د لاسرسي ځای

تازه خبر

چمن - سپين بولدک لاره پرانیستل شوه


يوه افغانه مېرمن له سپين بولدکه چمن ته روانه ده (انځور له ارشيفه)
يوه افغانه مېرمن له سپين بولدکه چمن ته روانه ده (انځور له ارشيفه)

پاکستاني چارواکو اعلان کړی چې د افغانستان سره د چمن - سپين بولدک لاره تر یوې اونۍ بندیدو وروسته نن (د نومبر په ۲۱مه) پرانیستل شوه.

د چمن ډپټي کمیشنر عبدالحمید زهري د نومبر په ۲۰مه خبریالانو ته وويل چې طالبانو سره تر خبرو وروسته دا لار بیا پرانیزي.

پاکستاني چارواکو د چمن – سپين بولدک دروازه د نومبر په ۱۳مه له هغه وروسته وتړله چې د یوه وسله وال بریدګر په ډزو سره یو پاکستانی عسکر ووژل شو او دوه نور ټپیان شول. پاکستاني چارواکو ویلي وو تر هغو دا لار نه خلاصوي چې طالبانو دا کس یا دوی ته نه وې سپارلی او یا یې هم خپله ورته سزا نه وې ورکړې.

زهري ویلي طالبانو ورسره ژمنه کړې چې بریدګر به نیسي او سزا به ورکوي. خو زیاته یې کړه چې داسې پېښې د شرخوښو کار دی. "افغان چارواکو د دغو خبرو پر مهال په دې پېښې سخته خواشیني وښوده او دا ډاډ یې راکړ چې مجرم به په هر صورت ژر تر ژره نیسي او سخته سزا به ورکوي. د خبرو په وخت دا پرېکړه وشوه چې لار به د دوشنبې له ورځې د خلکو تګ راتګ او سوداګرۍ لپاره پرانیستل شي."

په ټولنیزو رسنيو کې ځينو خلکو ليکلي چې پاکستان د چمن - سپين بولدک لارې د طالبانو لخوا د بریدګر تر سپارلو وروسته خوشې کړې ده خو طالب چارواکي دا نه مني. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد مشال راډیو ته بېګا ناوخته په یوه پیغام کې ويلي چې طالبانو پر پاکستاني سرتيرو بریدکوونکی نه دی سپارلی.

مشال راډيو ته رسیدلي معلومات ښيي چې نن پر دې لاره د پيدل خلکو او تجارتي ټرکونو تګ راتګ پيل شوی دی. سوداګرو تر دې مخکې اندېښنه ښودلې وه چې که لاره تر ډېره تړلې پاتې شي نو په میلیونونو ډالره تاوان به وویني ځکه اکثر سبزي او تازه مېوې د خوسا کېدو په حال کې دي.

پر ټولنيزو رسنيو پر چمن دروازه د لګېدلې کېمرې په خپرې شوې ویډيو کې ښکاري چې پر دروازه يو کس، چې ساده جامې يې په غاړه دي، تمانچه راباسي او پر پاکستانيو عسکرو ډزې کوي. پاکستانيو چاوراکو د دغې ويډيو کره والی تاييد کړی دی. طالبانو ويلي وو چې دغه سړی د دوی له ډلې نه دی او د نيولو کوښښ یې کوي.

د افغانستان او پاکستان تر مينځ پر اوښتونکو دروازو دا ډول پېښې تر دې مخکې هم شوې دي. د فبرورۍ پر ۲۴مه د سپین بولدک او چمن ترمینځ د پاکستانیو او د طالبانو د ځواکونو ترمینځ په نښته کې دوه کسان ووژل او ۱۳ ژوبل شول چې تر هغې وروسته لاره وتړل شوه او د دواړو خواوو ترمينځ تر مذاکراتو وروسته د همهغې مياشتې په پای کې بيا بېرته پرانيستل شوه.

XS
SM
MD
LG