د لاسرسي ځای

تازه خبر

داسې سوله غواړو چې جمهوریت او نظام پکې خوندي وي: ولسمشر غني


افغان ولسمشر محمد اشرف غني د لومړي مرستیال امرالله صالح او يو شمېر لوړ پوړي دولتي چارواکو په ملتیا د جنوري پر اوومه نېټه جلال اباد ته ولاړ

افغان ولسمشر وايي، داسې سولې ته ژمن دی چې د جمهوریت بقا، د نظام ساتنه او د ملت وقار پکې خوندي وي.

اشرف غني د پنجشنبې/ زیارت په ورځ په ختیځ ښار جلال اباد کې یوې غونډې ته په وینا کې وویل، د افغانستان خلک تیار نه دي چې اوسنی نظام له منځه ولاړ شي او وایي د ده دنده دا ده چې خپله څوکۍ په قانوني توګه راتلونکي ولسمشر ته پرېږدي.

نوموړي زیاته کړه، ''جمهوریت د افغان ولس ګډه پانګه ده. زموږ او ستاسو دنده دا ده چې نظام ثبات ته ورسوو. طالبان دی راشي د ولس غېږې ته. که ولس پرې لاس کېښود نه زر وارې موږ ته منظور دي. او که له جګړې نه لاس واخلي، موږ حاضر یوو چې په تمامه معنی يې په غېږ کې واخلو. اما دوی دې هم یو واقعیت ومني، هغه دا چې د نن افغانستان د نولس کاله پخوا افغانستان نه دی."

په غونډه کې له افغان ولسمشره وغوښتل شول چې د ننګرهار په ښوونځيو کې زرګونو ښوونکو ته اړتیا ده، خو ولسمشر د پوهنې وزارت په وزيرې غږ وکړ چې ننګرهار ته د څلورو زرو په شمېر کې د ښوونکو بستونه ورکړي
په غونډه کې له افغان ولسمشره وغوښتل شول چې د ننګرهار په ښوونځيو کې زرګونو ښوونکو ته اړتیا ده، خو ولسمشر د پوهنې وزارت په وزيرې غږ وکړ چې ننګرهار ته د څلورو زرو په شمېر کې د ښوونکو بستونه ورکړي

په غونډه کې ویناوالو له ولسمشره د ننګرهار لپاره د بنیادي پروژو د پلي کېدو غوښتنه هم وکړه خو ولسمشر په خپلو خبرو کې وویل، د جلال اباد ښار لپاره چې يې کوم پلان جوړ کړی او هغه عملي کړی شي، نو د جلال اباد ښار به د سیمې په کچه په لویو ښارونو کې وشمېرل شي:

"د اوسپنې پټلۍ باندې له ازبکستان سره هم کار روان دی. خو له پېښور تر ډاکي یا هم جلال اباد پورې دا پټلۍ هم راورسېږي. سږکال به په تورخم باندې شل ميلیونه ډالر ولګول شي چې د باروړونکو لاريو او د خلکو د تګ راتګ ستونزې حل شي. کوم پلان چې د جلال اباد ښار لپاره جوړ شوی، که هغه عملي شي، جلال اباد به د دې منطقې یو له بهترین ښارونو څخه وي."

په دې غونډه کې ویناوالو د کابل ـ جلال اباد د دویم سرک، د جلال اباد تورخم د دویم سرک د بشپړېدو او د شپږ سوه بستریز روغتون د کار د چټکېدو غوښتنه هم وکړه او ولسمشر محمد اشرف غني ژمنې وکړي چې اړوندو وزارتونو ته به جدي سپارښتنې کوي چې په اړندو برخو کې لاس په کار شي.

XS
SM
MD
LG