د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستانی پلاوی له طالب چارواکو سره د تجارتي اړيکو پر پراخولو او د وېزو پر اسانولو غږېدلی


د پاکستان يو حکومتي پلاوي په کابل کې د طالبانو حکومت د بهرنيو چارو له وزير امير خان متقي سره د تجارت او وېزو پر چارو خبرې کړي ــ د ۲۰۲۲ز کال د جولای ۲۰مه  
د پاکستان يو حکومتي پلاوي په کابل کې د طالبانو حکومت د بهرنيو چارو له وزير امير خان متقي سره د تجارت او وېزو پر چارو خبرې کړي ــ د ۲۰۲۲ز کال د جولای ۲۰مه  

د پاکستان يو پلاوي په کابل کې د طالبانو حکومت د بهرنيو چارو له سرپرست وزير امير خان متقي او د کاروباري چارو له سرپرست وزیر نور الدین عزیزي سره د تجارتي اړيکو پر پراخولو او د وېزو پر اسانولو خبرې کړې دي.

په کابل کې د پاکستان سفارت او د طالبانو حکومت د بهرنيو چارو وزارت د جولای پر ۲۰مه په بیانونو کې وويل، د پاکستان سوداګرۍ چارو سېکرټر صالح محمد فاروقي په مشرۍ پلاوي په ملاقات کې ژمنه وکړه چې افغان سوداګرو ته به د ټرانزېټ او وېزو په کارونو کې اسانتيا پيدا کوي.

په کابل کې د پاکستان سفارت په بیان کې ویلي دي چې دواړه خواوې سلا شوې چې د تورخم، چمن او سپین بولدک، غلام خان او خرلڅۍ په ګډون به پر ټولو لارو د تګ راتګ وخت زیاتوي.

بیان وايي، پاکستاني پلاوي د جولای له ۱۸مې څخه د سفر پر مهال د طالبانو حکومت له چارواکو سره د سوداګرۍ پر زیاتولو او په دې برخه کې د ستونزو ختمولو په اړه تفصیلي خبرې وکړې.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستيال وياند حافظ ضيا احمد پر خپله ټوېټر پاڼه د پاکستان حکومتي پلاوي او د امیر خان متقي ترمینځ د ليدنې مهم ټکي او عکسونه خپاره کړي دي.

تېره اوونۍ د طالبانو د حکومت د پېټروليم او کانونو وزارت وياند عصمت الله برهان ويلي ول چې د پاکستان پلاوی به له افغانستانه د سکرو اخيستو په اړه خبرې وکړي خو په نننۍ خبرپاڼه کې په دې اړه ډېر څه نه دې ويل شوي، البته زیاته شوې چې د پاکستان د انرژۍ وزارت سېکرټر راشد محمود وويل چې اسلام اباد غواړي په افغانستان کې د انرژۍ په توليد کې پانګونه وکړي چې په دې توګه به په راتلونکې کې د سکرو د اخيستو پر ځای له افغانانو څخه مستقیماً له سکرو جوړه شوې برېښنا (بجلي) اخلي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان خپله د انرژۍ له بحران سره مخامخ دی. د پاکستان وزيراعظم شهبازشريف تېره مياشت ويلي ول چې له افغانستانه سکاره ځکه اخلي چې يو خو معياري دي او بل ورته د ډالرو پر ځای په پاکستانيو روپيو د اخيستو له وجې ارزانه ورته پرېوځي.

نوموړي زياته کړې وه چې د افغانستان سکاره به په پاکستان کې د ارزانه بجلۍ په پيدا کولو کې د مرستې ترڅنګ اسلام اباد ته د کال پر سر ۲.۲ اربه ډالره ګټه ورسوي.

په کابل کې د پاکستان سفارت په خپل بیان کې زیاته کړې چې د پېښور او جلال اباد او د کوټې او کندهار ترمینځ د دوستۍ بس سروېس پر بحالولو کار روان دی او هڅه کوي چې هغه پروژه د ۲۰۲۲ز کال د اګست په پای کې پیل شي.

د بس سروېس په ۲۰۱۶ز کال کې پر تورخم د پاکستان او افغانستان ځواکونو ترمینځ له نښتې راهیسې ځنډېدلی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG