د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان په افغانستان کې اوربند ته د رسېدو لپاره پر ښکېلو غاړو د اخ و ډب کمولو غږ وکړ


پاکستان: پاکستاني وزیر اعظم عمران خان د افغان طالبانو له استازیو سره په د لیدو مهال. ۲۰۲۰، ۱۸ دسمبر
پاکستان: پاکستاني وزیر اعظم عمران خان د افغان طالبانو له استازیو سره په د لیدو مهال. ۲۰۲۰، ۱۸ دسمبر

پاکستان په افغانستان کې د اخ و ډب پر لوړ کچ اندېښنه ښودلې او پر ټولو غاړو یې د تاوتریخوالي کمولو غږ کړی چې اوربند ته لار هواره کړي.

د وزیر اعظم عمران خان له دفتره دا بیان له هغه وروسته راغلی چې نوموړي د ډسمبر پر ۱۸مه نېټه په اسلام ایاد کې له طالب استازیو سره ولیدل.

له همدې لیدنې سره اسلام اباد ته د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو د قطر سیاسي دفتر استازیو درې ورځنی سفر پای ته ورسېد.

د افغانستان د بهرنیوو چارو وزارت هم د دسمبر پر ۱۷مه ویلي ول چې پاکستان ته د طالبانو دا سفر د افغان حکومت په مشوره شوی او دا یې د سولې په برخه کې رغوونکی بللی وو.

د پاکستاني وزیر اعظم له دفتره خپور کړی بیان وايي، چې د عمران خان او طالبانو خبرې پر افغان سوله بهیر او د هغې د پرمختګ پر لارو چارو راڅرخېدلې.

خان په خپلو څرګندونو کې په ټول-شموله، پراخ بنسټي او هراړخیزه سیاسي جوړجاړي کې د پاکستان مستقیم ملاتړ تکرار کړ.

په بیان کې د ''رخنه ګرو'' کردار ته اشاره شوې چې په اړه یې ''بیداري پکار ده'' ځکه چې ''هغوی'' پرله پسې د سولې بهیر کې د ''خنډ'' اچولو او ناکامولو هڅې کوي، خو نوموړي دا څرګنده نه کړه چې ''رخنه ګر'' څوک دي.

دا په داسې حال کې ده چې وزيراعظم عمران خان د ډېسېمبر پر ۱۶مه د له ولسمشر اشرف غني سره په ټلېفوني خبرو کې ژمنه کړې، چې هیواد به یې په افغانستان کې د تاوتریخوالي په کمیدو او د اوربند په ټینګیدو کې مرسته وکړي.

عمران خان و اشرف غني ته ویلي چې د سولې بهیر ملاتړ کوي او د افغانانو په مشرۍ کې د افغان ستونزې هوارولو پلوي دي.

د دغه وروستیو پرمختګونو په ترڅ کې پاکستاني چارواکي وايي، طالبان پر دې پوه شوي چې په افغانستان کې روانه جګړه یې نور په ګټه نه ده.

د بهرنيوو چارو وزیر شاه محمود قریشي د ډېسېمبر پر ۱۶مه په اسلام اباد کې خبريالانو ته وويل چې د طالبانو ورغلي پلاوي ته یې ويلي چې په افغانستان کې دې تشدد کم شي.

خو هغه زیاته کړه چې دا "ذمه واري یوازې د طالبانو نه ده بلکې د جګړې ټولې خواوې دې په دې کې خپل کردار په داسې توګه ترسره کړي چې اوربند ته لار برابره شي.''

پاکستان وايي، د طالب پلاوي د سفر مقصد د پاکستان د هغه تګلارې برخه ده چې له مخې یې دوی د سولې په پروسه کې شاملولو ټولو ډلو سره خبرې کوي.

د قریشي په خبره، طالبان پر "دې قانع شوي چې د جګړې دوام نور نه د دوی او نه هم د افغانستان په ګټه دی."

ده زیاته کړه چې د طالبانو له خبرو ورته جوته شوه چې هغوی "سوله" غواړي او په دې برخه کې "سنجیده" دي.

د طالبانو دا پلاوی د ډېسېمبر پر ۱۶مه په درې ورځني سفر له قطره اسلام اباد ته ورسېده.

د طالبانو وياند محمد نعيم د ډېسېمبر پر ۱۵مه پر ټوېټر ليکلي ول چې د دې سفر مقصد د "شريکو ګټو" او په پاکستان کې "د افغان کډوالو" په اړه خبرې کول دي.

تر دې وړاندې په اګست کې هم د طالبانو یو پلاوی پاکستان ته تللی وو.

XS
SM
MD
LG