د لاسرسي ځای

تازه خبر

لغمان: دیني عالمان او قومي مشران اوربند غواړي


په غونډه کې وینا والو له افغان حکومت مذاکراتي پلاوي او طالب استازو وغوښتل چې د سولې لپاره د دویم پړاو د خبرو پیل دې په اوربند سره وکړي.
په غونډه کې وینا والو له افغان حکومت مذاکراتي پلاوي او طالب استازو وغوښتل چې د سولې لپاره د دویم پړاو د خبرو پیل دې په اوربند سره وکړي.

د افغانستان د لغمان ولایت د بېلابېلو ولسواليو دیني عالمانو، قومي مشرانو او مدني فعالانو د یوې ولسي غونډې پر مهال له افغان مذاکراتي پلاوي او طالب استازو وغوښتل چې د سولې لپاره د دویم پړاو خبرې دې په اوربند سره سره پیل شي.

د سولې په تړاو د لغمان د بېلابېلو ولسواليو د قومي مشرانو، دیني عالمانو او مدني فعالانو دا غونډه د جنوري په پینځمه نېټه د ولایت مقام د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه.

په غونډه کې وینا والو له افغان حکومت مذاکراتي پلاوي او طالب استازو وغوښتل چې د سولې لپاره د دویم پړاو د خبرو پیل دې په اوربند سره وکړي.

د غونډې یو تن ګډونوال قومي مشر حاجي الف خان وویل، جنګ ګټوونکی نه لري، دواړو لورو ته په کار ده چې د تلپاتې سولې لپاره اوربند وکړي:

"په دوحه کې چې د سولې لپاره بیا خبرې پیل کېږي، له دواړو لورو مې غوښتنه ده چې د خدای په خاطر نوره سوله وکړئ، اول اوربند وکړئ، په جنګ باندې نه کېږي، دوا ۴۲ کاله کېږي چې افغانستان کې جنګ روان دی، خو ګټوونکی نه لري."

د لغمان ولایتي شورا ګلزار سنګروال وویل، تر هغې چې اوربند نه وي شوی، ولس به د سولې په پروسه بې باوره وي:

"کوم اخلاص او کوم باور چې د متخاسمو ډلو تر منځ وي، د جنګ په شدت سره هغه باور له منځه ځي."

قومي مشر محمد صدیق حقاني وویل، کله چې اوربند وشي، بیا خلکو سره دا هيله پیدا کېږي چې ملک ته سوله راځي:

"سوله دې ته وايي چې په اول قدم کې اوربند وکړي. یو ځل چې د ویني سېلاب بند شي، بیا د هر چا هیله مندي پیدا کېږي چې دلته سوله راځي."

له کله نه چې د قطر پلازمینه دوحه کې د افغان دولت او طالب استازو تر منځ د سولې لپاره خبرې پیل شوي، د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې خلکو د ورته غونډو له لارې د اوربند غږ پورته کړی، خو برعکس په د تېر په نسبت په جنګونو کې شدت رامنځته شوي و.

خو اوس چې د سولې لپاره د دویم يړاو خبرې پیل شوي، افغانان تمه لري چې دواړو لوري به د تلپاتې سولې لپاره په اوربند سلا شي.

XS
SM
MD
LG