د لاسرسي ځای

تازه خبر

مستونګ کې د پولیو واکسیني ډلې ساتونکی پولیس وژل شوی دی


په پاکستان د پولیو ضد واکسینو کمپین پر مهال پولیس سرتېري پهره ورکوي ـ پخوانی انځور
په پاکستان د پولیو ضد واکسینو کمپین پر مهال پولیس سرتېري پهره ورکوي ـ پخوانی انځور

د بلوچستان مستونګ ضلعې په سور کارېز کې وسلوالو د پولیو د واکسیني ډلې ساتونکی پولیس سرتېری وژلی دی.

په مستونګ کې ځایي خبریالان وایي، د مې پر ۱۹مه د ګوزڼ د واکسینې ډلې ښځینه غړې یو کور ته ننوتې وې او ساتونکی پولیس یې بهر ولاړ وو چې "نامعلومه وسلوالو" وویشت.

دوی وايي، په حمله کې نورو روغتیايي کارکوونکو ته زیان نه دی رسېدلی.

مستونګ د بلوچستان له مرکز کوټې څخه ۴۵ کېلومیټره لیرې جنوب لوري ته پروت دی.

د مستونګ د پولیسو یو مشر جاوېد لهړي د مې پر ۱۹مه مشال راډیو ته وویل چې پولیس د پېښې ځای ته رسېدلي او پلټنې يې پیل کړې دي. هغه دا هم وویل چې تر پېښې وروسته په هغه سیمه کې د پولیو کیمپېن درېدلی خو په نورو ځایونو کې روان دی.

تر اوسه چا د هغه برید ذمه واري نه ده منلې.

د مې له ۱۵مې راهیسې د بلوچستان په ۱۸ ضلعو کې د پولیو څلور ورځنی واکسیني کیمپېن پیل شو.

پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې پکې د پولیو وایرس موجود دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG