د لاسرسي ځای

تازه خبر

اتمر د یوناما له مشرې سره پر افغان سوله غږېدلی


اتمر د يوناما له مشرې ديبرالاينز سره وليدل
اتمر د يوناما له مشرې ديبرالاينز سره وليدل

د افغانستان بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د جنورۍ پر پنځمه په کابل کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت یا یوناما له مشرې سره د ملاقات پر مهال په دې هېواد کې د تاوتریخوالي پر زیاتېدو اندېښنه وښوده.

د بهرنیو چارو وزارت بېګا په یوه اعلامیه کې وویل، اتمر له دیبورا لاینز سره په کتنه کې په افغانستان کې په هراړخیز اوربند ټینګار وکړ.

یوناما هم په خپل ټویټر کې لیکلي، چې مېرمن لاینز د سولې بهیر لپاره د نړیوالې ټولنې ملاتړ راخپلولو باندې یې له اتمر سره بحث وکړ، چې په دې سره پر طالبانو د اوربند منلو لپاره فشار راوړي.

طالبانو د اوربند غوښتنو باوجود په افغانستان کې خپلې جګړې کمې کړې نه دي.

دا په داسې حال کې ده چې تمه ده د جنورۍ پر شپږمه په دوحه کې د افغان حکومت د وفد او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو دویم پړاو پیل شي چې پکې حکومتي وفد وايي، د دوی تر ټولو اولنۍ ترجیح به اوربند وي.

خو په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم د جنورۍ پر پنځمه مشال راډیو ته وویل چې لا هم د خبرو ایجنډا نه ده تیاره شوې.

د دویم پړاو دا خبرې د جنورۍ پر پنځمه پیلېدونکې وې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG