د لاسرسي ځای

تازه خبر

جګړه د اعتماد جوړونې مخه نیسي او خبرې پېچلې کوي:پکتیاوال


د پکتیا قومي مخور او مدني فعالان وايي، د افغان حکومت او طالبانو مذاکراتي ټیمونه دې د مذاکراتو په دویم پړاو کې د نورو لویو او وړو مسایلو پر ځای اوربند ته لومړیتوب ورکړي.

دوی زیاتوي، د جګړې دوام خلک په بین الافغاني مذاکراتو بې باوره کوي او د یوې مثبتې پایلې پر ځای ورسره خبرې نورې هم پیچلې کیږي.

د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو ترمنځ د لومړي پړاو په خبرو کې چې درې میاشتې وخت يې ونیو، د خبرو په اجنداء او تګلارې هوکړه وشوه.

د پکتیا قومي مخور او مدني فعالان وايي،له اوربند سره د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د منسوبینو او طالبانو مرګ ژوبله درېږي او له دواړو لورو څخه ولس چې څلورو لسیزو اوږدو جګړو سخت ځپلي د هغوی د هیله مندۍ او رضایت سبب ګرځي.

افغان مرکچي پلاوي ویلي، چې د دوی د دویم ځل خبرو تمرکز به په اوربند، سیاسي مشارکت او د نظام پر څرنګوالي ور ټول وي.

د جنورۍ پر اتمه قومي مشر عیسی خان رباطي مشال راډیو ته وویل، اوربند سره له دواړو لورو ولسونه راضي کېږي او بالاخره دا خبرې یوې ښې پایلې ته رسېږي.

د ده په خبره، که اخلاص نه وي، تېرو دریو میاشتو غوندې به نور وخت هم تیرېږي او د ولس هیلې به یوازې د ارمان په حد کې پاتې وي.

دوی وايي،اوربند سره له دواړو لورو ولسونه راضي کېږي او بالاخره دا خبرې یوې ښې پایلې ته رسېږي.
دوی وايي،اوربند سره له دواړو لورو ولسونه راضي کېږي او بالاخره دا خبرې یوې ښې پایلې ته رسېږي.

قومي مشر عطامحمد فیروز بیا وايي، خلک د لومړي پړاو اوږدو مذاکراتو ناهیلي کړي دي.

دی نیوکه کوي، چې په افغان مذاکراتي ټیم کې یو شمېر خلک هغه کسان دي، چې زور او قدرت لري او د هغوی ولسي باور ته نه دي کتل شوي.

مدني فعاله عایله ګردیزۍ وايي، له مذاکراتي ټیمونو د افغانانو غوښتنه سوله ده، نه دا چې په یوه او بله موضوع خبرې اوږدې شي او جګړه د کموالي پر ځای لا پسې توده شي.

دې زیاتوي، په وژنو او ورانیو خبرو کې پرمختګ نشي راتللې، بلکې پرمختګ په اوربند او ارامۍ پورې تړلی دی.
د پکتیا څخه د ځوانانو د پارلمان غړی احمدالله احمدي وايي، د واړو لورو تر منځ هغه وخت باور جوړیدلی شي، چې په اوربند هوکړې ته ورسیږي، له هغې پرته جګړه خبرې نورې هم پيچلې کوي:

موږ دلته هره ورځ ګورو، چې دلته هره ورځ بې ګناه افغانان په ځانګړي ډول ولسي خلک وژل کیږي، نو د ټولو افغانانو غوښتنه داده چې د اجنداء په سر کې اوربند ونیسي، کله چې اوربند او اورکم نه وي، په داسو حالاتو کې خبرې نورې هم پيچلې کیږي او کومې پایلې ته نه رسېږي، نو زموږ غوښتنه به داوي، چې اوربند وشي، نو په ښه شکل به خبرې په مخ ولاړې شي."

افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم د جنورۍ پر اوومه ننګرهار ته د سفر پر مهال یوې ولسي غونډې ته وویل، چې افغانانو ته سوله د هوا او اوبو په څېر اړینه ده.

د ولسمشر غني په وينا، له جګړې د وتلو لپاره حاضر دي، چې طالبان په خپله غېږ کې ونیسي، خو دوی دې هم واقعیت ومني، چې اوسنی افغانستان د ۱۹ کاله وړاندې افغانستان نه دی.

XS
SM
MD
LG