې ژمنې نه ‌یې سرغړونه نده کړې.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم د جنورۍ پر ۲۳مه مشال راډیو ته وویل، د افغانستان د ستونزې د سیاسي جوړجاړي یوازنۍ لار، د ده په ټکو د دوحې د تړون پلي کول دي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۲۹مه، یعنې نږدې کال وړاندې په دوحه کې "افغانستان ته د سولې راوستو" په نوم تړون لاسلیک شو.

له هغه راهیسې لومړی ځل دی چې امریکایي چارواکي د دغه تړون پر منځپانګه شک کوي او د بیا کتنې غوښتنه‌یې کوي.

امریکایي چارواکي وایي، که دغه تړون کې د افغانستان د تېرو دوه لسیزو بریاوې خوندي نه‌شي، بې‌معنی دی.

XS
SM
MD
LG